سیاسی

نړيوال دې په واقعيتونو سترګې نه پټوي

دمنلو ده چې دتېرکال په اوږدوکې دلاس ته راوړنو ترڅنګ يولړ اقتصادي ستونزو هم شتون درلود.

متین
دمنلو ده چې دتېرکال په اوږدوکې دلاس ته راوړنو ترڅنګ يولړ اقتصادي ستونزو هم شتون درلود. خوپه ټوله کې ويلي شو چې دستونزو په پرتله لاس ته راوړنې زياتې وي ځکه دنړي ديوشمير بدنيته اشغالګرو هېوادو ناوړه هڅې او بنديزونه ددې لامل شول چې دهېوادوالو په اقتصادي ژوند کې ستونزي رامنځ ته کړي خو هېوادوال چې د اشغالګرو دتالي څټو له ظلمونو او فساد څخه ترپزې راغلي و دنړيوالو مافيايي کړيو هر ډول اقتصادي بنديزونو په وړاندې خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او د اسلامي امارت سره دملاتړ ترڅنګ په اقتصادي بيارغاونه کې يې دمرستې لاس راوغزاوه اوس دخداي(ج) په فضل او د اسلامي امارت دهلوځلو له امله د اقتصادي پياوړتيا له پاره لار هواره شوي او دهري ورځې په تيريدو سره په اقتصادي بهيرکې بدلون ترسترګو کيږي.
اشغالګر چې د اسلامي امارت په وړاندي دهر ډول ستونزو په لټون بوخت دي اوس حيران دي چې د دومره اقتصادي بنديزونو او فشارونو سره سره اسلامي امارت په اقتصادي چاروکې دتيرو فسادو رژيمونو په پرتله برلاسي دي ځکه چې په دولتي مالي سيستم کې روڼتوب رامنځ ته شوی او دعوايدو کچه لوړه شوي ده.
تمه ده چې په راتلونکي کې به په نورو لاس ته راوړنو برلاسي پيدا شي. همدا اوس دسيمې په کچه يوشمېر هېوادونه دستراتيژيکو او بنيادي پروژو له پاره د اسلامي امارت سره يولړ موافقه ليکونه امضا کړي کيداي شي چې دپيل کيدو چاري يې ژر تر ژره عملي شي.
دويلو ده چې دتير کال وروستي ورځې پاي ته رسيدونکي دي بايد اسلامي امارت دنوي کال د رارسيدو له امله په مالي بودجه کې هغه لومړيتوبونه په پام کې ونيسي کوم چې اړين او زموږ د اقتصادي عوايدو سره سمون وخوري. باوري يو چې د اسلامي امارت مسؤلين به په نړيواله کچه دپانګه والو له پاره داسې شرايط برابر کړي چې ديوې خوا زموږ دملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره سمون ولري او دبلي خوا به دهېواد په پرمختګ کې عملی لاس ته راوړنی ترلاسه شې اوس په هېواد کې دسراسري امنيت د رامنځ ته کېدو له کبله دسيمو دهېوادو سره دسوداګري له پاره د راکړي ورکړي لار هواره شوي هرڅوک کولي شي چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي او دهېواد داقتصادي بهير په پياوړتيا کې خپله هېوادني دنده ترسره کړي. اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکې دسوداګرو سره په ليدو کتو کې ډاډګيرنه ورکړي چې دهر ډول سوداګرييزو ستونزو په هواري کې به دمرستې څخه دريغ ونه کړي او دی ته به لارهواره شي چې دپانګوني بهير لاپسې پراختيا ومومي.
همدا اوس دکانونو دعوايدو کچه لوړه شوي او دکاني زيرمو د رايستلو له پاره مناسبي هڅې رواني دي.
باوري يو چې په کور دننه به زيرمي را وسپړل شي چې دهېواد د اقتصادي پياوړتيا له پاره ستراتيژيک ارزښت لري. روسيه، ايران او پاکستان سره څلور اړخيزي ناستی وښوده چې دسيمی هېوادونه هم د اسلامی امارت سره د اقتصادی اړيکو دټينګښت له پاره خپله ليوالتيا ښودلي هيله ده چې پرته له سياسي موخو دترلاسه کولو څخه اقتصادي برخې ته په بې پري توګه عملي بڼه ورکړل شي ترڅو دهېوادونو دمتقابلو ګټو دخونديتوب له پاره مناسب ګامونه پورته شي. اسلامي امارت په کور دننه او بهر دهېوادونو دمتوازنو اړيکو د رامنځ ته کېدو له پاره خپله غيږ پرانيستي پريښي ټينګار کوي چې دستونزو او فشارونو دلټون پرځای دي د اسلامي امارت سره دښو اړيکو په پيوند غوروشي ترڅو په سيمه او نړۍ کې دانديښنو او ناوړه تورونو لګول پاي ته ورسيږي او دباور فضا رامنځ ته شی. نړيوال بايد ومني چې افغانان دخپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په وړاندې دهيڅ ډول معاملي له پاره تياري نه لري نوځکه به ستونزي او فشارونه وزغمي خو دهېواد دپرمختګ له پاره به په کور دننه هغه لاري ومومي کومي چې اړيني او لومړيتوب لري.
دهېواد اوسني روان بهير را په ګوته کوي چې دستونزو او فشارونو لړي به دهېوادوالو په اوسپنيز دريځ کې هيڅ ډول بدلون رامنځ ته نه کړي ځکه افغانان د ډيرو سختو او پيچلو حالاتو سره دمبارزي په جګړييز سنګر کې ښه پاخه شوي او دهر ډول دسيسو او ستونزو په وړاندي خپله حوصله له لاسه نه ورکوي. له دي کبله په هغو هېوادو غږ کوي چې دا مهال د اسلامي امارت سره د نړيوالو د اړيکو په ټينګيدو کې خڼډونه او پلمي لټوي لاس واخلي ځکه دستونزو او خڼډونو رامنځ ته کول ستونزي نه شي هوارولي ښه به وي چې په خپلو کړو وړو فکر وکړي او دزهرجنو تبليغاتو پرځاي دښه تعامل لاس راوغزول شي ترڅو په سيمه کې د ډاډمن امنيت دخونديتوب له پاره لار هواره شي. معلومه شوي به وي چې په بهرکې دځينو هېوادو له خوا د افغانستان او په سيمه کې د امنيت د رامنځ ته کيدو په هکله غونډي جوړي شوي. تردي دمه يې هيڅ ډول لاس ته راوړني نه ترسترګو کيږي ځکه چې د اسلامي امارت دګډون پرته دغوڼډو او کنفرانسونو جوړول نيمګړي او پريکړي يې عملي جنبه نه لري نوهيله ده چې دغونډو جوړونکي هېوادونه دغوڼډو دلاس ته راوړنو په هکله فکر وکړي او د اسلامي امارت دشتون څخه ځانونه نانګاره وانه چوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *