اجتماعی

د مارچ يو ويشتمه

د ۲۰۱۲ زېږديز کال د نومبر ۲۸ مه نيټه وه چې د ملګرو ملتونو سازمان د مارچ ۲۱ مه نېټه د ځنګلونو نړيواله ورځ ونوموله چې له هغې ورځې راهيسې دا ورځ هر کال د دنيا په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي او نمانځونکي يې هر کال نوي پيغامونه او فعاليتونه لري چې تر يو حده اغېزمن هم دي.

ځنګلونو د نړۍ د وچې نږدې درېيمه برخه پوښلې او د معلوماتو له مخې دوه سوه کاله پخوا يې اندازه د اوسنۍ هغې په پرتله دوه چنده زياته وه خو د انساني فعاليتونو او طبيعي ناورينونو له سببه يې لويه برخه له نابودي سره مخامخ شوه چې دا لړۍ لا هم دوام لري. د ځنګلي زېرمو د ويجاړتيا طبيعي عوامل اورلګېدنې، وچکالۍ، ناروغۍ، افتونه او نور دي خو د انساني هغو په سر کې کرنيز فعاليتونه راځي چې په طبيعت د انسان د يرغل يا رام کېدو لومړۍ مرحله ترې پيلېږي.

د ځنګلونو د نړيوالې ورځې په مناسبت رضاکاران د نيالګيو اېښودو حشرونه کوي، خلکو ته د طبيعت ساتنې پيغامونه ورکوي، د ځنګل اهميت تشريح کوي، د ژوند د سالم چاپېريال او ځنګل د ګټو په باره کې بنرونه چاپوي، په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې ګټور او بيدارونکي تصويرونه او خبرې وړاندې کوي چې دا هر څه د ځنګلي زېرمو د ساتنې، پالنې او مديريت په برخه کې د ارزښت وړ دي.

افغانستان چې د نړۍ په کچه د کمو ځنګلي ساحو درلودونکی هيواد دی، لازمه ده چې هيوادوال د ځنګلونو نړيواله ورځ په ښه توګه ونمانځي او تعقيبي کړنې هم هېرې نشي ځکه ونې يوازې په کېنولو باندې نه رسېږي بلکې په کار ده چې په دوامداره توګه ورته پام وشي.

د طبيعت د ساتنې لپاره يوازې د ونو کېنول لازمي نه دي بلکې د شته ونو ساتنه هم مهمه ده، څېړنو ښودلې ده چې د نړۍ په کچه هر کال ۱۰۰ ميلیونه ونې وهل کېږي او افغانستان هم له هغو هيوادونو دی چې ځايي خلک پکې د ځنګلي ونو له وهلو لاس نه اخلي نو ښه دا ده چې د دې ورځې په مناسبت د ځنګلي ونو د وهلو د مخنيوي په خاطر مناسب پيغامونه خپاره شي.

ملګرو ملتونو د ځنګلونو سږنۍ نړيوالې ورځې ته د ځنګلونو او نوښت(Forests and innovation) سرليک ورکړی خو موږ بايد حد اقل دا نوښت وکړو چې په آئينده کې حد اقل طبيعي ويجاړتيا رامنځته نه کړو، د شته طبيعي ځنګلونو ساتنه په ښه توګه وکړو او خپل طبيعت او چاپېريال ته خپله متوجه شو چې راتلونکي نسلونه مو له ستونزو او ننګونو سره مخامخ نشي. د نړۍ د شته ځنګلونو په اړه ويل کېږي چې يوازې ۷ سلنه يې مصنوعي او پاتې نور يې ټول طبيعي ځنګلونه دي او افغانستان هم نږدې ۵ سلنه مصنوعي ځنګلونه لري، د دې مطلب دا شو چې په افغانستان کې هم تر يو حده ځنګلکاري شوېده خو دا بسنه نه کوي، بل لوری دلته لويه ستونزه دا ده چې په ځنګلي زېرمو د ځايي خلکو د استفادې فشار خورا لوړ دی يعنې په کومه کچه چې ونې وهل کېږي، په هغه کچه نيالګي نه کېنول کېږي او که کېنول کېږي هم؛ پالنه يې په ښه توګه نه کېږي.

« راځئ! په اتفاق سره نړۍ وژغورو!» دا د ځنګلونو د نړيوالې ورځې په مناسبت پيغام دی خو نړۍ هغه مهال ژغورل کېدی شي چې فرد فرد يې د ژغورنې فکر وکړي. زموږ چې خپل کور سپېره دی نو ښه دا ده چې لومړی خپل کور زرغون کړو او د کورونو زرغونتيا به مو د هيواد د زرغونتيا سبب شي چې دا به مو په نړۍ کې د ښه فرهنګ او تهذيب ښکارندويي هم وکولی شي.

اسماعيل لاروی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *