افغانستان

تېره میاشت ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس صديق‌الله نصرت وایي، د روان کال مرغومې میاشتې له لومړۍ تر۳۰ مې نېټې ۲۹۹۳۳ افغانان د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس صديق‌الله نصرت وایي، د روان کال مرغومې میاشتې له لومړۍ تر۳۰ مې نېټې ۲۹۹۳۳ افغانان د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د نصرت په وینا، په دغو کسانو کې ۲۸۱۷۵ مجرد او ۴۷۷ کورنۍ دي، چې د غړو شمېر یې ۱۷۵۸ ته رسېږي.

د نوموړي په خبره،  له ۲۰۴۳ بې‌وزلو کسانو او کورنیو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو نړیوال سازمان له لوري خوراکي توکي او نغدي مرسته شوې ده.

د مسئولینو د مالوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې له همدې لارې ۴۶ جسدونه هم هېواد ته راوړل شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *