افغانستان

په خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسئولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.

د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسئولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسئولین د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغو سیالیو پایلوبې ته د نبي ورغه کلي او د لټکو شاهین لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې د نبي ورغه کلي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۴- ۳ په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

‏ په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي مسئولینو له لوري کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *