اسلامی

د منبر او محراب ارزښت او د ژوندي ساتلو اړتیا یې!

د یادې لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د منبر او محراب پر ارزښت او د ژوندي ساتلو پر اړتیا یې یو څه خبره وکړه، مخکې هم د یاد بحث ځینې برخې څیړو او د لومړنیو، منځنیو او معاصرو پیړو پر منبرو د تیرو شوو داستانونو او تاریخ باندې هم یو نظر څرخوو، تر څو د منبر او محراب ارزښت لا روښانه او جوت شي او د باطل له لورې د منبر پر وړاندې د ترسره شوو او یا هم کیدونکو دسیسو څخه هم مسلمان امت آګاه او خبر شي.

د یادې لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د منبر او محراب پر ارزښت او د ژوندي ساتلو پر اړتیا یې یو څه خبره وکړه، مخکې هم د یاد بحث ځینې برخې څیړو او د لومړنیو، منځنیو او معاصرو پیړو پر منبرو د تیرو شوو داستانونو او تاریخ باندې هم یو نظر څرخوو، تر څو د منبر او محراب ارزښت لا روښانه او جوت شي او د باطل له لورې د منبر پر وړاندې د ترسره شوو او یا هم کیدونکو دسیسو څخه هم مسلمان امت آګاه او خبر شي.

باطل هر وخت د منبر او محراب پر وړاندې مستحضر او کلک ولاړ دی، هغه د منبر ارزښت پیژندلی، له زور او قوت څخه یې خبر او په ویره کې هم دی، ځکه یې د منبر او ټولنې تر مینځ په هر دور او پیړۍ کې د نفاق اور ته لمن وهلې، ټولنه یې له منبر څخه بد گمانه کړی، غلط تأثر او نظر یې ورکړی، د شپږمې پیړۍ په وروستیو کې کله چې مصر کې صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو پر وړاندې لکه سپر ودرېد، باطل خپل روزل شوي خلګ تر منبرونو ورسول، د جهاد او نورو عباداتو داسې تعبیرونه یې وړاندې کول، چې ټولنه یې هم حیرانه کړې وه، د اندلس په لویو لویو جوماتونو کې د صلیب او عیسویت جاسوسان په داسې حال کې ونیول شول چې پر منبر یې امت ته ښودنه کوله، دوی ته یې د اصلاح د دغې لارې زهر ورپیچکاري کول، ځکه مؤمن ساده او نیک ګمانه دی، په هره پیړۍ کې د دین پر لاره د باطلو له لورې خطاء شوی، د مذهب او قرآن په نوم یې تیر ویستی او خپل کار یې ځینې اخیستی.

په تیرو شوو پیړیو کې هر کله چې کفارو پر کومو سیمو ولکه ټینګه کړې، لومړی یې د هغه ځای منبرونه او محرابونه له منځه وړي او یا یې هم په خپله ولکه کې اخیستي، د شرقي او غربي ترکستان کیسې ډیرې زړې نه دي، همدا سل کاله وړاندې تیرې شوي، اندلس کې د مسلمانانو سترې سترې جامعې د دوی پر کلیساو بدلې شوي، ترکیه کې چې کله مصطفی کمال واک ترلاسه او عثماني خلافت ړنګ شو، په منبرونو او محرابونو، آذان او دیني خطباتو بندیز ولګید، په معاصره دوره کې تاسو په خپل نیږدې ګاونډ هندوستان او خپل هیواد کې وګورئ چې کفارو زموږ له منبرونو او محرابونو سره څه وکړل او په کوم حال یې پریښود.

زموږ له سترو مسوولیتونو څخه دا دي چې راتلونکي نسلونه وروزو، اصلاح یې وکړو، په خپله ژبه د منبر او محراب لپاره داسې خلګ تیار کړو، چې د اوسني عصر له ننګونو سره مقابله وکړي، همدا راز د نوي نسل په زړونو او ذهنونو کې د اسلام طبیعي او ښکلي تعلیمات په مورنۍ ژبه کې ځای په ځای کړي،  نن ورځ یو ځل بیا هغه څه ته اړتیا ده چې د محراب او منبر له لارې د خلکو په زړونو کې د الله او د هغه د محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه پیدا شي او د اسلام د مينې پيغام په داسې ډول خپور شي چې د مسلمانانو پر وړاندې د ځينو ګمراهانو د ظالمانه اعمالو له امله د اسلام پر سر د ترهګرۍ تور او داغ له مينځه ولاړ شي، د عصر له غوښتنو سره سم په عقل او حکمت سره په دلائلو او په موثرو خبرو اترو سره د انسانيت د اصلاح وظيفه سرته ورسوو، پر منبر د نن ورځې د مسلمانانو د ستونزو په اړه خبرې اترې او د حل لارې یې ورته ووایو.

د نننیو معاصرو منبرونو په څیر نشو، چې زړې کیسې او اسرائیلیات پر منبر بیانوو او وخت پوره کوو، بلکې   د معاصر وخت پر ټولو اړخونو، د اسلامي نړۍ پر وضعیت، د ټولنې پر اړتیا وړ مسائلو او ضرورتونو بیان وکړو، تر څو مسلمان ملت تشویق شي او د یوه باعمله، باعزته او زړور مسلمان په توګه د نا امیدۍ له کندې څخه راووځي، د منفي اړخونو پر ځای د مثبتو اړخونو په اړه خبرې وکړو، ځکه د اسلام ضد قوتونو تل د مسلمانانو تر منځ د تفرقې په فضا کې خپل ناپاک اهداف پوره کړي دي، مګر نن ورځ موږ ته اړتیا ده چې د عصري فتنو په اړه عام اذهان پوه او آګاه کړو.د وخت غوښتنه او تقاضا همدا ده چې موږ خپل غږ پراخ کړو، ځکه د منبر لار هغه لاره ده چې د ولسونو عظمت په تدریج سره راژوندی کوي، زموږ تاریخ شاهد دی چې زموږ سلفو او مشرانو د همدې محراب او منبر له لارې د ملتونو او ولسونو د حالت د سمون او د هر دور د طاغوتونو د ځپلو لپاره کار اخیستی دی.

لیکنه: م حمادشیرزاد

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن