اسلامی

روژه او زموږ مسئولیت!

روژه په کال کې یو میاشت پرمسلمانانو فرض شوې او ټول مسلمانان په دې مکلف دي، چې دخدای(ج) دغه فرضي میاشت ونيسي.

لیکنه : شيرمحمد امیني ستانکزی

روژه په کال کې یو میاشت پرمسلمانانو فرض شوې او ټول مسلمانان په دې مکلف دي، چې دخدای(ج) دغه فرضي میاشت ونيسي. په دې مبارکه میاشت کې له خلکو سره نېک چلند او خیر رسول، له کینې، دښمني، ناوړو او ناروا عملونو ځان ژغورل، غیبت نه کول، له بېوزلو سره مرسته کول، په عدل او انصاف له خلکو سره چلېدل دا هغه څه دي، چې ټول مسلمانان په اوامرو يې مکلف او مسوول دي، چې ترسره يې کړي او له نواهیو يې ځان وژغوري .

روژه په دې مانا نه ده، چې یوازې له خوړلو او څښلو څخه ډډه کوو؛ بلکې خپله خوله، ژبه، سترګې، لاس او ټول وجود له ناروا اعمالو څخه وساتو.

روژه د رحمتونو میاشت ده، په دې میاشت کې الله (ج) خپل رحمتونه په کراتو، کراتو پر مسلمانانو را اوروي. نو اړتیا ده، چې هر مسلمان له خپلې وسې سره سم د بېوزلو خلکو لاسنیوی او ورباندې ترحم وکړي، چې هم به د بېوزلو سره مرسته وشي او هم به الله (ج) ورڅخه راضي او د ثوابونو تله به یې درنه شي.

روژه د مسلمانانو لپاره یوه لویه د عبادت میاشت ده او همدارنګه الله (ج) د توبې دروازې په دې مبارکه میاشت کې پرانیستې وي او انسان باید له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او په خپلو اعمالو کې بدلون راولي.

روژه داسې میاشت ده، چې انسان کولای شي له ناروا اعمالو څخه ځان وژغوري او ځان ښې لارې ته سم کړي، څنګه چې موږ وینو دهېواد په اکثرو سیمو او ولایتونو کې ډېری سوداګري د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره کیږي او سوداګر هم  وخت ته په کتو خپل سوداګریز توکي په لوړو نرخونو پلوري.

خو نه باید دا کار وشي؛ بلکې دا د ټولو مسلمانانو مسوولیت دی، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړي، بېوزلو او مسکینانو سره مرسته وکړي او د خرڅلاو په توکو کې له انصافه کار واخیستل شي.

اوس نو هرمسلمان فرد ته پکار ده، چې په دې مبارکه میاشت کې له بېوزلو کسانو سره خپلې مرستې ونه سپموي، ځکه چې زموږ په هېواد کې زیاتې بېوسې کورنۍ شته، چې دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره سهار وختي له کوره وځي او ماښام کورته راځي. دا د هوس له وجې نه؛ بلکې د خپلې کورنۍ د نفقې دپیداکولو په موخه دغه چارې ترسره کوي اوپه  دغو کې ډېری داسې بېوزله کسان هم شته، چې د کار په تمه له کوره وځي، خو بیا هم کار نه وي او خالي لاس کورونو ته راستنېږي.

په دې عظیمې میاشتې کې ملي او سیمه ییز سوداګر، شتمن وګړي او دولت د خپلو مهمو مسوولیتونو ترڅنګ دا هم یو مسوولیت وګڼي، چې یو اندازه مرستې له بېوزلو کسانو سره وکړي، چې دا به د الله تعالی دخوښیو او رضامندیو سبب وګرځي او څه ناڅه به دبېوزلو کورنیو ستونزې پرې حل شي. دیني عالمان وايي، چې په روژې میاشت کې یوه نیکي دنورو وختونو په پرتله لسګونه برابره ثوابونه لري.

نو څومره ښه خبره ده، چې په دې مبارکه میاشت، چې د ثوابونو میاشت ده، زموږ ټول هېوادوال خلکو ته د تاوان پرځای ګټې ورسوي او دغه  ګټې دا نه چې زموږ پیسې پرې  لګول کیږي؛ بلکې خلکو سره ښه سلوک، خلکو ته ښې خبرې او خلکو سره که په توان مو څه برابر نه وي، دهغوی زړونه لاسته راوړل، د خرڅلاو په توکو کې  له  عدل څخه کار اخیستل او د وروري په فضاء کې  ژوند کول ډیر اجرونه او ثوابونه لري.

راځئ، چې دغه دبرکتونو میاشت پوره د زړه له تله ونیسو، خلکو ته دتاوان پرځای خیرونه ورسوو، دخلکو زړونه  آزار نه کړو، له کینو او عداوت نه لاس واخلو، دخدای تعالی ټول اوامرو ته پوره ژمن واوسو، په خپلو سوداګري کې له عدل او انصافه کار واخلو  او کوم فضایل چې ددې میاشتې په اړه  قرآن کریم او نبوي احادیثو کې راغلي، هغه ټول په ځان عملي او په سمه توګه يې اداء کړو، چې ثوابونه زموږ په برخه شي او خپل دیني او ایماني مسوولیت به مو په سمه توګه اداء کړی هم وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *