سیاسی

نړیوال په افغانستان کې څه ډول ، ټول‌ګډون حکومت غواړي ؟

د شانګهای دهمکاریوسازمان ، د غړوهېوادونوغونډه د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې پرته له دې چې د اسلامي امارت استازي پکې ګډون ولري ، پای ته ورسېده په دې غونډه کې هم د نورو غونډوپه شان په افغانستان کې د ټول ګډون حکومت دجوړولوغږونه پورته شول خودا څرګنده نه شوه چې د پخواني رژیم  د ۵۰۰ زره کارمندانو باوجود چې د اسلامي امارت په تشکیلاتوکې په دندو بوخت دي ، څه ډول ټول ګډون حکومت ؟

حیات الله حلیم

د شانګهای دهمکاریوسازمان ، د غړوهېوادونوغونډه د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې پرته له دې چې د اسلامي امارت استازي پکې ګډون ولري ، پای ته ورسېده په دې غونډه کې هم د نورو غونډوپه شان په افغانستان کې د ټول ګډون حکومت دجوړولوغږونه پورته شول خودا څرګنده نه شوه چې د پخواني رژیم  د ۵۰۰ زره کارمندانو باوجود چې د اسلامي امارت په تشکیلاتوکې په دندو بوخت دي ، څه ډول ټول ګډون حکومت ؟

که د نړیوالو منظورله ټول ګډون حکومت څخه پخوانۍ څېرې وي هغوی خود خپل اقتدارپه مهال خپله ازموینه تیره کړې زموږ پروینا نه ، بلکې د همدې نړیوالو پروینا ناکام پکې را ختلي که دوی غواړي چې د اسلامي امارت په تشکیلاتوکې بیا ځانونه ځای کړي نو[آزموده را آزموندن کارخطاست ] بیا به د پخواني فاسد اومافیایی رژیم توپېرله اسلامي امارت سره څه وي؟

حقیقت دادئ هغه هېوادونه چې په نړیوالوغونډواوکنفرانسونوکې په یوه اوبله پلمه بېځایه تبلیغات کوي خنډونه را پورته کوي او یا له افغانستان څخه ، خپلوهېوادونویا نورې نړۍ ته خطرونه تکیه بولي ، دوی اصلا په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره چې د اسلام د سپیڅلي دین په اصولواواساساتوولاړدی ، ستونزه لري ، د اسلام سپیڅلی دین خود بشریت د هدایت لپاره هغه سالم اوکامل دین دی چې د بشریت دیني اودنیوي ښېګڼې ټولې پکې نغښتې دي ځکه په اسلام کې د بشرلپاره کمزوریې نقطه نشته چې دوی د اسلامي امارت فعالیتونه په یوه اوبله بهانه ننګوي اوخنډونه را پورته کوي، د تیرو۴۵ کالو په ترڅ کې ټوله نړۍ په امنیتي لحاظ له افغانستان سره ترسپږمو راغلې وه اوس خود اسلامي امارت حاکمیت دی د خلکومال ، ناموس اونورې ملي ګټې ټولې خوندي دي نو بېځایه تبلیغات د څه لپاره ؟

د افغانانو مال ناموس او نور ملي او معنوي ارزښتونه خو د روس او امریکا د اشغال په دوران کې له خطر سره

مخ ول ځکه تاریخ ګواه دی چې روسانود هند تودو اوبود رسېدلوپه تکل برناحق د ټولونړیوالو موازینوخلاف په دغه ملک کې داسې شرموونکي بشري جنایتونه ترسره کړل چې د نړۍ تاریخونه پرې ګواه دي اشغالګرو روسانوپه مادي ، نظامي اوسیاسي لحاظ په افغانستان کې هېڅ لاس ته راوړنه نه درلوده نو ځکه یې د هند تودو اوبوته د رسېدلو خپله استراتیژي د نړیوالو له پړتکونو سره مخ اوخپل بشري ضد ماهیت یې نړیوالوته په افغانستان کې وروښود ، دا هم نه ده معلومه چې پر افغانستان د تیري تاریخ به یې خپل ملت ته په کومو تیرایستونکوکرښولیکلی وي ؟

امریکا هم د نا معلومو وجوهاتو له مخې دیوې جوړې شوې توطیې له مخې پرافغانستان تیری وکړ چې د تیري په پیل کې روسي واکمنوهغوی ته پیغورهم ورکړ چې له موږ یې زده کړئ ځکه پرته له دې چې کومه لاسته را وړنه ولرو څپلۍ موپه افغانستان کې وشکېدې نو حتمي ده چې ستاسې بوټان به هم په دغه ملک کې زاړه شي ، د تیري په لومړیو دوو دریوکالوکې امریکا په افغانستان کې یوڅه ارامه پاته شوه خووروسته له عام ولس سره په جګړه واوښته ، چې په افغانستان کې ددوی نظامي ماموریت او جګړه د امریکا دتاریخ ترټولواوږده اوخونړی جګړه وه خو نتیجه بیا هم هغه څه وه چې جوبایډن د ۲۰۲۲کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه د خپل هېواد کانګرس ته وویل : [افغانستان د امپراطوریوګورستان دی او هېڅوک نشي کولای چې ددغه ملک په خلکو حکومت وکړي یا هم دوی تریوه چترلاندې متحد کړي نو ځکه موږهم په دغه هېواد کې ماتې وخوړه اوخپل عسکرموترې را ایستل ]

په رښتیا هم چې افغانانود تاریخ په اوږدوکې د خپلومعنوي اوملي ارزښتونوپربنا د هراشغالګرپه وړاندې مجاهدت اومقاومت کړی اوهېڅ تیري کونکي ته یې دا فرصت نه دي ورکړی چې په افغانستان کې خپلو متوقعه موخوته ورسېږي .

نوپه هره نړیواله غونډه اوکنفرانس کې دافغانستان د اسلامي امارت د فعالیتونوپه نفې یادول ناځواني ده ، د زور اوتعذیر نخسې خو ټولې استعمال شوې کومه نتیجه یې ورنکړه اوس د حل ښه او غوره لاره داده چې نړیوال د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني په یوه او بله پلمه خنډونه را پورته نکړي او نه هم د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي ، ښه داده چې له افغانانو سره په اقتصادي سیاسي او فرهنګي برخو کې مرسته وکړي ، په افغانستان کې له اسلامي امارت پرته بل څوک حکومت نشي کولای له مجبورې به وایود باطلواو وارد شویو اډیالوژیو، پیروانو، قومي ډلو ټپلو اشغالګرانوو نشوای کړای په افغانانوحکومت وکړي  ځکه د تنظیمونو تعدد د خپل منځي کورګډیو جګړو سبب شو ، قومي حکومتونه وازمویل شول منفي نتیجه یې ورکړه ، روسي اوامریکایی اشغالګران د خپلو ماموریتود افغانان بیدرغه وینې تویې کړې خو ناکام شول ، نو لازمه ده چې نړیوال افغانستان نورد یوڅه مودې لپاره  په خپل حال پراېږدي ، چې څه کېږي ؟ که دوی بیا هم په افغانستان کې د کومې لاسوهنې تمه لري باید په دې ټکي هم وپو هېږي چې له افغانستان څخه به دې وینو حمام جوړکي خو څه به لاس ورنشي ځکه دلته له واحد اسلامي نظام پرته په نوروپورې  تړلي اوطاغوتي رژیمونه حکومت نشي کولای اونه هم د ملت په خیر او فلاح کوم ګام پورته کولای شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *