اسلامی

انگیرنې د انساني اذهانو د جوړو شویو فرعي عقایدو مجموعه ده

هرڅه د الله پاک په بلاکیف اراده کې دي یوه انسان ته رسېدونکې ښېګڼه اوبدګڼه یا کوم بل مصیبت د الله (ج) له لوري دی نه باید د انګرینواوګمانونوپه واسطه خپلې کلکې اومظبوطې عقیدې ته زیان واړوو ، څرنګه چې انگیرنې د انساني اذهانود جوړوشویوفرعي عقایدومجموعه ده، نوځکه کله ناکله دومره خطرناکې شي چې له معنوي ارزښتونوسره په ټکرکې هم را ځي همدا وجه ده چې دیني علماوو کلک ورسره مخالف دي، ځکه په انگیرنه کې (وړاندوینه) کېږي ، وړاند وینه د الله پاک په کارونو کې مداخله گڼل کېږي نوپه شرعي لحاظ انگیرنې د انساني اعمالود ګناه اوجرایموپه دیوان کې سجل کېږي .

هرڅه د الله پاک په بلاکیف اراده کې دي یوه انسان ته رسېدونکې ښېګڼه اوبدګڼه یا کوم بل مصیبت د الله (ج) له لوري دی نه باید د انګرینواوګمانونوپه واسطه خپلې کلکې اومظبوطې عقیدې ته زیان واړوو ، څرنګه چې انگیرنې د انساني اذهانود جوړوشویوفرعي عقایدومجموعه ده، نوځکه کله ناکله دومره خطرناکې شي چې له معنوي ارزښتونوسره په ټکرکې هم را ځي همدا وجه ده چې دیني علماوو کلک ورسره مخالف دي، ځکه په انگیرنه کې (وړاندوینه) کېږي ، وړاند وینه د الله پاک په کارونو کې مداخله گڼل کېږي نوپه شرعي لحاظ انگیرنې د انساني اعمالود ګناه اوجرایموپه دیوان کې سجل کېږي .

انگیرنې دانساني ژوند د لویواوکوچنیو پیښو ، د کورنیو اوصحرایی مارغانود غږونو، کړنواود طبیعت له نوروپیښوڅخه هغه تعبیري انعکاس دی چې په لږ اوډیرتفاوت د نړۍ داستوگن ټولووگړوترمنځ اعتقادي بڼه لري اود پایلو استنباط یې د احتمالاتو پربنا ولاړوي نوځکه یې نتیجې کله سمې او کله ناسمې را خیژي ، خودا څرگنده ده چې د ژوند ټولې پیښې ازلي دي خلاصون ترې نشته نوځکه هره نیکه اوبده پیښه باید په ورین تندي ومنواوښکل یې کړو اودخپلې ذهني انگیرنې پربنا بده مانا ورنکړو ٬ متل دی چې وایې له پیښې تیښته نشته ٬ داسې پیښې به گورې چې ته به یې نه غواړي خو ورسره مخ کېږې به ،  زموږ په عامیانه فرهنگ کې د پیښو په اړه داسې مجازي انگیرنې چې د (باورمند ) له وروستي ساده توب څخه استازیتوب کوي لیدل کېږي اواورېدل کېږي ، چې د محکم روایتي دلیل د نه لرلو له امله کله ناکله باورمند د شرک ترپولې رسوي ، نوښه داده چې تل باید له انگیرنوسره احتیاط وشي په تعبیري بنا انگیرنې په لاندې دریووبرخو ویشل کېږي .

۱ـ حقیقي انگیرنې : دا کوچنۍ بی ضرره خود بې ژبې مخلوق له خولې حقیقي انگیرنې دي ځکه دپرلپسې تجربو په اورپخې شوې او ضمیموي ابعاد نلري اوهروخت سمې اورښتیا په ځای راخیژي مثلاً یو روغ بی ژبې ماشوم په یو بل اړخ کېږي بیتابی کوي ژاړي ٬ انگیرنه ترې داده چې ماشوم له لوږې ژاړي کله یې چې مورتی ورکړی نوستونزه کنترول شي چې دا سمه په ځای اوحقیقي انگیرنه ده او یا مثلا کومه چرگه د نوروچرگو ترمنځ کړسیږي اوکړتیږي ٬ انگیرنه ترې داده چې د هگۍ اچولو لپاره کوم ځای لټوي کله چې د هگۍ اچولوځای ته ورسیږي نوبیا ارام شي ، یا په کورني (آخور) غوا ، پسه یا وزه (بغیږي) انگیرنه ترې د واښوغوښتنه ده ، چې دا هم د بې ژبې مخلوق له عمل څخه حقیقت انگیرنه ده چې په همدې قالب کې ورته او بې ضرره په لسگونونورمثالونه هم شته .

۲ـ گوماني انگیرنې : مثلاً په آسمان کې توره وریځ راپیدا شي انگیرنه ترې داده چې ښایې باران وشي خو وریځ بې بارانه تیره شي ، د تقدیرخبره ده ، یا هم کله تیز باران واوریږي .  کله هم د ژمي په موسم کې دسپینو وریځوترمنځ هوا ډیریخه شي انگیرنه ترې دا وي ، چې ښایې واوره وشي ، خو واوره ونشي ، یا کله ډیرې  واورې وشي دا هم دقسمت خبره ده ، ددغه مثالونو په لړکې چې سلگونو اوزرگونو ته رسیږي بل یې د څړموني په مهال د مهاجرو (زاڼیو) له توراوسپینو اوږدو قطارونوڅخه د سپینو قطارو یې واوره او له تورو یې د باران انگیرنه ، چې دا بالکل پیتاوي اوگوماني انگیرنې دي تل ناسمې راخیږي

۳ـ ناروا انگرینې : چې د پورته دوو نورو انگیرنوپه پرتله پرته له دې چې رښتیا او درواغو یې په سقه ډول د کوم چا لخوا ثابت شوي وي له پخوا زمانو د روایتي اعتقاد پربڼه عقیده یې پرې پخه وي او اجراآت یې قانوني بڼه خپله کړې وي .

مثلا په لوړآواز (بانگ) ایستل د نرچرگ کاردی او پخوانیو انسانانو به دشپې په اوږدو د سبا را نیږدې کېدل په (چرگ غږ ) معلومول ، خوکه چیرې په کوم کورکې (چرگه) د نرچرگ په شان په لوړ آوازبانگ وباسي نو بیله ځنډه به چرگه حلاليږي اوحلالول یې دنرچرگ په شان د بانګ ایستلوپه مقابل کې هغه جزاده چې کورنۍ ته ترې متوجې خطرپرې رفع کېږي اوانگیرنه ترې داده چې د چرگې آذان کورته د ناوړه پیښې د پیښېدو پیغام دی چې دا هیڅکله نه حقیقت او نه هم چا په تجربه په ثبوت رسولې یوه پخوانۍ گوماني انگیرنه ده

ـ د کیشکارې چغیدل : دا بل ډول درواغجنه انگیرنه ده کله چې یوه او یا څوکیشکارې د چا د کوراو کلا په دیوالونوپه شدت  وچغیږي اوله یوه دیوال نه بل ته په چټکی والوزي نوانگیرنه ترې داده چې ددې کورنۍ مسافرپه لارې راروان دی ښایې اوس به ژررا ورسیږي ٬ چې د کیشکارو دغه چغېدل دهېواد د ټولومیشت قومونو ترمنځ د (نوي خبر) متحد المال زیگنال دی ٬خوپه اصلي مانا به هیڅکله آن په تصادفي ډول هم دا انگیرنه   حقیقت ته نه وي وروصل شوی ، حقیقت دادی چې کیشکاره هم د الله ج مخلوق دی کله چې دوی په فردي یا ټولیز ډول چغیږي ښایې کومه خپل منځي ستونزه اولانجه به لري.

ـ بوم (کنگ )  دا ترټولوخطرناکه انګیرنه وه ځکه سعدي شیرازي هم په خپل یوه شعر کې په لاندې ډول کږلې وه.

کس نیاید زیرسایه بوم ورهما گرشود ازجهان معدوم

خو په حقیقت کې بوم یوډول مارغه دی چې ښکلې سترگې لري ، قول دی ، چې بوم  که نورمارغان گیر کړي نوسترگې یې ترې وباسي خودنورومارغانولخوا دده د سترگوایستلوشاهدان نشته ، بوم که دچا د کورپه بام یا د (بام بوټۍ ) په سرکښیني وچغېږي نوانگیرنه ترې په کورکې د مړي پښيدل دي نو د همدې خیالي انګیرنې پربنا خلک په ډیره بده سترگه ورته ګوري .

خودا هم چا په ثبوت نه ده رسولې چې پرون دچا د کورلپاسه بوم ناست واوپه سبا یې په کورکې مړی پیښ شو.

ـ په سفرکې په چپه خوا د گېدړې تېرېدل :

که چیرې په سفرکې دچا له مخې سره چپ اړخ ته گیدړه تیره شوه نودا په سفرکې د ستونزو د پیښیدو علامه ده ، هڅه باید وکړي چې گیدړه ووژني که یې زور ونهرسېد نود گیدړې مخه باید په ښي لوري را وگرځوي ، که دا ټول ونشول مسافریا مسافرین باید خپل سفرفسخه اورا وگرځي .سویه : که په سفر کې د چا په مخه کې سویه چې په هره خوا روانه وه ٬ را پیدا شوه ٬ نو دا (سوی پلی)  مزل دی ٬ باید فسخ شي ٬ ځکه سویه په بده انگیرل کېږي ٬ متل هم پرې تیردی چې وایې (فلانی په سفر کې ،  سوی پلی دی)  ترمخ یې رڼا نشته سفرمه ورسره کوئ .نورې کوچنۍ انګیرنې هم موجودې دي مثلاً دکورپه دیوالونو د خطونو څکول د نیستۍ علامه ده ،  دا انگیرنه ځکه د کورنیو ښځوپه خوله کې عامه شوې وه ٬ چې معمولاً د کورپه دیوالونوماشومان خطونه څکوي اودهغوی د مخنیوي لپاره به میندوبله چاره نه درلوده اود خپلوتنکیو ماشومانود ددغه کارد مخنیوي او ذهني تسکین لپاره به یې ویل د کورپه دیوالونو د خطونو څکول ٬ د نیستی علامه ده .

د شپې لوڅ سردباندې وتل : که څوک دشپې لوڅ سردباندې ووزي نواثرپرې کېږي دا انگیرنه هم په کورني چاپیریال کې له ډیرپخوا نه را پاته ده او زیاتره به د ماشومانوترمنځ د تطبیق وړوه ځکه ماشومان  شوخ وي اوکله به چې د باندې وتل نوحتمي به یې (خولۍ ) نه په سرکوله او میندو به یې ورته ویل خولی په سرکړه چې اثر به درباندې وشي .

ـ دپشومخ مینځل :

اکثره پیشوگان عادت لري چې کله د شاپه پښو آرامه کښینی او دمخ د ښی پښې (چمبه) په  ژبه لمدوي او بیا یې پرخپل مخ داسې را کاږي لکه خپل مخ چې مینځي ، انگیرنه ترې دا ده چې پشۍ خو بیا ناسته ده خپل مخ مینځي خدای خبرچې کوم میلمه به را ولي ؟ خو هیڅکله داسې نه ده پیښه شوې چې کوم میلمه دې پشو په پاک مخ ليدلی وي .

د چای په گیلاس کې د شمې را تلل : کله چې د چای چښلو په مهال د چا د چایو په گیلاس کې دچای (خلي) را شي نوچښونکی گیلاس خپلوسترگو ته جگ ونیسي او ناست کسان مخاطب کړي  : دادي میلمه خورا روان دی د راتلو زیری یې په گیلاس کې راغی خو که د چایو د شمې دا خلي دوه وي دوه میلمانه  او که دری وي ددریو میلمنورا تگ ترې تعبیريږي چې دا انگیرنه هیڅکله سمه نه ده اویوازې د خلکو ترمنځ یوه تعبیري مانا لري .

که چیرې د موضوع غورچاڼ را ونغاړوانگیرنې اکثراً په کورنیو کې د ماشومانو د شوخی د مخنیوي اوهمدارنگه دځینې ساده گانو دذهني تسکین لپاره هم استعمالیږي خوپه کورنیو کې ښځينه طبقه په انگرینو ترنارینه و په لوړ تفاوت ډیراوتقریباً بشپړ باورلري.

حیات الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *