سیاسی

بګرام؛ د حلق تریخوونکی نوم!

لسیزې او پېړۍ وړاندې، ان تر میلاد هم مخکې بګرام زندان د تاریخ یو پېژندل شوی نوم دی. که دغه نوم مو کلونه وړاندې اورېدلی وای، ښايي ذهن ته مو د ښکلا، هنریت، مینې او انساني مدنیت د پرمختګ خیال درغلی وای.

لیکنه: ساجدالله عظمت

لسیزې او پېړۍ وړاندې، ان تر میلاد هم مخکې بګرام زندان د تاریخ یو پېژندل شوی نوم دی. که دغه نوم مو کلونه وړاندې اورېدلی وای، ښايي ذهن ته مو د ښکلا، هنریت، مینې او انساني مدنیت د پرمختګ خیال درغلی وای.

ځکه خو شاعر وایي چې:

د بګرام له یخه سیوري مارغان راغلل

څه خبر به یې راوړی د درو وي؟

تاریخونه لیکي چې د بګرام کلمه له سانسکریت ژبې اخیستل شوې. بېګ د لوی (خان) او رام د ښار په معنی ده. د دواړو مرکبه معنی د «خانانو او شریفو خلکو ښار» ګڼل کېږي.

له بلې خوا« رام» په سانسکریت ژبه کې د «خدای» په معنی هم راغلې او که «بګ» د باغ په معنی شي،نو که چیرې همدغه کلمه له پارسي اخیستل شوې وي؛ بیا د همدې کلمې مرکبه معنی د «خدای باغ» کېږي.

لنډا دا چې بګرام د «پلازمینې»، د «شریفو خلکو ښار»، «د خدای باغ»، د «راهبانو کلی» او د «بخت کلی» معنی ورکوي، چې دا ټول نومونه له بګرام سره سمون خوري؛ ځکه یاده سیمه د پخواني افغانستان (اریانا) پلازمینه هم وه او اوږده تاریخي مخېنه لري.

بګرام چې له اوسنۍ پلازمینې «کابل» څخه نیږدې ۶۰ کیلومتره لیرې په پروان ولایت کې موقعیت لري؛ شمال خوا ته یې د پنجشیر سیند. ختیځ ته د پنجشیر او صافي غرونو یوه برخه. جنوب خوا ته هم د صافي غرونو اوږده لړۍ او لویدیځ خوا ته یی یو شمېر کلاګانې موجودې دي، چې بګرام له چاریکار او عمومي سړک څخه بېلوي.

سره له دې چې بګرام د افغان تاریخ یو تر ټولو تکراري او په ادبېاتو کې ډیر ذکر شوی نوم دی، خو له تېرو دوو لسیزو راهیسې «بګرام» هغه کلمه ده، چې وګړي یې له یادولو سره بېزاره شي، او د دې لامل په بګرام کې تر نړیوال اشغال وروسته د لوی هوايي مرکز او ستر زندان شتون و.  دغه پوځي اډه په تېرو ۲ لسیزو کې د امریکا او ناټو لپاره په افغانستان کې تر ټولو ستر مرکز و، چې شاوخوا ۱۰ زره بهرني عسکر پکې مېشت وو.

بګرام هوايي اډه د ۲۰مې میلادي پېړۍ په منځنیو کلونو کې جوړه شوه او پر افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته د سور پوځ اصلي مرکز شو.

امریکایانو هم د شورویانو په پلونو پښې کېښودې او د ۲۰۰۱ م کال په دسمبر میاشت کې بګرام اډې ته ننوتل. یاده اډه یې نیږدې ۳۰ میله پراخه کړه او له همدې ځایه یې د عملیاتو ترتیبول پیل کړل، چې زرګونه بې ګناه افغانان په کې شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د نیږدې ۲۰ کلونو پر مهال دغه زندان کې زرګونه بې ګناه ولسي وګړي، مجاهدین او مظلوم خلک بندیان شول، چې کلونه، کلونه یې ډول، ډول اذیتونه تېر کړل او ډير خو د سختو تعذیبونو او سزاګانو له امله په کې شهیدان هم شول.

په همدې زندان کې زندانیانو ته د وحشي بهرنیانو او داخلي عسکرو له لوري ډول، ډول غیر انساني تعذیبونه ورکول کېدل. بندیانو ته روحي شکنجې ورکړل شوې، د بدن غړي ترې پرې شول، برقي شارټونه ورکړل شول، عضلات یې فلج شول او قصداً په څو قسمه تباه کوونکو ناروغیو اخته کړای شول.

په یاد زندان کې تر دې اندازې غیرقانوني کړنې کېدلې، چې زندانېان به د سړې هوا پر مهال یخو اوبو او واورو کې لوڅ لغړ درول کېدل او کله به چې اوړی شو؛ نو د خونو حرارت درجه به یې دومره لوړه کړه چې ګوزاره کول په کې ممکن نه و.

د زندان وحشي څېړونکو به د تفتیش او اقرار اخیستنې پر مهال زندانیان ته سپکې سپورې ویلې، تر بې هوښه کېدلو پورې یې وهل او کله به یې چې هغوی په وینو کې ښه لژند کړل؛ نو د زندانیانو له وینو بهولو به یې خوند اخیسته.

ډيری وخت به چې کوم بندي له زیاتې شکنجې وروسته شهید شو؛ نو د زندان ټولې خونې به د بندیانو چیغو په سر اخیستې؛ خو دوی به له یادې بوږنونکې صحنې خوند اخیست او په تېزه، تېزه به یې خندل.

د بګرام په خونړیو دهلیزونو، پنجرو او بند خونو کې له کوم دلیل او ثبوت پرته افغانان د یرغلګرو تر پښو لاندې شول. له هغوی سره د حېواناتو سلوک وشو، احساسات یې وځپل شول او ان د هغوی په دیني په شعائرو او کلتوري اصولو ملنډې ووهل شوې.

تر فزیکي تعذیبونو ورهاخوا د مسلمانو او لاس تړلیو زندانیانو د ځورونې په خاطر اشغالګرو زیاتره وخت د قرآن کریم بې عزتي کوله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې سپکوونکي شعارونه ورکول او د مظلومو کورنیو د حیاء لوټلو هڅې یې کولې.

یاد زندان دومره بد او کرغېړن و، چې د امریکایانو ستر حامي حامد کرزي یې هم د واکمنۍ په وروستي کال په اړه ویلي و: «د هغو معلوماتو له مخې چې زه يې لرم، بګرام داسې ځای دی چې هلته د توهین او شکنجې له لارې بې ګناه وګړي وروړل کېږي او له کوم جرم پرته په کې اچول کېږي.»

له کرزي وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د سنا یو پلاوي هم منلې وه چې بهرنیو ځواکونو زیاتره خلک د شک په بناء هم بګرام کې زنداني کړي، چې دغه چاره په عامو خلکو کې د امریکایانو پر وړاندې ضد، غوسه او بغاوت راپاروي.

په بګرام کې تر ګڼو اعتصابونو وروسته د بشر حقونو نړیوالې ادارې، امریکايي حکومت او د غرب په حکم ولاړ افغان حکومت هم اړ شو، چې د زندان دننه د بندیانو احوال واخلي. هماغه و، چې دوی په زندان کې د ساتونکو او مسؤلینو بد چلند ولیده! د ولسي جرګې یو پلاوي ومنله چې په بګرام کې ګڼ شمېر بندیان تر ټاکلې مودې بند تېرولو وروسته هم زندانیان دي. د ټاکل شوي هیئت غړي الله ګل مجاهد رسنیو ته وویل: زندان کې ۶۵۰۰ بندیان شتون لري او د چارواکو له لوري ورسره د څارویو په شکل چلند کیږي. نوموړي زیاته کړه: له کله نه چې د بګرام زندان چارې افغان دولت ته سپارل شوې بیا تر اوسه پورې هلته ټول میشت بندیان د خپلو خپلوانو له ملاقاتونو څخه هم محروم دي.

لنډه دا چې بګرام د افغانستان ګوانتنامو زندان و، چې د بشرضد جنایاتو ریکارډونه په کې ثبت شول او که د هر بندي خوله را وسپړل شي؛ نو په بګرام کې به یې ډول، ډول غیر انساني کړنې لیدلې وي؛ خو سره له دې د بګرام ظالم، فاسد او وحشي مسؤلین څو ځله د امریکايي ولسمشرانو (جورج بوش، بارک اوباما، ډونالډ ټرمپ او… ) له لوري وستایل شول.

د همدغو ظلمونو پر ضد زرګونه سرښندونکي افغانان راپورته شول او د وخت د معتصم په امر یې د خپلو خویندو عزت ساتنې ته ملا وتړله. په بګرام هوايي اډې او بهرنیو عسکرو یې مرګوني وارونه وکړل، چې ان هغوی یې هم تائید وکړ.

دغه بریدونه تر ګڼو نورو پوځي اډو او بېسونو ورسېدل، تر دې چې بهرنیان یې له افغانستانه وېستلو ته اړ کړل.

دوی ۲۰۲۱ م کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېټه؛ د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې له بګرامه ووتل او تر اوږدې مودې وروسته د یادې پوځي اډې روښانه ګروپونه مړه شول.

د هېواد د فتحې په ورځو کې مجاهدین وتوانېدل چې ۲۰ کاله وروسته بګرام ته ننوځي او د ټول هېواد په څیر یاد هوايي ډګر هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د بګرام زندان په ماتېدنې سره هلته بندي شوي سلګونه مظلوم مجاهدین او ملکي وګړي ازاد شول.

له بګرامه تر وتنې وروسته هم بهرنیو اشغالګرو یاده اډه په سالمه بڼه افغانانو ته پرې نه ښوده او وروسته د غلام حکومت مسؤلینو هم هلته پاتې شوي پوځي مهمات او وسایل ویجاړ کړل، د رادار سیستم یې تخریب او حتی ډير کوچني ځایونه یې هم ونړول.

خو د شکر ځای دی چې اوس په بګرام کې هيڅ بهرنی نه شته او ژر ده چې زموږ ادیبان یو ځل بېا د بګرام ستاینې پیل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *