د پېښو د رامینځته کېدو په صورت کې دې له شته امکاناتو څخه ګټه واخیستل شي
په هېواد کې د سړښت ،واورې او باران وروستیو څپو په لسګونو هېوادوال شهيدان او ټپيان کړل، په سلګونو نور یې بې کوره کړل ، ډېری شمېر لارې وتړل شوې او په زرګونو څاروي له منځه ولاړل.
طبعي پېښې هغه ګواښونه دي چې د انساني ژوند سره همعصره مخينه لري، بشري ټولنو دا څه درک کړي دي او پر شته وسایلو سره يې د دوی پر وړاندې مبارزه کړې ده خو الهي تقدیر دا دی چې پېښې تر پخوا څو چنده ځواکمنې او تکرار يې زيات شوی دی هغه د شاعر خبره راياده شوه چې وایي:
په تدبير چې د بام سوري بند نه کړې
دا تقدير دی چې هغه خونه به تل څاڅي
د پېښو مدېریت له لرغونې زمانې زموږ په ټولنه کې د کورنۍ په کچه دود دی چې ښه بېلګه يې د ژمي پر وړاندې چمتووالی دی هغه داچې کله ژمی را نيږدې کېږي نو خلک د بامونو په اخېړولو،د سون توګوپه تیارولو ، د غلې په برابرولو او نورو باندې کار پیلوي تر څو واورين موسم ته لاښه چمتووالی ولري.
د پېښو پر وړاندې چمتووالی تنها د کورنۍ په کچه بسنه نه کوي باید د کلي په کچه همدې ته ورته چمتووالی ولري. مخکې له دې چې د افت پر وخت دوی ته بهرنۍ مرستې ورسیږي باید د کلي د شته وړتياوو څخه ګټه واخستل شي او دا اسانتیاوې په زياتو کلیو کې شته خو چمتووالي ، همغږي او پلان ته اړتیا لري.
د کلیو په کچه د پېښو مدېریت غښتلتیا به له موږ سره مرسته وکړي چې د ولسوالیو په کچه د پېښو د مخنیوي او کموالي یو ښه پلان به برابر شي ،د ولس او حکومت ترمنځ به قوي اړیکې رامنځته شي،د ولسوالیو د پلانونو ارزونه به د ولایت په کچه یو هراړخیز قوي پلان ترتیب کړي، خو په هر حال د ولایتونو د تیاري پلان به تر ټولو غوره د چمتووالي ملي پلان برابر کړي.
دا په داسې حال کې چې د پېښو د مدېریت په برخه کې تر یوې کچې کار هم شوی دی ،د مخکې خبراوي سیستمونو هم فعال دي خو د توقع تر کچې اغېزمن نه دي ځکه چې ولسونه د مخکې نه مخکې د چمتووالي پلان نه لري، همدا شان د مخکې خبرتیا سیستمونه هم تر څېړنې او شننې لاندې ونیول شي.
د پېښو څخه د مخنیوي یوه اغېزمنه لار د ټولنې سره کار کول دي چې له دې لارې د دوی له شته وړتياوو څخه ګټه پورته شي، په کليوالي، ملي او نړیواله کچه مخکې خبرواي د سیستمونو د څېړنې توانايي به پیدا کړي او دا په داسې حال کې چې نړۍ اوس ټوله د مخکې خبرواي سیستمونو ته پاملرنه کوي، موثریت يې ارزوي او د پېښو د لاښه مدېریت لپاره په مختلفو لارو چارو کار کوي.