اسلامیمقالات

د کمـونیېزم خونړۍ څېره وپېژنئ!

لیکنه: محمدعلي عظمت

دویمه  برخه

تروتسکي:

په ۱۸۷۹ز کې پيدا او په ۱۹۴۰ز ترور شو. نوموړی یهودی او اصلي نوم یې بروشتاین و ، په ګوند کې یې ډېر لوړ مقام درلود. د کودتا له بریالیتوبه وروسته یې د بهرنیو چارو مسؤلیت پر غاړه واخیست. بیا وروسته د ګوند کارونه وروسپارل شول… خو څه موده پس د ګوند د مصلحت (ګټو) خلاف  کارونو باندې متهم او له ګونده لرې کړای شو، څو سټالین ته مخه خلاصه شي، هماغه و چې د تروتسکي د ترور دسیسه یې جوړه کړه.

 د کمونیزم افکار او عقائد (معتقدات):

ــ د الله جل جلاله له وجوده انکار او له ټولو غیبي اُمورو منکرېدل. او دا   ویل، چې ماده د هر شي اساس دی.

 د کمونيستانو شعار دا و: په دریو اېمان لرو؛ مارکس، لېنن او سټالین. او له دریو انکار کوو: الله جل جلاله، دین او شخصي ملکیت. (د الله تعالی له لوري دې په دوی هغه څه وي چې دوی یې وړ دي.)

 کمونیستان د بشریت تاریخ داسې تفسیروي، چې د برژوازیا او د پرولیتاریا (پانګوالو او بېوزلانو ترمنځ) داسې ټکر او جګړه روانه ده او دا به (د دوی په ګومان) د پرولیتاریا دیکتاتورۍ په بریالیتوب سره پای ته رسیږي.

 دوی له ادیانو سره جنګیږي او هغه د ولسونو د نشه کولو لامل، د پانګوالو او د امپریالیزم خادم بولي.                         +(کمونیستان) له ادیانو او د هغو له منونکو څخه یهودیت او پلويان یې، مستثنی کوي او وايي: (دوی مظلوم وګړي دي، دې ته اړتیا لري چې خپل غصب شوي حقوق ترلاسه کړي)!!                                 + دوی د فردي (شخصي) ملکیت خلاف جګړه کوي، د ګډ او شریک مال د درلودلو عقیده لري او د وراثت لغو کول غواړي.

 د دوی ټول تمرکز په ماده او د تولید په اسلوبونو سره دی.

 کمونیستان باور لري او وايي: چې په نړۍ کې کوم تغیير او بدلون راځي، د هغه اساس به په اقتصادي تطور (بدلون او پرمختګ) پورې اړه لري.

 دوی وايي چې: همدا نسبي اخلاق د تولید د آلې انعکاس او غبرګون دی.

 کمونیستانو په ولسونو باندې د وسلې په زور حکومتونه کول/ کوي، د فکر لپاره په کې ځای نه شته او د دوی په اند، د وسیلې کارول اصل هدف دی.

 دوی عقیده لري چې اخرت نه شته، نه عذاب شته او نه ثواب شته. دا ټول په دې دنیا کې وي.

 کمونیستان په دې اېمان لري چې ماده ازلي ده. همدا (ماده) د افرادو او ډلو لپاره د اقتصادي عواملو محرک دی.

 دوی د کارګرې طبقې په دیکتاتورۍ باور لري او د (نړیوال کمونیستي حکومت) د جوړېدا زېری ورکوي.

 کمونیزم د زور او فشار په کارولو باور لري او د کارګرو د خلاصون لپاره هڅه کوي.

 کمونیستان وايي: دولت په خپله ګوند دی او ګوند هو بهو دولت دی.

 د انقلاب او کودتا لپاره لومړی سیاسي دفتر له اوو کسانو څخه جوړ شوی و، هغوی ټول یهودان وو یوازې یو کس غیر یهودي و، چې له دې د یهودیت او کمونیزم ترمنځ نژدې ارتباط څرګندیږي.

 مارکسیزم د کورنیو له تړاو او ارتباط څخه انکار کوي. په دې کې د برژوازی ځواکمنېدل ګوري، نو دوی زیار باسي چې د کورنیو جوړښت له منځه یوسي او پر ځای یې د جنسي بېلاریتوب بازار ګرم کړي.

 په نړۍ کې د کمونیزم د خپرېدا لپاره له هیڅ ناوړه او قبیح کاره مخ نه اړوي. لېنن به ویل چې: (د نړۍ څلور وګړي وي ، درې وګړي دې د کمونیزم لپاره ووژل شي، دا دومره ګرانه او د اهمیت وړ خبره نه ده،  چې بس په څلورو کې یوه برخه وګړي کمونیستان شي). نو کمونیستانو دا نسخه د انقلاب پر مهال عملي کړه او همدارنګه په چین کې چینايي کمونیستانو پلي کړه، چې په میلیونونو انسانان یې ووژل، کمونیستانو په ګاونډيو هېوادونو یرغلونه وکړل او هغه یې ونیول او په ۱۹۷۹ز د دسمبر په ۲۷مه یې پر افغانستان نظامي یرغل وکړ.  چې د یرغل په پایله کې د دوی لویه امپراطورۍ هم له منځه لاړه.

پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *