اجتماعی

پسرلی یو فرصت وګڼئ

رڅوک کولی شي چې یو له دغو دوو کارونو څخه غوره کړي: لومړی؛ په پسرلي کې کښت. دویم؛ په مني کې سوال زاري (ګدایګري)

لیکنه: جیم رون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخېل
هرڅوک کولی شي چې یو له دغو دوو کارونو څخه غوره کړي: لومړی؛ په پسرلي کې کښت. دویم؛ په مني کې سوال زاري (ګدایګري)
زه پوهېږم چې دغه جمله حقیقت لري: “ژوند د دوامداره او د ټاکلو بدلونونو د مثالونو په اړه دی او د ژوند په اړه یوازینی دوامداره فکتور زموږ خپل احساسات او چلند دی.” موږ د چلند توان او قدرت لرو او همدا چلند کولی شي چې برخلیک و ټاکي او انتخاب بیا کولی شي چې پایلې وټاکي. ته نه شې کولی چې د کال موسمونه بدل کړې، خو یوازې دومره کولی شې چې خپل ځان بدل کړې.
د یوه انسان په صفت، زه دې باور ته رسېدلی یم چې ترڅو چې موږ دې نړۍ کې یوو، نو وده، بریاوې او خوشالي زموږ د موخې طبیعي منزل دی. په همدې اساس، موږ باید په دوامدارو او هوښیارو هڅو دا کوښښ وکړو، چې د حالاتو له بدلون سره پرمختګ وکړو، ترڅو له ټولنې څټ ته یعنې وروسته پاتې نه شو.
راځئ چې لږ د پسرلي په اړه وغږېږو. پسرلی د فعالیت او فرصت موسم دی چې د ژمي له واورینو ورځو سره مخه ښه کوي. همدا راز، دا هغه موسم دی چې د ژوند پُرثمره ځمکې په تخمونو، پوهې، ژمنو او مشخصو هڅو سره ډکېږي او ورو ورو وده کوي.
که څه هم د پسرلي د راتګ نښه دا نه ده، چې ګوندې په مني (خزان) کې دې هرڅه ښه ښکاره شي. ته باید له پسرلي څخه ښه ګټه پورته کړې، نه دا چې د مني څېرې لیدو ته په تمه شې او ووایې چې هغه وخت بیا هرڅه ډېر ښه ښکاري. له مني موسم څخه هغه کسان خوند اخلي، چې په پسرلي کې یې یو څه کرلي وي. د پسرلي له هرې ورځې ښه ګټه پورته کړه او له هغو فرصتونو استفاده وکړه چې پسرلی یې له ځان سره رالېږدوي.
دا د پسرلي ژمنه ده؛ هر هغه څه چې کرو، هغه به رېبوو. له خپل هرې با دسپلینې هڅې سره، موږ کولی شو چې ګڼ شمېر مکافات ترلاسه کړو. له یوې موټې کروندې سره کولی شو چې یوه لمن حاصل ترلاسه کړو. که یوه چا ته یوه ښه مشوره ورکړو، نو په بدل کې به یې موږ ته هم په لسګونو ښې مشورې راکړل شي. که له یوه چا سره لږه مینه هم وکړو، نو په بدل کې به یې زموږ ژوند هم له مینې ډک شي. همدا ژوند دی. څه چې کوې، هماغسې به درسره کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *