تبصره

په لارو کې کثافات مه غورځوئ!  

کثافات د کثافت جمع ده په لغت کې ناپاکۍ، نجاست، ګناه او د فسق په معنا ده.

په اصطلاح کې هر هغه څه ته شاملیږي چې، د انسان د اذیت لامل ګرځي او د سالم انساني طبیعت خلاف وي.

په لارو او کوڅو کې کثافات غورځول د اسلامي خلوقو او ټولنیزو نزاکاتو مخالف عمل دی خو برعکس له لارو څخه کثافات پورته کول ټولنیز نزاکت او صدقه ده؛

د اخلاقیاتو نمونه حضرت نبي کریم[صلی الله علیه وسلم] فرمایي:

ژباړه: له لارو او کوڅو څخه د کثافاتو او نورو ځورونکو څیزونو لرې کول صدقه ده.(رواه مسلم)).

ناپاک او له کثافاتو ډک چاپېریال ذهن ناپاکوي او د ښه تفکر مخنیوی کوي، خو طهارت/پاکوالی مو د ذهن او فکر په پاک ساتلو کې رغنده رول لري.

پاک/نظیف انسان او پاکه ټولنه د لایزال خدای (جل جلاله) هم خوښیږي، الله ج په خپل کتاب قرآن حکیم کې فرمایي:

ژباړه: الله جل جلاله توبه ایستونکي خوښوي او د پاکوالي او نظافت ساتونکي خوښوي. البقره:۲۲۲]

همدارنګه؛ پاکوالی او له لارو څخه کثافت لرې کول د ایمان یوه برخه هم ده، حدیث کې راځي نبي کریم ص فرمایلي:

ژباړه: ایمان څو اویا ښاخونه لري چې تر ټولو لوړ ښاخ یې لااله الله ویل دي او تر ټولو ټیټ ښاخ یې له لارې څخه د کثافاتو او د خلکو ځورونکو څیزونو لرې کول دي.

باوجود د دې ټولو خبرو چې، الله (ج) پاک انسانان او پاکي خوښي، پاکوالی د ایمان یوه برخه ده، ناپاک/ککړ چاپېریال اذهان او افکار ککړوي، په لاره کثافت غورځول یو غیرِ اخلاقي او غیرِ ټولنیز کار دی بیا هم مونږ ډېری خلک په خپلو سترګو ګورو چې، له خپلو کورونو، دوکانونو او فابریکو څخه کثافات راوباسي، لکه د غله په څېر خپل ښي او کیڼ لوري ته ګوري(چې څوک خو به مې نه وینې) او کثافات په لاره غورځوي.

لکه څرنګه مو چې په پورته تعریف کې ولوستل کثافت یواځې د کور، دوکان او… له خځلو څخه عبارت نه دی، بلکې هر هغه څیز چې د یو سالم انسان پر طبیعت ښه نه لګي له کثافت څخه عبارت دی، چې په دې ځای کې د [خولې لاړې، او سیګرټ] هم په کثافاتو کې داخلیږي، ځکه زمونږ په ډېری وګړو د نورو انسانانو لاړې/ناړې او سیګرټ څکول، هم ښه نه لګي له همدې امله باید د خپلې خولې لاړې/ناړې هم په هر ځای کې توف نه کړو/وانه چوو او نه په هر ځای کې سیګرټ وڅښو. دا نزاکت نه باید بابیزه وګڼل شي، په دې کار سره یواځې یو انسان ته اذیت نه رسیږي بلکې پرېښتې/ملایکې هم ترې ځوریږي، په حدیث شریف کې راځي:

ژباړه: د ملایکو هم له هغه څه څخه بد کیږي، چې د انسانانو ترې بد کیږي. «مسلم»

خلاصه دا چې؛

په لارو/کوڅو کې له کثافت غورځولو او په کُل کې په ټولنیز ژوند کې له هر هغه څه ځانونه وساتئ، چې د نورو د اذیت لامل ګرځي، ژوند به مو له خوښیو ډک شي او روحي سکون به ومومئ.

سره له دې چې په لاره کثافت غورځول یو غیرِ اسلامي کار دی، یو اړین ټولنیز نزاکت هم دی، هیله ده په پام کې یې ونیسئ.

آزمون

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *