اسلامیمقالات

د رمضان په میاشت کې د روژتي نفس اوبدن دواړه تزکیه اوتصفیه کېږي

له شکه وتلې خبره ده چې د روژې مبارکه میاشت دعبادتونواوبرکتونومیاشت ده ، په نوروښیګڼو برسیره په دې میاشت کې دمسلمان نفس اوبدن دواړه تزکیه اوتصفیه کيږي ځکه په دې میاشت کې دروژتي معنویات د اذکارو اوتسبیح په واسطه په روحاني ډول تزکیه اود ورځې له پلوه د ډوډۍ او نورو خوراکي توکوپه نه خوړولوسره د هاضمې جهاز له هغه مضرومیکروبونوڅخه چې په معده کې موجود وي اوله لوږې پرته په بل شي نه مري ، تصفیه کيږي چې په نتیجه کې د روژتی روغتیا تامینیږي اوهمدارنګه په طبي لحاظ هم معده د یوڅه وخت لپاره استراحت ته ضرورت لري چې د معدې داستراحت ښه وخت همدا د روژې میاشت ده ٬لکه دمخه چې وویل شول په دې میاشت کې نفس په روحاني ډول تزکیه اوبدن په فزیکي ډول تصفیه کيږي نود هغه چا نفس چې د روژې د مبارکې میاشتې په برکت تزکیه شوي وي د الهي قرب سبب کيږي او کله چې نفس تزکیه شونود روژتي په اراده اونیت کې مثبت بدلون راځي چې دا بدلون د هغه داعمالو کنترول سبب کېږي اوروژه تی په مستقیمه اوسمه لاره برابروی اوکله چې یوڅوک د الله ج په لاره برابر روان شول اود الله په احکامویې عمل وکړیوبشپړمومن او سالم مسلمان ترې جوړیږي نوکه چیرې دغه کس بډای اوسوداګروي لکه څنګه چې لازم وي د الله حق به هم ادا کوي ، له بده مرغه چې یو شمېرسوداګران د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د خوراکي توکو بیې لوړوي چې داسوداګرد هغه کسانوپه ډله کې راځي چې روژې مبارکې یې د نفس په تزکیه اغیزنه وي کړی اوپه روژه اوبوزه دواړوکې د مادیاتوپه لټه کې وي ، روژه د عدالت سخاوت اونیکیومیاشت ده په دې میاشت د الله پاک دوستان له خپل مال نه ذکات ورکوي څومال یې حلال شي اوهغه څوک چې سوداګري کوي په دغه میاشت کې دخپلوتوکو بیې په تعادل کې ساتي چې دا امرمنل ، د الله پاک د رضایت سبب کيږي خوهغه سوداګرچې په دې میاشت کې په دې نیت چې ترنورو وختونو ډیره ګټه وکړي ٬ د خپلو توکو بیې لوړوي ، نودا ګټه نه ! بلکې هغه ضرردی چې په معنوي لحاظ یې خپل ځانته تکیه کړی ځکه په شریعت کې اجازه نه ده ورکړل شوې ، د الله پاک خزانې تل ډکې وي او دهغه لارې خپل بنده ته رزق رسوي چې دده ورپام هم نه وي ، که څوک د خپل سوداګریزو توکود بیوپه تعادل کې د الله پاک د خوښی لپاره انصاف وکړي نو الله پاک به دهغه په هستی کې برکت واچوي او دهغه لارې به ده ته رزق ورکوي چې دده ورپام نه وي او که چیرې د ګټې په منظور بیې لوړې کړي نود هستۍ اخیستل یې هم داسې ناڅاپه دي چې دی هېڅ پرې پوه نشي ځکه الله پاک قادردی چې له افلاس او ورشکستګی سره یې مخ کړي .د ګټې په منظورد بیوبې ځایه لوړوالي ددې سبب کېږي چې په روژتیانو قیودات راشي او هغه مسلمان چې ګرده ورځ یې روژه نیولې وي او ماښام د الله په نعمتونو د بیو د لوړوالي له امله ونه توانېږي نووای د هغه سوداګرپه حال چې بیې یې لوړې کړې دي .

واقعي مسلمان تل هڅه کوي چې په روژتیانو له خپل مال نه روژه افطار کړي او دا د ځان لپاره ثواب بولي، خووای د هغه چا په حال چې د بیو د لوړوالي له امله یې په توکو څوک روزه نشي افطار کولای او دی بیا له سهاره تر ماښام پورې روژه هم نیسي خو په دې نه پوهېږي چې څه یې له لاسه ترسره شوي دي .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن