اجتماعیمقالات

کودتا که انقلاب ؟!

شبير راحل 

د اووم ټولګي زده کوونکی وم  چې د نورمحمد تره کي په مشرۍ د خلق دموکراتیک چپي ګوند  د داود د حکومت پر ضد پوځي کودتا وکړه او دغه کودتا يې انقلاب و نوموله او د کابل راډیو په خبري موجونو  کې هم  یوه نوې اصطلاح را پیدا شوه  او هغه

 « د  ثور انقلاب «  وه .

د هېواد پخواني تور او سور  او زرغون بیرغ ،  د شوروي د سره بیرغ په  تابعیت ، سور شو او د  محراب او منبر پر ځای یې د خلق دموکراتیک ګوند نښان راغی . دغه سور رنګ دومره عام شو چې آن ځوانانو او د ښوونځيو زده کوونکو ته هم د سره رنګ یخن قاقونو جوړولو سپارښتنې وشوې ، یعنې چې ټول هیواد یې سور کړ .

  سور رنګ لا پراخېدو  او ورسره په مکاتبو او مدرسو کې د زده کوونکو لپاره  د کمونستي زده کړو ځانګړي مراکز جوړ شول . د ښوونځيو پر دېوالونو  داسې شعارونه ولیکل شول  چې نه لیکونکي پرې پوهېدل او نه هم لوستونکي او له ورایه ښکارېدل چې دغه ډول شعارونه  نه د افغاني ټولنې تولیدات دي  او نه  هم د افغاني ټولنې له کلتوري ارزښتونو سره مشابهت لري  او  حتما د  کوم بهرني هېواد له کلتور او فرهنګ څخه کټ مټ را ژباړل شوي دي .

د وخت په تېرېدو  له دغو شعارونو او کړنو سره  د اتحاد جماهير شوروي د  کمونستي انقلاب  د مشرانو ( لینن او استالين ) عکسونه هم په کابل او نورو ښارونو کې  د نورمحمد تره کي ، حفیظ الله امین او … د عکسونو تر څنګ  د حزبي کسانو له خوا  لاس په لاس کېدل  او ورسره جوخت د خواريکښ،  زحمتکښ ،  بزګر او ګارګر ، کارګري غورځنګ ،  توره ارتجاع ،  پرتمين انقلاب ، جنبش نوین طبقه کارګر ،  کمون اوليه طراز نوین  طبقه کارګر ،  سوسیالیزم علمي ،  رهروان انقلاب کارګري او  داسې نور اصطلاحات  هم په سیاسی محفلونو کې دود شول  او دا هغه څه وو چې زموږ خلکو پخوا نه وو اورېدلي  او له ورایه ښکارېدل چې دغه اصطلاحات  د افغاني او اسلامي فرهنګ زېږنده نه ، بلکې له کوم بهرني هېواده را دیسانت شوي  او زموږ له فرهنګ سره برالا  تضاد او ټکر لري  او په مفهومي لحاظ هم خپله د همدغو یارانو عقل او فکر هم نه ورته رسېدل او هسې ځانونه یې تېرول  او د دغو  اصطلاحاتو په اصلي مفهوم نه پوهېدل  او همدا راز هم نه پوهېدل چې  د دوي دغه خبرې خلکو ته د منلو دي او که نه  او یا دا چې  د دغو پردیو اصطلاحاتو او مفاهيمو په اړه به د عامو خلکو غبرګونونه څه وي  ؟

بله خبره دا چې یوه پوځي کودتا  انقلاب بلل ، خپله دغه واقعیت  په ګوته کوي چې  هغوی د  کودتا او انقلاب په مفهوم او تفاوت هم  نه پوهېدل او یا یې قصدا پوځي کودتا ته د انقلاب نومونه کارول ، تر څو خپل کوچني او ګوندي حرکت ، لوی او په اصطلاح مردمي  او ټولشمول غورځنګ وښيي ، چې ګواکي  کمونستي او سوسياليست تفکر  د هېواد د پراخو پرګنو له خوا بدرګه کېږي  او د (( کور ، کالي،  ډوډۍ )) او نور دوکه کوونکي شعارونه به وکولای شي  له دغو تقلبي هڅو سره د افغانانو د پراخ  غبرګون مخه ونیسي ، خو دغو انګیرنو  د ټولنپوهنې او ټولنپېژندنې  او تاریخ او تاریخپوهنې په ډګر کې د هغوی ساده ګي  او ساده اندیشي په ګوته کوله  او د افغان ولس د تاریخ فلسفه يې د کمونیزم د پنځو خیالي او جبري تاريخي پړاوونو پر بنسټ تحلیل کوله ، چې ګواکي نوره نو خبره خلاصه ده  او همدا يوه پوځي کودتاه پکې کمبود وه  او هغه  هم تر سره شوه  ، نور نو که هغوی  خرو ته نعلونه ور اچوي او که چونګښو  ته ،  څوک هم ورته مخکې درېدلای نه شي  او که هم ورته ودرېږي ،  نو د وسلو په زور به يې د ختيځې اروپا د هيوادونو په شان ایل کړي او کیسه به پای ته ورسېږي !!

په دې ترتیب  هغوی د هماغه فکري کمبود  له امله ، افغان مسلمان ولس د ختيځې اروپا  پر مسيحي هېوادونو او ټولنو قياس کړي و  او ډېر ژر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هغوی پر ضد داسې انقلابی پاڅون پیل شو چې  دوی یې په خپلو کې هم سره لاس او ګریوان کړل  او نورمحمد تره کي د خپل وفادار شاګرد په لاس ووژل شو او  د غه لړۍ اوږده شوه او هر یو یې  د بل پر ضد  خولې خلاصې کړې ، خو حقیقت دا و چې  دوی د ټولنو په خصوصياتو بلد نه وو  او صرف د شوروي ټولنې  واقعیتونه یې په افغاني ټولنه کې کاپي کول او دا کار په هر حساب  ورته ناشونی و .

د ١٣٥٧ کمونستي او الحادی کودتا په هر حساب زموږ په هېواد کې د ٤٥ کلن قتل ، غارت ، ورانیو او ټولو  بهرنیو  شرقي او غربي یرغلونو د پیل نقطه او علت العلل دي،  چې ښکاره پسلغتې یې تر اوسه هم د سیاسی فشارونو او اقتصادي تحریمونو په برخه کې لا دوام لري او خدای خبر چې کله به زموږ  مظلوم ولس بشپړ نورمال حالت ته ورسېږي . که څه هم چې اوسمهال  د پخوانیو خطرناکو پېښو او ناخوالو او بهرنیو پوځي یرغلونو  په پر تله وضعیت  تر ډېره کنترول شوي او د برالا عسکري مداخلو لړۍ قطع شوې ، خو د بشپړ نورمال او عادي حالت تر واکمنېدو  او د ټولو سیاسي او اقتصادي او …  ستونزو د حل  پر لاره لا ستونزې شته او  هیله ده چې افغان چارواکي له ټولو پخوانیو ناخوالو او پيښو  او بهرنیو مداخلو ، په حکمتي تحلیل او ارزونه د یو سوکال او آرام او مستقل او  نه شرقی او نه غربی ، بلکې اسلامي او افغاني وضعیت د را منځته کولو لپاره لازمې هڅې وکړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *