یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه د ۷۸(شیخ ابو نصر فراهي) بندر له لارې يې ۱۶ ټانکوریای بې کیفیته تېل (ډیزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکوریای بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.