اخبارافغانستان

د ازبیکستان له لوري 160 ټنه خوراکي مرسته وشو

د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه د بلخ ولايت والي الحاج محمد يوسف وفا او د ياد هېواد د سرخان‌دريا والي اولغ‌بيک قاسم‌اوف ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه؛ په دغه ناسته کې د ازبيکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د هېواد د حوادثو ضد وزارت معين مولوي عبدالرحمن آخندزاده او يو شمېر نورو مسوولينو حضور درلود.

په دغه مراسمو کې د ازبيکستان د سرخان‌دريا والي اولغ‌بيک قاسم‌اوف وويل چې افغانستان او ازبيکستان هېواد ترمنځ د تاريخ په اوږدو کې ښې اړيکې درلودلي دي او دغه اړيکې د افغانستان اسلامي امارت نظام د حاکميت په موده کې لازياتې پياوړی شوې دي. د ښاغلي قاسم‌اوف په وينا دواړه هېوادونه د  يو فرهنګ، يو اسلام او تمدن لري او دغه موضوعات څرګندوي چې ياد هېوادونه په هر ډول شرايطو کې د يو بل ترڅنګ ولاړ دي. هغه زياته کړه چې دمګړۍ د ازبيکستان او افغانستان ترمنځ پراخې سوداګريزې اړيکو شتون او د ازبيکستان مسوولين ژمنه کوي چې د افغانستان د خلکو د پرمختک او همکارۍ لپاره د هر ډول هلو ځلو څخه ډډه نکوي.

په همدې حال کې د بلخ ولايت والي الحاج محمد يوسف وفا د ازبيکستان د مشرتابه او د سرخان‌دريا والي څخه مننه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د دواړو هېوادونو اړيکې لاپراخه شوې او تل يې هڅه کړې ترڅو د اسلامي امارت سره همکاري وکړي. ښاغلي والي د ياد هېواد مسوولينو ته په وينا کې وويل « عاليقدر شيخ صاحب حفظه‌الله لخوا تل همدا ټنگار دي چې د خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښه اړيکې ولري او له اصولو سره سم اړيکې ټينګې کړي او همکارۍ ورسره وکړي.

د بلخ ولايت والي ټنگار وکړ چې دغه هېواد په هره برخه کې له ازبيکستان سره همکاريو ته چمتو دی او په څو تېرو کلونو کې د ياد هېواد سره د سوداګريزو او اقتصادي برخو کې پياوړی اړيکې رامنځته شوي دي او دغه ډول اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اعتماد رامځنته کړی او د هرې ورځې په تېريدو سره به دغه اعتماد او اړيکې لاپياوړې شي. همدارنګه د دغه ليدنې په پاي کې نږدې ۱۶۰ تنه خوراکي توکي چې پکې غنم، اوړه، دوه ډول ماکروني، غوړ، غوښه او بوره شامل دي د ازبيکستان هېواد د مسوولينو لخوا د افغانستان اسلامي امارت مسوولينو ته تسليم شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *