اجتماعی

نوی کال او زموږ کړنې!

پسرلی دکال لومړی موسم دی، چې دطبیعت ښکلاوو ته رنګینې جامې ورآغوندي،دانسانانو روان ته سکون وربښي او د ژوند دچارو په سمبالښت کې رغنده رول لوبوي، ځکه هر وګړی دځان لپاره منظم پلان او تصمیم لري، چې څه وکړي او څه ترسره کړي؟

لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی
پسرلی دکال لومړی موسم دی، چې دطبیعت ښکلاوو ته رنګینې جامې ورآغوندي،دانسانانو روان ته سکون وربښي او د ژوند دچارو په سمبالښت کې رغنده رول لوبوي، ځکه هر وګړی دځان لپاره منظم پلان او تصمیم لري، چې څه وکړي او څه ترسره کړي؟
دپسرلي ښکلي موسم کې وګړي نوي پلانونه ترسیموي، دهمدې موخو په اساس خپلې چارې سموي او د ژوندانه ټولو چارو لپاره ځان دپرمختګ لوري ته باسي .
له دغو پلانونو پرته هرانسان هڅه کوي، چې دخپل هېواد دسمسورونې او رغوونې لپاره نیالګي کېنوي، چې د هېواد هره سیمه ښکلي او زرغونه شي او راتلونکي نسلونو ته به يې دخپلو لاسونو نښانې پریښانې وي او دیوې سترې ډالۍ په توګه خلک به ورڅخه ګټه ترلاسه کړي .
په یاد زرغون موسم کې هېوادوال هڅه کوي، چې په رغنیزو چارو ځانونه بسیا کړي، چې هم به يې هېوادته خدمت ترسره کړې وي او هم به يې دخپلو اقتصادي ګټو لپاره حلاله نفقه خپلو کورنیو ته ګټلي وي .
راځئ؛ سږني کال کې ټول ولس د رښتینې خدمت اوپرمختګونو لپاره هڅې ګړندۍ کړو، په خپلو سیمو، بانډو او آن دهېواد په کچه اوچت قدمونه دښېرازۍ او سوکالۍ لپاره واخلو، چې نور دبهرنیو او تاریخي دښمنانو له ناوړو دسيسو خلاصی پیدا کړو .
څنګه چې دپسرلي په زرغون موسم کې خپلو کروندو لپاره کار ته لومړیتوب ورکوو، همداسې یو څه وخت دهېواد ملي ګټو ته هم وقف کړو او دهیواد ‎ دآبادۍ ، ښیرازۍ او پرمختګ لپاره ګډه او رښتینې مبارزه ترسره کړو.
نو ان شاالله زموږ دکړنو پایلې به موږ ژر تر بریا ورسوي او په هېواد کې به هرکال دپسرلي ښکلي موسم ته افغانان خوښي څرګنده کړي .
د دې ورځې په هیله!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن