اسلامی

دټولنې په اصلاح کې  دمسلمان مسؤوليت

داچې انسان يوټولنيزمخلوق دى نوداسلام مبارک دين دانساني ژوند ټولو، اقتصادي ، فرهنګي اوسياسي اړخونو ته بشپړه پاملړنه کړې اود ژوند په هره برخه کې یې ځانګړې اوجلا لارښونې لري چې په رعايت سره يې د ټولنې ټول افراد په پوره امن اواستقرارسره ژوند تيرولای شي.

حیا ت الله حلیم

داچې انسان يوټولنيزمخلوق دى نوداسلام مبارک دين دانساني ژوند ټولو، اقتصادي ، فرهنګي اوسياسي اړخونو ته بشپړه پاملړنه کړې اود ژوند په هره برخه کې یې ځانګړې اوجلا لارښونې لري چې په رعايت سره يې د ټولنې ټول افراد په پوره امن اواستقرارسره ژوند تيرولای شي.

يوله هغوقواعدواواحکاموڅخه چې داسلام مبارک دين يې دټولنيزژوند پرمخ بيولولپاره وړاندې کوي دادي چې هرفرد دټولنې داصلاح مسؤليت په غاړه لري پدې معني چې له هرفرد څخه غوښتل شوي چې د خپل وس اوتوان په اندازه دټولنې داصلاح او پرمختيا لپاره کاروکړي ترڅوپه ټولنه کې له شته فساد سره مبارزه وکړي اوجوخت ورسره هرډول ستونزې اوکړاوونه له منځه يوسي لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي:

ژباړه: مؤمنان اومؤمنانې ښځې ځينې دځينونورودوستان دي، دوی امرکوي په معروف اومنع کوي له منکر څخه .

په پاسني آيت شريف کې د معروف کلمه ټولوهغوشرعي احکامو ته شامله ده کوم چې اسلامي شريعت غوښتې وي اوهمدارنګه د منکرکلمه هم ټولوهغو احکامو ته شامله ده کوم چې په اسلامي شريعت کې ترېنه منع راغلې وي ، قران کريم دټولنې په اصلاح کې د فرد په مسؤليت پوره ټينګارکوي اود اهميت په اړه يې راته دپخوانيو قومونوکيسې چې افرادو يې د اصلاح په برخه کې خپله وجيبه نه وه تر سره کړې ، بیانوي لکه څنګه چې الله تعالی په قرآنکريم کې فرمايي

ژباړه: « پس هرکله چې هيرکړل دوی هغه څه چې پند ورکړى شوی وو دوی ته (منع نشول د شنبې په ورځ له ښکارڅخه) نونجات ورکړو مونږه هغه کسانوته چې منع کول يې (دغه نور) له بدۍ څخه  (ښکار کولوڅخه د شنبې په ورځ) اوونيول مونږه هغه کسان چې ظلم يې کړي وپه سخت عذاب سره په سبب دهغه چې دوی به بد عمل کولو« د پاسني ‎آيت له  دلالت څخه معلومېږي هغوکسانوچې له عذاب څخه يې نجات موندلی و سبب يې دا وو چې دوى له بدۍ اوفساد څخه منع کول کړي وچې همدغه د اصلاح په وجوب دلالت کوي په نبوي ارشاداتو کې هم ډيرداسې احاديث شته چې د ټولنې د اصلاح په اړوند د فرد مسؤليت په ګوته کوي رسول (ص) فرمايې

ژباړه: له تاسې څخه چې چا بد کاروليده خامخا د هغه په خپل لاس سره منع کړي که يې ونشوکولای نوپه خپله ژبه سره يې دمنع کړي اوکه يې ونشوکولای نوپه زړه کې يې بدوايشوي اودغه ډېرکمزورى ايمان دی.

دغه حديث صراحتاً دا په ګوته کوي چې فرد د داسې فساد په لرې کولو کې مسؤول دى چې بايد لرې شي امام نووې رحمه الله وايې: په زړه د بد ايشولو معني داده چې په زړه کې يې بد وګڼې اګرکه دا د کار بدلول نه دي خو دا همدومره وس لري.

دا چې انسان له ټولنې څخه متاثره کېږي نوکه هغه ټولنه چې دی پکې ژوند کوي اصلاح وه انسان هم اصلاح اوکه ټولنه په فساد ککړه وه نوانسان يې په متابعت سره حتمي په فساد ککړېږي. همدارنګه که افراد له ټولنې څخه فساد له منځه يوسي ټول له ډله ییزهلاکت ، ډله ییزی سزا، تنګۍ اوپريشانۍ څخه ژغورل کېږي دا ځکه چې دالله (ج)  له احکامو څخه داحکم دی هغه ټولنه چې فاسده وي اود الله (ج) حرام شوي شيان پکې سرته رسېږي او افرادو یې، د بدو، له بد ، ګڼلوڅخه سکوت غوره کړی وي نو په دغه حالت کې الله تعالى دوی ټولوته عذاب ورکوي

لکه څنګه چې فرمايي:

ژباړه:اوځان وساتئ له هغې فتنې څخه چې عاقبت يې نه يوازې هغوکسانوته تکیه وي چې ظلم  يې کړی وي (بلکه عمومي به وي) اوپوه شئ چې د الله (ج) عذاب ډيرسخت دی .

ابن عباس (رض) ددې آيت په هکله ويلي: الله  (ج) مومنانوته امرکوي چې په خپلومنځوکې بد کارونه پرېږدی ترڅوټولوته عذاب عام نه شي . نودټولنې په هرفردلازمه ده چې په ټولنه کې خپل مسئوليت ته متوجه شي اوپه خپل مسؤوليت کې له هر ډول غفلت اوتقصيرڅخه ځان وساتي اوپه ياد بايد ولري که چېرې دټولنې ځينې افراد دټولنې داصلاح اودفساد دمخنيوي لپاره کارکوي نوپه نورو افرادولازم دي چې له هغوي سره پدې کارکې مرسته اوهمکاري وکړي څنګه چې الله (ج) په دې سره مامورکړي يو او فرمايې:

ژباړه : اومرسته وکړئ يوله بل سره په نيکۍ اوتقوا کې اومرسته مه کوئ په ګناه اودښمنۍ کې له یو بل سره ، همدې ته ورته رسول الله (ص) په ټولنه کې دچارود ښه سنبالښت په اړه خپل قيمتي فرموده د ځوانانو په زړونوکې د الله د ويرې پيدا کولو لپاره داسې فرمايلي ده .

ژباړه: «الله تعالي هغه ځوانان خوښوي په چا کې چې د کم عمرۍ (هلکتوب) ناداني نه وي»

نوځوانان بايد دالله تعالي عبادت اواطاعت په پوره اخلاص اولازمي توګه ترسره کړي، د حوادثو او ويرې په وخت کې بايد يوازې اويوازې خپل حقيقي پالونکي ته ځان وسپاري چې په هکله يې رسول الله صـــــــــــلي الله عليِه وسلم هم فرمايلي

ژباړه: خداي پاک به د قيامت په ورځ اوه (۷) ډلې خلکوته دخپل سيوري لاندې ځاې ورکوي يوله هغوی څخه به داسې ځوان هم وي کوم چې ټول عمربه يې دالله تعالي په عبادت کې تېرشوي وي.

او رسول الله صلي الله عليه وسلم ځوانانوته دا هم فرمايلي ترڅود وخت ارزښت وکړي اوله خپل وخت څخه پوره او وړاستفاده وکړي لکه څنګه چې فرمايي:

ژباړه: حضرت عبدالله ابن عباس وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه څيزونه د پنځو څيزونوڅخه مخکې غنيمت وګڼۍ، ژوند د مرګ څخه مخکې، صحت د ناروغې څخه مخکې، فراغت د مصروفيت څخه مخکې، ځواني د زړښت څخه مخکې، اومالداري (شتمني) د فقيری څخه مخکې.

رسول الله صلي الله عليه وسلم ځوانانوته د احساس په ورکولواود قيامت په ورځ د خدای په نزد د ځواب ويلوپه هکله فرمايي: ژباړه: حضرت عبد الله بن مسعود د نبي کريم (ص) څخه روايت کوي چې د قيامت په ورځ به د بنده قدمونه تر هغه پورې حرکت نه کوي ترڅو پورې چې له هغه څخه د څلورو څيزونو په هکله پوښتنه ونه شي: د هغه دعمرپه هکله چې هغه په څه کې ضايع کړ، د هغه د ځوانې په هکله چې هغه په څه کې ختمه کړه، د هغه د مال په هکله چې چيرې يې پيدا اوبيا يې چيرې مصرف کړاودهغه د علم په هکله چې هغه ترکومه حده پرې عمل وکړ.

د ځوانانواکثريت د نشو اود انحراف څخه د ژغورلوپه خاطر اود واده په کولود خپل عزت ساتلو په هکله نبي کريم (ص) فرمايي :

ژباړه: اي د ځوانانو ټولګيه! که تاسو کې څوک د واده توان لري نوهغوي ته پکارده چې ضرور واده وکړي، ځکه دا سترګې (نظر) لاندې کوي اود بدکارۍ څخه د ژغوريدلو ذريعه هم ده.

په پاي کې مې د هرمسلمان ځوان سره څنګ کې په ځانګړې توګه له تاسې لوستونکي يوازينۍ هيله داده چې په ټولنه کې د شرعي احکامو د تطبيق لپاره خپلې مټې را ونغاړه اومه پرېږده چې  په اسلامي ټولنه کې مو کوم  ځوان د محمدي شريعت د احکامو د نه تطبيق سره څنګ کې د هرځوان سپيڅلي احساسات د پردو ښکارشي، ډاډمن يم که چېرې مو په ټولنه کې د هرمسلمان ځوان سره جوخت مسلمانه پېغله دا ټول اوصاف په خپلوځان کې راونغاړي نوځوانان به د اسلام مبارک دين په پوره امانتداري اوکلک هوډ سره نورته رسولي وي او د خپل سپېڅلي مسؤليت په ادا کولو کې به د نورو په پرتله پياوړي وي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن