د نیمروز والي: د هیواد د پولو ساتنه یو دروند او سپېڅلی مسئولیت دی
نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دې ولایت د چهاربورجک ولسوالۍ د ډک سرحدي کنډک له مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.
نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دې ولایت د چهاربورجک ولسوالۍ د ډک سرحدي کنډک له مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې نیمروز والي د یاد کنډک مسئولینو او مجاهدینو ستونزو له نږدې اورېدلي او د حل په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
شیخ محمد قاسم خالد د دې لیدنې پر مهال د هیواد د دفاع په برخه کې د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او سرښندنې ستایلي او د هېواد د پولو د لا ښې ساتنې لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې کړې دي. نیمروز والي د هیواد د پولو ساتنه د عبادت یوه برخه ګڼلې او دا یې یو دروند او سپېڅلی مسئولیت یاد کړی او ټينګار یې کړی، چې باید په اخلاص ایماندارۍ او تقوا سره ترسره شي.
د ډک سرحدي کنډک مسئولینو او مجاهدینو په دې لیدنه کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد ته ډاډ ورکړی، چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې به د اسلامي نظام، افغان ولس او د دې هېواد د پولو ساتنه کوي.
دوی ویلي؛ هېچاه ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.