اسلامیمقالات

خیریه بشري مرستې او د هغو وېش!

لیکنه: محمدعلي عظمت

زموږ ښکلی دین د خیر او ښېګڼې دین دی، په صدقاتو ورکولو او په مناسبو ځایونو کې یې د لګولو امر کوي، الله ج وایي: ژباړه:« هغه کسان چې د الله ج په لاره کې خپل مالونه لګوي د هغه مثال داسې ده لکه ، چې یوه دانه وکرې هغه اووه وږي راشنه کړي او په هر وږي کې سل دانې وي او الله ج چې چا ته وغواړي ثواب یې څو چنده زیاتوي او الله ج ډېرې پراخۍ والا ، لوی علم والا دی» [بقره/۲۶۱].

صدقې، خیراتونه او له نورو سره مرسته په انفرادي ډول هم کېږي او د یوې ادارې لخوا هم کېږي، یو شخص له اړمنو سره په پټ ډول مرسته کوي او الله ج په پټه سره د صدقې او خیرات امر کوي؛ وایي: ژباړه:« که تاسو ښکاره خیراتونه کوئ نو دا هم ښه ده او په پټه یې کوئ او بې وزلو ته یې ورکوئ نو دا ستاسو لپاره غوره ده او ستاسو ګناهونه رېژوي او الله ج ستاسو له ټولو کارونو په بشپړ ډول خبر دی» [بقره۲۷۱].

حدیث شریف کې راځي رسول الله ص وایي:

ژباړه: (او یو سړی وي هغه دومره په پټه صدقه ورکوي چې ان کیڼ لاس یې پوه نه شي چې ښي لاس څه شي صدقه کړل). متفق علیه.

په پټه توګه د خیرات( نفلي خیرات) ورکول غوره دي ځکه چې ریا او ځانښودنه په کې نه وي او د فرضي بیا ښکاره ورکول غوره او بهتره دي ، څو نور شتمن یې هم ترې زده کړي. د هېواد د اشغال پر مهال خلکو د ډېر مال د ګټلو لپاره ډېر چلونه زده کړل، ډول ډول ټولنې جوړې شوې ، بنسټونه ایجاد شول، خیریه بنسټونه جوړ شول، قسم قسم بنسټونه رامنځته شول او نور…، د دوی په منځ کې ځینې خیریه بنسټونه وو، چې له اړمنو کسانو سره یې مرستې کولې او ځینې یې اوس هم کوي. یوه ټولنه یا اداره له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي خو له هغوی ویډیو وکړي او هغه ویډیو رسنیو ته راوباسي او ټوله نړۍ ورباندې خبره کړي، صدقه او خیرات ورکول غوره کار دی، خو هغه شخص چې څه ورکول کېږي نو د هغه سپکول نه دي په کار، دا یو ډول توهین او سپکاوی دی او ډېر داسې افراد هم شته چې د شرم له امله خپل انځورونه رسنیو ته نه راباسي نو له انځوریز کولو باید ښېګڼه کوونکي ځانونه وژغوري او خپل ځان ته اجر او ثواب وګټي؛ علماء لیکي:

1 ـــ په پټه صدقه ورکول د الله ج په نزد لوی او عظیم اجر لري.

2 ـــ په پټه صدقه ورکول انسان د قیامت په ورځ له ګرمي ساتي. بخاري(۴۲۳) مسلم(۸۰۳۱)

3 ــــ په پټه خیرات ورکول د الله ج د رضا سبب جوړېږي یعنې د الله ج د خوښۍ له اسبابو یو سبب دی.

( طبراني ۹۱۵).

4 ـــ په پټه د صدقې ورکولو معنی دا ده ، چې ته( اې مؤمنه) په الله ج ګران یې. ( ترمذي ۵۶۸).

خیریه بنسټونه باید ټول کارونه د اسلامي امارت تر څارنې او مراقبت لاندې تر سره کړي، د صدقاتو د راټولولو او بېرته وېشلو راپور ورکړي.

همداشان ټول بنسټونه او ادارې خپلې مرستې یوې سیمې کې( چې کوم افت او مصیبت) نه وي ځپلي هلته ونه ویشي، د هېواد په ټولو سیمو کې په نوبت سره تقسیم شي. څو ټول هېواد له مرستو مستفید شي. سمه ده چې مصیبت وهلې سیمه تر یوه حده په پښو ودرېږي، باید بیا له بلې علاقې سره مرسته وشي. دمساجدو له امامانو او دښونځیو له ښوونکو سره په مشوره ، مرسته او همکاري لېستونه جوړ شي، څو دمستحو او غیر مستحقو افرادو توپیر وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *