اجتماعیمقالات

کاسا ۱۰۰۰په اقتصادي او سیاسي لحاظ د پرمختګ په لور یو بل سترګام  

په ننني عصرکې برېښنا د بشرترتولولوړاومهم احتیاج اوپه ضمن کې تقاضا ده ، ځکه د بشرژوند اوس د تمدن اوتکنالوژۍ په داسې معیارنوعیارشوی چې برېښنا یې د ژوند اصلي اواساسي جزګرځېدلې ده ، د برېښنا تولید په مختلفوطریقوترسره کېږي چې نه یوازې د اوبو، بلکې اتومي انرژۍ هم برېښنا تولیدوي د نفتوپه ذریعه څرخېدونکي جنراتورونه د برېښنا د تولید دوهمه منبع ګڼل کېدای شي ، لمریزه برېښنا درېیمه وسیله ده چې اوس دکورنیود تنویرلپاره د پرمختګ په حال کې ده ، خودبرېښنا ترټولوډاډمنه تولیدي او معیاري ذریعه بیا اوبه دي ، ځکه داوبو د انرژۍ په ذریعه دتولید شوې برېښنا کیفیت لوړ، د مقدار اندازه یې پرېمانه اوترټولوقوي اوستندردبرېښنا وي ، نوځکه مستهلکین دبرېښنا د پورته ټولوتولیدي انواعوپه قطارکې داوبود انرژۍ په ذریعه تولید شوی برېښنا ته ترجیح ورکوي ، همدا وجه ده چې نن سبا د نړۍ د زیاتره هېوادونوترمنځ برېښنا د یوه لوی سوداګریزاهمیت په توګه مطرح شوې اوله یوه هېوادنه بل ته د غول پیکر، وسپنیزوستنیوپه اوږده مسلسل کې صادرېږي او واردېږي .

زموږ خبره د کاسا ۱۰۰۰ دسوداګریزې پروژې د اهمیت په اړه ده چې د راتلونکي ۱۴۰۳ کال د غویي په میاشت کې به د افغانستان اوتاجکستان له لارې پاکستان ته د قرغیزستان د برېښنا د لېږد چارې د نړیوال بانګ په مالي تمویل سره پیلېږي او د ۱۴۰۴ کال په آخرکې به دا پروژه بشپړه اوسرته به رسېږي چې دا د افغانستان دسیاسي اواقتصادي پرمختګ په لوري یوبل سترګام ګڼل کېدای شي ، پاته دې نه وي چې ددې پروژې دتطبیق کارونه د ځینو ملحوضاتوپربنا دکلونوراهېسې ځنډېدلي ول  خودادي یوځل بیا دروان ۱۳۰۲ کال د حوت په میاشت کې د ترکیې هېواد داستانبول په ښارکې دیوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې ذیدخلې خواوې سره سلا اود تطبیق په چارو یې هوکړې ته رسېدلې دي.

د برېښنا د لېږد دا پروژه به له تاجکستان څخه افغانستان ته دآموسیند لپاسه په کندوزکې دشیرخان بندرته په را پوریوتوسره د کندوز، بغلان ، پنجشیر ، کاپیسا ، لغمان اودننگرهارله شپږو ولایتونواو ۲۳ ولسوالیوڅخه د افغانستان په خاوره کې د ۵۸۰  کیلومتره په امتداد تېرېږي اوپه تورخم کې به د پاکستان په لورتېريږي چې لگښت یې په افغانستان کې   ۲۲۵ ملیونه ډالره اتکل شوی دی اود نړیوال بانگ لخوا به ورکول کېږي .

ترټولومهم داچې ددې پروژې په تطبیق سره به افغانستان د سیمې دهېوادونوترمنځ د اتصال په یوه مهم او ترانزیتي مزي وتړل شي له بل پلوه ددې پروژې په تطبیق سره به په سیاسي لحاظ  د افغانستان امنیت لا پسې تضمین اوتامین شي ځکه هېڅوک به ، نه خپل ، اونه هم پردي ، زموږ په خاوره کې له خپلو منافعو سره جنګېږي ، ددې ترڅنګ څومره به په ځای خبره وي چې د نړۍ ټول هېوادونه یوبل ته لاسونه سره ورکړي اود ناسالم جگړه ییز اوتوطیه جوړونکي سیاست په ځای د سالمواقتصادي سیالیوپه لورمخه کړي، د کاسا ۱۰۰۰پروژه به د تنویرپه لحاظ د پاکستان تیارې رڼا اولازمې آسانتیاوې به ورته رامنځته کړي  اوهمدارنگه تاجکستان اوافغانستان ته به د حق العبوردوامداره عایداتي منبع ګرځېدلې وي نوځکه د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغیزستان ، تاجکستان ، افغانستان اوپاکستان د برېښنا د تولید ، لېږد او استعمال گډه پروژه وي چې ټولوته به یې نفع رسېږي ، په افغاني خاوره کې دافغانستان برېښنا شرکت هم ددې پروژې په تطبیق کې خپله بشپړه آمادګي اومرسته اعلان کړې ده .

افغانستان د خپل جغرافیایی موقیعت له لحاظه د نړۍ په یوه داسې ستراتیژیک موقیعت کې قرار لري چې د پاکستان لوی فیلسوف علامه اقبال لاهوري دغه هېواد د آسیایی هېوادونوزړه ښودلی دی د هغه دا پخوانی  په ځای تحلیل اوس په ثبوت رسېږي چې نه یوازې د کاسا ۱۰۰۰بلکې په سوداګریزلحاظ  دمنځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره افغانستان دیوډاډمن څلورلاری په توګه د اهمیت وړدی خوپه شرط چې آرام پرېښودل شي ځکه دنړۍ حریص هېوادونه تل زیارباسي چې افغانستان د خپل اشغال په جال کې را ولي خو له دې ناخبره چې دا هېواد یې بیا په ګورستان هم اوښتی وي اوپه ټیټو اوشرمنده سترګو ډومبک ورپورې تړلې بیا خپلوملکونوته پښې سپکوي لازمه داده چې د نړۍ اوخصوصا د سیمې هېوادونه افغانستان ته د اقتصاد له زاویې نظروکړي ، نه دې جغرافیا ته د اشغال دسترګوله کنجو!

که چېرې په افغانستان کې ډاډمن امنیت تامین وي د سیمې هېوادونه د کاسا ۱۰۰۰د پروژې په شان کولای شي دافغانستان له جغرافیا څخه دنړیوال سوداګریز قانون په چوکات کې د منځنۍ آسیا له هېوادونوسره په اتصال پراخه سوداګریزې اړیکې ولري ځکه هرهېواد د خپل ملي اقتصاد د تقویې لپاره سوداګرۍ ته اړتیا لري.

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *