جهان

زلنسکي: اروپايي هېوادونه دې راته پوځي اکمالات زيات کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له اروپايي رهبرانو غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته د اوږد واټنه میزایلو او جټ الوتکو په ګډون د وسلو اکمالات زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له اروپايي رهبرانو غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته د اوږد واټنه میزایلو او جټ الوتکو په ګډون د وسلو اکمالات زیات کړي. هغه د خرسون ښار جنوبي برخې ته چې د اوکراین ځواکونو په کې تېر کال د جګړې پر ډګر بریاوې خپلې کړې وې، تر سفر وروسته دا خبرې وکړې. زلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ووېیل، د اوږد واټنه میزاییلو او جنګي جټ الوتکو په لېږدولو کې ځنډ به د جګړې د پراخېدو سبب شي. په همداسې حال کې د اروپايي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په راتلونکي دوولسو میاشتو کې اوکراین ته د یو ميلیون توپچي مهماتو د استولو پلان ته چمتوالی وښود،چې د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړه کې د کییف مرسته وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *