اقتصادیمقالات

د پروژو پرپلې کېدو دهیوادوالو خوښی

حیا ت الله حلیم

پخوا، به چې دکابل په ښار، یا دهېوادپه نوروښارونوکې له پلان سره سمه کومه انکشافي پروژه پیل کېده یوازې یوه سیاسي متنفذکولای شول چې دهغه شخصي ګټوته دضرر،سولوپه پلمه د پروژې مخنیوی وشي اومخه یې ډب شي یا په اصتلاح دغه کسانوبه ډېره آسانۍ سره ملي ګټې له خپلوشخصي ګټوقرباني کولې ځکه نودولت نشوای کولای چې عام المنفعه پراختیایی اوپرمختیایی پروژې دهېوادپه مرکزاو ولایتونوکې په خلاصومټوتطبیق کړي ، دغه زورواکانو، نه یوازې دکابل په ښاربلکې دهېواد دولایتونوپه مرکزونو کې یې هم دسردارمحمد داودخان دمترقي پلانونود تطبیق مخنیوی کاوه آن تردې چې د شهید سردارمحمد دادخان یوه پروژه هم دتېرجمهوریت په وخت کې تطبیق نشوه ، دا ستونزه به پرځای پرېږدو، دغه مزاحموکړیو، هغه مځکې چې د محمد داودخان په انکشافي پلان کې دعام المنفعه پروژود تطبیق لپاره تخصیص شوې وې هم غصب کړې ، زورآبادونه او نورې لوړې ودانۍ یې پکې جوړکړې ، له نیکه مرغه چې اوس دهېواد په مرکزاو ولایتونوکې غصب شوې مځکې را ګرځول کېږي هغه چې په انکشافي پلان کې شاملې پروژې پرې شوې اوهغه چې غصب شوې وې خو تصرف پرې نه و شوې ددولتي املاکوزمرې ته شاملېږي.

زموږ خبره د کابل په ښارکې په دریوهغه سړکونو را تکیه ده چې د ترافیکي ازدهام د کموالي اودکابل  ښارد ښکلا لپاره د ثورد میاشتې په اتمه نېټه دریاست الوزارآ ، داقتصادي مرستیال ښاغلي ملاعبد لغني برادرپه ذریعه په داسې حال کې چې د کابل ښاروال رییس ښاغلی عبد الرشید اوساختماني معین عامرزمرک یاسرهم حاضرو ، پرانیسته وشوه ، د رسنیوله لارې ددې پروژو پیل د ټولوهېوادوالود خوښۍ اوخوشحالۍ سبب وګرځېدې ځکه دا هم د پرمختګ اودترافیکي ګڼې ګونې د کموالي اودښاري ښکلا په لوریوبل رغنده او حیاتي ګام وچې د اسلامي امارت لخوا پورته شو.

له دغه دریوسړکونو، یویې د خیرخانې کوتل ددویم فازسړک دی چې د هېواد د ۱۴ شمالي ولایتونو لاره د کابل ښار ته پرې منتهي کېږي او دغه د خیرخانې کوتل له سړک نه پیل اود بوستان ترسړک پورې د ۲۵۲۰متره اوږدوالۍ او۶۰ متره پلنوالی غځېږي اودجوړولوچارې د۳۶۴ ملیونوپه لګښت په ۲۰ میاشتو په اوږدوکې بشپړېږي یاد سړک به د عبورمروردوې عمومي لیکې اوله ګلدان ، ویالواوپیادرو سره مل به دوه نورفرعي سړکونه هم ولري ، ددیزاین له مخې دا سړک په لومړي درجه سړکونو کې راځي ددغه سړک جوړل په دې خاطرلوړاهمیت لري چې دترافیکوهغه ازدهام چې له دې د مخه په ۱۲ متره سړک د تحمل وړ نه وکنترول اوترافیکي پېښې به پرې کمې شي ځکه پلنوالی به یې اوس  ۶۰مترو ته ورسېږي .

دویمه بیا له هوایي ډګرڅخه ترګمرګ پورې دغځېدلي سړک پروژه ده چې ۲۷۹۴ متره په اوږوالی او ۶۰ متره پلنوالي له دوونوروسړکونونسبتا اوږد سړک دی چې چارې به یې د۴۰۷ ملیونو افغانیوپه لګښت په شلومیاشتوکې بشپړېږي چې د درېیو واړوپروژومجموعي لګښت نهه نیم ملیونه افغانیوته رسېږي ددغه سړک له لارې به دهوایي دهلیزونواو کارګوله لارې وارداتي توکي په آسانه طریقه ګمرک ته انتقالېږي

اودرېیمه د قصبې سړک دی چې د شهید له څلورلارې پیل اوترقصبې پورې د ۱۸۹۰ متروپه اوږدوالي او۴۵ متره پلنوالي د ۱۷۵ملیونه افغانیوپه لګښت د یوه کال په اوږدوکې به یې دجوړولوچارې بشپړېږي ، پاته دې نه وي چې ددې دریو واړوانکشافي پروژومالي تمویل به دکابل ښاروالۍ له پراختیایی بودیجې نه ورکول کېږي .

معیاري اوله کیفیت نه برخمن سړکونه د یوه هېواد یا یوه ښارپه وجود کې دانسان په بدن کې د رګونو هیثیت لري ځکه په رګونوکې وینه بدن ته ویشل کېږي اوپه سړکونودبشرمایتاج له یوې سیمې بلې ته انتقالېږي همدا اوس د اسلامي امارت لخوا د هېواد په مرکزاو ولایتونوکې همدارنګه د ولایتونواتصالي لیکوته زیاته پاملرنه شوې ده ځکه ترټولو، لوی خدمت د اتصالي سړکونوجوړول او رغول دي ، د کابل په ښارکې د میرویس میدان اوښارد سړک جوړول د هېواد د پرمختګ په تاریخ کې بې مثاله دي همدارنګه برچي ته د نیازبیک له لارې د سړک غځونه هم هغه اقدام دی چې د کابل ښاریانود خوشحالۍ سبب شوې دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *