افغانستان

پېښو ته د رسېدو وزارت مرستیال کندوز ته سفر کړی

پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت مرستیال مولوي عبدالولي څارنوال د یو پلاوي په مشرۍ کندوز ته د ياد وزارت د ولایتي څانګې څخه د لیدنې او څارنې په موخه تللی او هلته یې د کندوز والي ملا نثار احمد نصرت سره لیدنه کړې.

نوموړي نصرت ته د خپل سفر په هکله معلومات ورکړي او د یاد وزارت ولایتي څانګې او پروګرامونو په برخه کې یې د همکاریو غوښتنه کړې.

د کندوز والي د وزارت مرستیال مولوي عبدالولي څارنوال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.

ملا نثار احمد نصرت په خپلو خبرو کې د مسئولیتونو اصلي موخه د الله تعالی رضا او د ولس خدمت یاد کړی او دغه موخه یې د ټولو ګډ مسئولیت بللی، چې په شریکه به ورته کار کیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *