امنيتي سرچينو په پلازمېنه کابل ښار کې په زياته اندازه د ټابليټ k ګوليو د نيول کېدو خبر ورکړی دی. د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت منسوبينو په کابل ښار کې ۱۱ زره ټابليټ k ګولۍ نيولې دي. د سرچينې په خبره دغه اندازه ټابليټ k د يو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې د ښار اړوند د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نيول شوې دي. په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن