اجتماعیمقالات

په اسلام کې د ماشوم حقونه

کوچنیان یا ماشومان د الهي ستر امانت په توګه له مونږ ټولو سره امانت دي. بنأً باید ډیر پام وکړو چې دغه الهي امانت کې الله مه کړه خیانت ونشي، د ماشوم حقونه یو مهم بحث او له مهموموضوعاتو څخه شمېرل کېږي.  له نیکه مرغه چې د اسلام سپېڅلې دین د ژوند پوره نظام په توګه نه یوازې د ماشومانو حقونه یې ترپوښښ لاندې نیولي، بلکې د موضوعه قوانینو څخه یې لازیات د ماشومانو حقونه مطرح کړي او دفاع یې تړینه کړې ده او ډیر مسوولیت یې مور او پلارته متوجه کړی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

(هرماشوم او کوچنی چې مور څخه پیداکېږي په اسلامي فطرت او خدای غوښتنې فطرت دنیاته راځي، دغه ماشوم موحد او خدای پالونکی دی، خو دا مور او پلار دي چې د ماشوم له زیږون څخه وروسته که مسیحي وي نو ماشوم مسیحي کېږي او که یهودي وي ماشوم یې یهودي کېږي او مجوسي وي نو ماشوم دهغه په پل مجوسي کېږي)،« صحیح البخاري، حدیث: ۱۳۸۵»

نو د پلار او مور اغیز په برخلیک کې خورا جدي دی، که چېرې د ماشوم راتلونکی وران شي نو مور او پلار به هم مسوول وي، نو مخکې له دې چې بحث ته داخل شو باید طفل او ماشوم وپیژنو.

د ماشوم پېژندنه:

سره له دې چې د طفل لغت ساده مفهوم معلومېږي او کېدای شي تصور شي چې په عام عرف او ټولنه کې د طفل د معنی بدیهي کېدو له امله د هغه په معنی پوهېدل مهم نه وي، خو باید وویل شي، چې د حقوقي پایلو او ګټې اخیستنې په لحاظ چې لري یې ډیر مهم او د پاملرنې وړ دی، په همدې لحاظ د علماوو او پوهانو ترمنځ د ماشوم کلمې په تعریف او داچې ترکوم پړاو عمره پورې کولای شو چې د ماشوم نوم د بشر په افرادو وکارو او اختلاف شته او د دې فن اکثرو متخصصینو یو خاص عمر د ماشومتوب پړاو لپاره نه دی ټاکلی او یوازې د نښو یادونه یې کړې ده، ترڅو هغه نښې په افرادوکې څرګندې نه شي انسان په ماشومتوب پړاوکې وخت تیروي.

ډاکتر وهبه الزحیلي په (الفقه الاسلامي و ادلته) کتاب کې وایي: ماشومتوب یو پړاو دی چې پر هر انسان را ځي، پیل یې زیږون او پای یې بلوغ حدته رسېدل دي.

هغه څه چې د حقوقو د فقهاوو او علماو څخه لاسته راځې دادي چې کوم ځانګړي عمرباندې توافق نشته او یوازې د ځینو نښو په ښکاره کېدو ویلی شو چې ماشومتوب پړاو پای مومي او کیدای شي د دې خبرې اصلي دلیل چې علماء په یو خاص عمر تاکید نه کوي داوي چې د شرایطو او اوضاعو توپیر اود زمانی غوښتنې په نظر کې نیول وي او ډېر ځله داسې شوي چې په یوه دوره کې ډېر انسانان د رشد، جسمي او فکري حالت ته ورسېږي، نو په بل دور کې، همدارنګه چاپیریال او جغرافیا په دې مسئلې کې د خالت لري، خو د ماشوم حقونو کنوانسیون کې د ۱۸ کلن عمر لاندې ماشوم ته طفل ویل شوي.په اسلام کې د ماشومانو ځینې حقونه:

د والدینو یو شان کېدل: اسلام او سلیم عقل حکم کوي چې جفت باید د ډېرو اړخونو خصوصاً د اعتقاداتو او ایمان له پلوه یو شان وي، پیغمبرصلی الله علیه وسلم مسلمانان، د ناوړه ودونو څخه منع کړي دي، ترڅو کورنۍ د هر ډول ککړتیا څخه پاکه اوسي او ماشوم سوچه رحم او چاپیریال کې وده وکړي.

د والدینو حلاله غذا: د اسلام له نظره لاسته راغلې نطفه باید د حلالې او پاکې غذا څخه وي، ځکه حرامه غذا د ماشوم په راتلونکي برخلیک باندې ناوړه روزنیزې اغیزې لري، په همدې پړاوکې نطفه وروسته بیا پرتمینه معجزه د خلقت ګورو، الله جل جلاله د قرآن کریم آیتونو کې فرمایي: « د المؤمنین سورت: ۱۳- ۱۴ آیتونه» ژباړه: مونږ انسانان د نطفې په بڼه په رحم کې راووست او نطفه مو د مور په رحم کې په علقه(تړلې یوه ټوټه وینه) بیا مو علقه په مضغه(ټوټه غوښه) واړوله او په مضغه کې مو هډوکی راوټوکاوه، او هډوکی مو په غوښې وپوښاوه او پیداموکړ بارک الله پرهغه خدای چې ډیر غوره پیداکوونکی او خالق دی.

د سقط څخه د جنین ساتنې حق: د مور په رحم کې د جنین صحیح ساتنه د مور او پلار په غاړه دی، لکه چې وویل شول د جنین سقط برسیره پردې چې په اسلام کې ګناه ده او دیت لري د وضعي قوانینو له نظره هم حرام دی، ځکه جنین د موردشخصیت څخه بېل شخصیت لري.

د ژوند حق: اسلام د ماشومانو وژل په هره بهانه چې وي منع کړي، دفقر یا دفقر(تهدید) په خاطر یا د کورنۍ د عزت په خاطر وي، فقر او لاس تنګي په هیڅ وجه د ماشوم د قتل لپاره دلیل نشي کېدای، او د اسلام څخه وړاندې دور کې عربانو ماشومان دلاس تنګي له امله وژل، قرآنکریم هغوی د دغه ناوړه عمل څخه منع کړل، الله (ج) د اسرا مبارک سورت په یو دیرشم آیت کې فرمایي: خپل اولاد د لوږې له بیرې مه وژنئ مونږ هغوی او تاسوته روزي ورکوو.

عقیقه: په اسلام کې یو حسنه سنت د ماشوم او نوی زیږیدلي لپاره پسه حلالول دي، د عقیقې په نوم او دبلا دفع د ماشوم څخه، په روایت کې نقل شوي:( کل مولود مرتهن بعقیقه) « د سنن آبي داود، حدیث: ۳۱۶۵» یعنې: عقیقه ماشوم د ډول ډول بلاګانو څخه ساتي اویادشوی حدیث په ځینو سرچینوکې د( کل غلام مرتهن بعقیقه) عبارت سره ذکرشوی دی.

« د سنن آبي داود، حدیث: ۳۱۶۵» سمره د پیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، هرمولود دخپلې عقیقې په ګاڼه کې دی، د زوکړې په اوومه ورځ یې حلالېږي بیا نوم ایښودنه او حلق ترسره کېږي، همداشان په بل حدیث کې راغلي دی: په بل احادیثو کې راغلي دي: چې معنا له نظره ټول یوشان دي، عقیقه یو موکد سنت دی، هغه کسان چې مالي وس نه لري نو کله یې چې وس پیداکړعقیقه دې وکړي او که هیڅکله یې عقیقه ونکړای شوه نو پروا نه لري. دعقیقې په سنتوالي کې د نجلۍ، هلک، لومړي، دوهم او نورو کې توپیر نشته، په عین حال کې عقیقه یو ډول شکر او مننه کول دي د الله جل جلاله څخه چې د اولاد څښتن شو، داسې نعمت چې د دنیا په نعمتونو کې سیال نه لري.

پاتی لري

شاه محمود درویش

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *