اجتماعیمقالات

د پخواني شوروي پوځ او دموکراتيک حکومت په پرزولو‌کې د مجاهدينو او ولس قربانۍ د وياړ وړدي

نوري

واک پرته له جګړې مجاهدينو ته وسپارل شو.د هېواد په دننه کې او هغو افغانانو،چې د مهاجرت ژوند تېراوه د مجاهدينو له برياليتوب څخه ډېرخوشحاله او خپل ملاتړيې وښود.افغانان د ۱۴ کاله جګړو،قربانيو،ناخوالو او د مهاجرت له ژوند څخه ستړي شوي وو.څرنګه،چې پخوانی حکومت د مجاهدينو له خوا ترمحاصرې لاندې وډېرې سوداګريزې لاري يې پرې تړلې وې،خلک هم په ښارونو کې له بېوزلۍ او لوږې سره مخ وو،خو د مجاهدينو په برياليتوب سره ټولې لارې خوشې شوې هماغه وو،چې کابل او نورو ښارونو ته د خوراکي او غيرخوراکي موادو بارکاروانونو تګ اوراتګ شپه اوورځ پيل شول.په لنډه موده کې د خوراکي موادو بيې په بې ساري توګه ولوېدې.هغه وخت د ډالربيه ۱۸ افغانۍ ته راټيټه شوه.افغانانو،چې مرګونه،لوږې او ناخوالې ترپزې رسولي وو،دمجاهدينو له نوي حکومت څخه خپل ملاتړوښود.د۱۳۵۷ لمريز کال تر۱۳۵۸ کال پورې،چې د نورمحمد ترکي او حفيظ الله امين د واکمنۍ موده وه،په لسهاوو زره ولسي خلک اومجاهدين شهيدان او بنديان شول.خوکله،چې په کال۱۳۵۸ کې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ ځواکونه د پرچم ګوند مشرببرک کارمل سره مل هېوادته داخل شول،د افغانستان خپلواکي له منځه يوړل شوه،د مجاهدينو،د ببرک کارمل د حکومت ځواکونو او د پخواني شوروي اتحاد دځواکونو ترمنځ ډېرې خونړۍ جګړي وشوې اوتر۱۳۶۷لمريز کال پورې يې دوام وکړ په پايله کې د شوروي ځواکونو ۱۵ زره سرتېرې مړه او همدارنګه تر۳۰ زره کسانو پورې تپيان شول، له ماتې خوړلو وروسته له افغانستانه ووتل،خو د ډاکترنجيب حکومت تر۱۳۷۱ لمريزکال پورې په واک کې پاتې شو.د۱۴ کلونو جګړو په موده کې د احصائيې له مخې يونيم ميليونه افغانان شهيدان او په سلهاوو زره معلول شول.له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په وتلو سره بياهم د مجاهدينو او د نجيب د حکومت دځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې پېښې شوې.د غويي په ۸ مه واک مجاهدينو ته وسپارل شو.له ياد نيټې وروسته د افغانستان په تاريخ کې يو نوی باب پرانستل شو.له بده مرغه ،چې د مجاهدينو په منځ کې ځان ځاني او ځان غوښتنې خويونه پيداشول،چې دغه کار وروورو خپل منځي جګړو ته لاره هواره کړه،چې دغو جګړو کابو ۵ کاله دوام وکړ،ډېرځاني اومالي زيانونه کابل ښاريانواو نورواوسېدونکو ته واړول شول او دهېواد اقتصادي،فرهنګي اوتخنيکي بڼسټونه له منځه لاړل. مجاهدين،چې د ولس له ملاتړڅخه برخمن وو د خپل منځيو جګړو له امله د ولس ملاتړ ورسره لږ شو.هماغه وو،چې افغانان بېرته د لوږې او بېوزلۍ سره مخ شول.ځان ځاني،ځان غوښتنه،ژبني او سمتي اختلافات، د خلکو په منځ کې بې باورۍ او بدبينۍ  وزېږوې اوبېرته جګړې ته لاره هواره شوه.که چېرې د جګړې پرځاي د مجاهدينو په منځ کې همغږي،يو دبل زغمل،ورورولي او د همکارۍ روحيه پياوړې شوې وای، هېڅکله به جګړه نه وه پېښه شوې.وران او ويجاړ افغانستان به د نړېوالې ټولنې،اسلامي هېوادونو اونورو ټولنو په مرسته په ښه توګه رغول شوی وای،خوله بده مرغه هېواد په بل سياسي او اقتصادي کړکېچ اوبحران کې ټېل وهل شو.د افغانستان په معاصرتاريخ کې د افغان ولس او مجاهدينو سرښندنې،قربانۍ،منډې او هسکې ژورې،چې ګاللي ثبت دي،هېڅوک ترې انکارنه شي کولی،خو دمجاهدينو ترمنځ خپل منځي جګړې ولس غندلي دي.دايو انکارنه منونکی حقيقت دی،چې خلک ترې سترګې نه شي پټولی.اوس،چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شوی دی،  ژبنيو او سمتي اختلافونوته يې د پای ټکی اېښی دی.له پخوانيو ترخو تجربو بايدپند واخلو او پرې نږدو،چې يوځل بيا زموږ هېواد د پرديو هېوادونو د موخو ښکارشي.له بل هروخته اوس زموږ خلک د خپل هېواد بيارغاونې،د شرايطو ښه کېدا،ورورولۍ،همغږۍاو پيوستون غوښتونکي دي.دغې لوړې موخې ته د رسېدو لپاره رسنۍ او مطبوعات بايد دعامه پوهاوي لړۍ وساتي،چې زموږ د ټيټې سطحې فرهنګ او سواد لرونکي هېوادوال خپلو هېوادنيو او ديني مسؤليتونو ته ځيرشي.په دې توګه به د امارت اوخلکو ترمنځ واټن کم شي او په اوږدمهال کې به له منځه يوړل شي.موږ به د هوسا اوپرمختللي اونېکمرغه ژوند څښتن شو او د نورو پرمختللو هېوادونو د وګړو په څېربه د غرور او سرلوړۍ احساس وکړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *