اسلامی

اې دمسلمانانو شفاعت کونکي!  

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر مخې ته ولاړ وم، له حیاء مې سر ټيټ و، ټولې کلمې رانه وتښتېدې: ټوله حیاء مې له تا ده، اې د الله جل جلاله رسوله!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر مخې ته ولاړ وم، له حیاء مې سر ټيټ و، ټولې کلمې رانه وتښتېدې: ټوله حیاء مې له تا ده، اې د الله جل جلاله رسوله!

ـ ستا اُمت ته مې د الله جل جلاله او ستا پېغام ښه ورساوه؛ خو زه سم نه شوم.

ـ ستا اُمت ته مې ښه نصیحت وکړ خو ځان ته مې و نه کړ.

ـ ستا کتاب مې په ډېر زور په شا کړ؛ خو مونږ چا په شا نه کړ.

په حقه لاره بریالی شوم؛ خو په نورو بریالي نه شوو.

ځينو په ږیرې بسنه وکړه، ویل یې دا ستا سُنت دی، ځينو کمیسونه لنډ کړل، ویل یې دا ستا امر دی، ځانته یې کار اسان کړ او له خپلو خلکو سره یې خیانت وکړ، دین یې سرسري ومانه، د جهاد یې یوازې کیسې یادې کړې، ترې کېناستل، موږ هم ورسره کېناستو. پر اوږو مو سپک، بازاریان، شپانه او بې کوره خلک راسپاره شول. زموږ وینې یې وبهولې، ځمکې یې راڅخه ونیولې او سره بېل یې کړو.

اې د مسلمانانو شفاعت کوونکیه! د ماتو او کمزورو ځواکه! د الله ج په وړاندې زمونږ شفاعت وکړه، چې توبه مو ومني او راڅخه راضي شي. هغه له موږ سره مسجد اقصی ته زموږ د ننوتلو ژمنه کړې وه، ته وا ی چې لومړی ځل به ورځو، هلته به د اسرائيلو ودانۍ او هیکلونه نړوو، د هغه ژمنه ده، یوازې هغه توبه مني او راضي کیږي.

اې رسوله! موږ یوازې ستا له دروازې د هغه شفاعت ته ورتلای شو. یوازې ستا له لوري ورنزدې کېدای شو، موږ ورته وښيه چې شپه راته اوږده نه کړي او په مصیت کې مو راګیر نه کړي. اې رسول الله!(ص) پر تا دې د الله جل جلاله له لوري امن او درودونه وي، په هغه ورځ چې په کې پيدا یې! په هغه ورځ چې په کې وفات شوې او په هغه ورځ، چې راپاڅېږې!

په نېکو او غوره پريښتو، د بشر پر ښاغلو، د نړۍ پر امامانو، پر ابوبکر، عمر، عثمان او علي[ رضی الله عنهم] او ستا پر هغو یارانو دې سلام وي چې د تورو تر سيوریو لاندې اوسېدل. له الله جل جلاله غواړو چې ستا تر ښه ګومان لاندې شو، ستا د نبوت مصداق وګرځوو او ستا د استازیتوب استازي شو.

له الله جل جلاله غواړو چې ستا له لارې مو کاږه نه کړي او ستا په هغه سیخه لاره مو دایم روان کړي چې د انسانیت په لور روانه ده.

پرتا دې تر هغې ورځې درود وي چې شاهدان شاهدي وايي.

لیکنه: ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *