مصاحبه

د افغان فلم رياست:  فلمونه بايد مثبت پيغامونه ولري،چې ټولنه د اصلاح لورته وهڅولی شي

د پخواني نظام په نسکورېدو او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره يوه موده د افغان فلم رياست فرهنګي او هنري فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول؛خو وروسته له څو مياشتو د دغې ادارې فلم جوړونکو د فلمونو په جوړولو پيل وکړ او افغان فلم يې له سقوطه وژغوره.په دې موده کې په لسهاوو فلمونه جوړ او وړاندې شول.دغه فلمونه د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاليسۍ سره جوړ شول.د يوشمېر دغو فلمونو نومونه په دې ډول دي:له ټولنيزو رسنيو څخه د ګټې اخيستنې فلم،د مغرور ځوان فلم،د سرتيري فلم،د مخدرو موادو پر وړاندې مبازره او همدارنګه د بګرام زندان،چې په افغانستان کې امريکايانو د خپل يرغل او حضور پرمهال د اسلامی امارت مجاهدين په بېلابېلو ډولونو شکنجه کول.په دې تړاو زموږ خبريال د افغان فلم رياست د فلم جوړولو څانګې له آمر عابدالله((عظمت)) سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

نوري

د پخواني نظام په نسکورېدو او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره يوه موده د افغان فلم رياست فرهنګي او هنري فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول؛خو وروسته له څو مياشتو د دغې ادارې فلم جوړونکو د فلمونو په جوړولو پيل وکړ او افغان فلم يې له سقوطه وژغوره.په دې موده کې په لسهاوو فلمونه جوړ او وړاندې شول.دغه فلمونه د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاليسۍ سره جوړ شول.د يوشمېر دغو فلمونو نومونه په دې ډول دي:له ټولنيزو رسنيو څخه د ګټې اخيستنې فلم،د مغرور ځوان فلم،د سرتيري فلم،د مخدرو موادو پر وړاندې مبازره او همدارنګه د بګرام زندان،چې په افغانستان کې امريکايانو د خپل يرغل او حضور پرمهال د اسلامی امارت مجاهدين په بېلابېلو ډولونو شکنجه کول.په دې تړاو زموږ خبريال د افغان فلم رياست د فلم جوړولو څانګې له آمر عابدالله((عظمت)) سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه: له ټولنيزو رسنيو د مثبتې ګټې اخيستنې فلم،چې د افغان فلم لوبغاړو جوړ کړی منځپانګه يې څه ده؟

ځواب: فلمونه بايد مثبت پيغامونه ولري،چې ټولنه د اصلاح لورته وهڅولی شي.

د شلو کلونو په موده کې ډېرې رسنۍ منځ ته راغلي او په دې برخه کې ډېر کار شوی دی.بېلابېلو ټولنو د فلمونو او سريالونو پرجوړولو کار کړی،چې ډېری يې د تبليغاتي کړيو په خدمت کې وې.ځوانانوته يې د بېلارۍ کېدو لار ورښودله؛خو کله،چې موږ فعاليت پيل کړ زموږ موخه له فلم څخه دا ده،چې څنګه ترې مثبته ګټه واخلو او دا کار درسنيو له لارې شونی دی.اوس موږ کولی شو،چې رسنۍ د يوه ښوونځي په ډول وکارو.موږ کولی شو ګټور معلومات له رسنيو ترلاسه کړو،چې زموږ د ماشومانو او د ټولنې د ښې روزنې په برخه کې ترې ګټه واخيستل شي.د دې لپاره چې ځوانان په رسنيو او نورو ځايونو کې له بېځايه بحثونو او خبرو وژغورو؛نو موږ د ټولنيزو رسنيو فلم جوړ او د ټولنې د اصلاح  لپاره وړاندې کړ.

پوښتنه:تاسې د مغرور ځوان د فلم پر جوړولو بوخت ياست،که مهرباني وکړئ چې دغه فلم د څه موخې لپاره جوړېږي؟

ځواب:د مغرور ځوان فلم پر طبقاتي توپيرونو څرخېږي.دغه مغرور ځوان له خپلو همځولو،کارګرانو او ټيټې طبقې له خلکو سره ښه چلند نه کوي.ان تر دې،چې د اړتيا پر مهال هم هغوی ته سپورې ستغې وايي.دا يوازې زموږ په هېواد کې رواج نه لري؛بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم دا دود شتون لري.زموږ په ولايتونو کې هم دغه ډول کورنۍ شته،چې ډېر مغروره دي او د هغوی غړي په ټولنه کې خلکو ته په ښه نظر نه ګوري.په جوړ شوي فلم کې په دغو مغروره کسانو نيوکه شوې ده. د مغرور ځوان فلم نامه مو وليکه او دا کار د افغان  فلم د يوه فلم ليکونکي په واسطه ترسره شو او سربېره پر دې يو کس د دادالله په نامه،چې د ممثلۍ دنده ترسره کوي د ده تر مشرۍ لاندې ځيني نور کسان هم په دغه فلم کې ښکېل شوي دي.موږ د بوديجې د نه شتون له امله پر دې نه يو توانېدلي،چې له بهره لوبغاړي را وبلو او ترې ګټه پورته کړو.

پوښتنه:د سرتېري فلم د افغانستان د ستونزمنو شرايطو په پام کې نيولو سره پر کوم محور راڅرخېږي؟

ځواب:دغه فلم د کال په پيل کې د ظريف تر کار ګرداني لاندې جوړ شو.د شوتنګ چارې په کابل ښار کې ترسره شوې او دا مو وښوده،چې يو سرتيری د سهار له راويښېدو تر بېرته وېده کېدو او همداسې تر شپنۍ پيرې پورې څومره فعاليت کوي؟ د ده چلند له ولس سره څنګه دی او اوسنی توپير يې په څه کې دی او سربېره پر دې د ده موخه څه ده؟موږ په دې اړه د سرتيري فلم جوړ کړ.اصلي موخه يې دا ده ،چې د يوه سرتيري ورځنی فعاليت څنګه دی،څه کوي او په کومو ځايونو کې مسؤليتونه لري؟ په دې اړه له خلکو نظر غوښتنه شوې او هم له سرتېرو څخه.موږ له دواړو اړخونو د خوښۍ او رضايت لرلو پوښتنې هم کړي دي.

پوښتنه:تاسې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې فلم هم جوړ کړی دی،که مهرباني وکړئ وواياست،چې د دغه فلم منځپانګه پر څه راڅرخي؟

ځواب: په افغانستان کې د تېرو څولسيزو جګړو او په تېره بيا تېرو دولسو کالو جګړو له امله زموږ په سلهاوو زرو ځوانانو او نورو وکړو د مخدرو موادو لمنې ته وغورځېدل.د فلم جوړولو مخکې موږ څېړنه او پلټنه وکړه او په داسې يو حساس وخت کې د کابل د پل سوخته سيمه کې پر مخدرو موادو روږدو کسانو موضوع هم را برسېره شوه.د عامې روغتياوزارت او کورنيو چارو وزارت پر دې وتوانېدل،چې د دغه پله ټول روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې د روږدو کسانو روغتونونو ته د درملنې لپاره ولېږدوي.همدغه مهال دغه سوژه زموږ مخې ته راغله.موږ د ځوانانو،سپين ږيرو او ماشومانو سره مخامخ شو، له داسې کسانو سره هم مخ شو، چې له کمپيوتر پرته په څو ژبو يې خبرې هم کولی شوې؛خو له بده مرغه،چې د مخدرو موادو لمنې ته د غورځېدلو له امله له کاره لوېدلي وو.موږ دغه ستونزو او خطرونو ته په کتو سره دا مو مناسبه وبلله،چې د مخدرو موادو په اړه يو فلم جوړ کړو، دغه فلم د تېر کال په وروستۍ مياشت کې بشپړ شو.

پوښتنه:د بګرام د زندان فلم،چې شهرت هم لري پرکومو موضوعاتو تمرکزلري او اصلي موخه يې څه ده؟

ځواب:د بګرام د زندان فلم د يوه ساعته لپاره دی،چې تېرکال جوړ او وړاندې شو.د دغه فلم د جوړولو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت وياند مولوی ذبيح الله ((مجاهد)) او ځينو  مشرانو سره مرکې هم شوې دي.د افغان فلم رياست د فلم جوړولو ټيم بګرام ته تللی و او هلته يې هغه کيسې او حقيقتونه را وسپړل،چې مخکې څوک خبر نه وو دا؛ځکه چې هغه مهال داسې رسنۍ نه ليدل کېدې،چې داسې ترخه واقعيتونه دې را وسپړي او بيا يې دې خپاره کړي.رسنيو د داسې حقيقتونو سره لېوالتيا نه لرله.موږ د بګرام زندان له بنديانو داسې حقايق هم واورېدل،چې چا د لويديځو هېوادونو د سرتېرو په حضور کې څه نه شوی ويلی.د دغه حقايقو د بشپړولو لپاره کابو شپږ ځايه مرکې وکړې او د ياد زندان حقايق مو کورنيو او نړيوالو کسانو ته وروښودل .دغه فلم زموږ په ملي دواړو دري او پښتو ژبو جوړ شوی دی.کله،چې دغه فلم د ملي دفاع وزارت په قول اردوګانو، د افغان فلم په تالاراو همداسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالارکې وړاندې شو.کله،چې فلم وړاندې کېده د رسنيو خبريالان  راغلي وو.د فلم د ليدلو پرمهال ځوانان احساساتي شول او په سترګو کې يې اوښکې پيدا شوې.دغو ځوانانو دا تصور نه کاوه،چې د بګرام په زندان کې به داسې ترخې پېښې تېرې شوي وي.داسې ځوانان د بګرام په زندان کې پراته وو،چې کله به يې کورنۍ ليدوته ورغلې د دوی لاسونه او پښې به تړلې وو.همداسې د بګرام په فلم کې د يوه بل بندي کيسه هم راغلې وه،چې هغه د يوه بندي درې مياشتينی ماشوم خاوند و،خو کله،چې بندي کېږي له شپږو کلونو وروسته،چې خوشې کېږي او بياخپل کورته ځي ماشوم خپل پلار نه پېژني.

پوښتنه:هېوادوالو او فلم جوړونکو ته څه وينا او پيغام لرئ؟

ځواب:د فلم جوړونکو سره موږ همکاري لرو،چې په دې څو وختونو کې يوه جشنواره جوړه شوې وه، موږ هم د افغان فلم په استازيتوب د سرتيري فلم ور لېږلی و، له دغو پرودکشنونو سره زموږ بشپړه همغږي شتون لري.موږ هم هيله من يو،چې دوی ازادانه فعاليت وکړي، بايد داسې ټولنيزې سوژې راپورته کړي،چې هغوی ته ټولنه اړتيا ولري.په داسې سوژو کار عبث دی،چې هغه ټولنيزه ګټه ونه لري، د بېلګې په توګه په دې لند وخت کې د چوپان نورستاني په نوم يو فلم جوړ شو،چې په دغه فلم کابو دوه ميليونه افغانۍ لګښت راغی.د دغه فلم اصلي موخه او پيغام دا وه،چې هغه ناروا او منفي دودونه،چې ټولنې ته تاوان پېښوي د هغې خلاف مبارزه وشي او د تمدن پر لور يون پيل کړي. موږ له ټولو هغو پرودکشنونو او فلم جوړونکو دا هيله لرو،چې په خپلو فلمونو کې له مثبتو او ګټورو سوژو کار واخلي ،چې خلکو ته ښه پيغام وړاندې کړای شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *