مصاحبه

شوروي د افغانانو پر مټ له نړیوال زبرځواک څخه و پرځوول شو

افغانستان چې په غېږ کې یې د نړۍ لویو امپراطوریو ماته خواړلې ده او بېرته د وتلو لار یې ځینې ورکه کړې ده، دوی تل غوښتي چې د افغانستان د خپلو شومو لومو په دام کې ګیر او خپلې موخې پکې ومومي او وخت نا وخت افغانستان د نیولو او اشغال هڅه کړې ده؛ خو د نیکه مرغه چې د افغانستان د سر ښندونکو ځوانانو په مټ او د الهي په نصرت یې تل د شرم غټ پنډ په شاه وړی چې خپله غټه پوزه پرې پټه کړي؛ خو دا یې هېر دي چې په پنډونو به د شرم پوزه تر کومه پټه وساتي؟

افغانستان چې په غېږ کې یې د نړۍ لویو امپراطوریو ماته خواړلې ده او بېرته د وتلو لار یې ځینې ورکه کړې ده، دوی تل غوښتي چې د افغانستان د خپلو شومو لومو په دام کې ګیر او خپلې موخې پکې ومومي او وخت نا وخت افغانستان د نیولو او اشغال هڅه کړې ده؛ خو د نیکه مرغه چې د افغانستان د سر ښندونکو ځوانانو په مټ او د الهي په نصرت یې تل د شرم غټ پنډ په شاه وړی چې خپله غټه پوزه پرې پټه کړي؛ خو دا یې هېر دي چې په پنډونو به د شرم پوزه تر کومه پټه وساتي؟

رابه شو دې ته چې افغانستان کې د هغوی د وخت شتون ګټه کړې ده او که زیان؟

دا چې افغانان د نړۍ تر ټولو ویاړلی تاریخ لري، نو کله یې هم د نړۍ ابر قدرت هېوادونو ته په تش لاس تسلیم شوي نه دي. د شوروي اتحاد چې په ډېر لوی ارمان افغانستان ته راغلی وه، بېرته د اتلس ټوټو وېش سره مخ شو چې د تاریخ تر ټولو ستر او نه جبران کېدونکی زیان ورته تمامه شوه. دوی غوښته چې افغانستان د شوروي اتحاد یوه برخه وګرځوي او د خپل هېواد پالیسي پکې عملي کړي چې د افغانانو لخوا یې د لاسونو ترڅنګ ژبه هم ور پرې شوله.

د روسیې اوسنی ځواکمن اقتصاد او په فقر کې ډوب افغانستان تر اوسه د ټولو په خوله ده او ور سره یې مقایسه کوي. د نړیوالو په خولي چې تل وایي: ماته او ټوټه شوې روسیه چېرته د زړورو او فاتح افغانانو د خړو مټو زور برابر چې په روسیه یې په افغانستان کې ماته کړه؛ خو تجزیه یې بیا روسیه په خپل کور کې کړه. ګټه یې روسیې ته دا وه چې د خپلې خاوري ساتل یې نه شو کولای او د باتورانو خاورې د نیولو لپاره راغلي و چې کوم کار روسیې په ډېر څه نه شو کولای، هغه ورته افغانانو ډېر په اسانه سره وکړل.

دوی خو دومره پوهېږي چې افغانانو د روسيې ماتې پسې مسکو ته تللي نه ول، روسانو ورته د مسکو ماته خپل کور افغانستان ته راوړې وه. دا په داسې حال کې ده چې روسیې د افغانستان ماتې څخه مخکې د نړۍ ستر زبر ځواک وو او په ټوله نړۍ د امپراطورۍ خوبونه یې لیدل، هېوادونه یې د هېوادونو پسې یو په یو نیول.

ولې هغه وخت یې د باندې نه د افغانانو خړې؛ خو په وزن درندې جامې لیدلې وې او د مټو زور یې ورته هېڅ هم نه ښکارېدل. دوی د افغانانو غرور او فولادي هوډ ته په سپک نظر وکتل او د اسیايي هېوادونو په څېر یې د ګران افغانستان د تېرولو لپاره را ودانګل؛ خو بېرته یې افغانانو غاښونه په دې ډول ور مات کړل چې پخواني هضم هېوادونه یې هم ورته د معدې څخه رابهر کړل.

وروسته د اتحاد جماهیر شوروي پر ځای د وخت پاشلې او وېشلې روسیه شوه چې له بده مرغه د ماتې وروسته پاشلي شوروي په روسیه او افغانستان د سنګاپور بدلېدو پر ځای نور هم د کمزوري او ځپلي اقتصاد غېږ ته و لېده.

د نن څخه ۳۵ کاله وړاندې په همدې ورځ اتحاد جماهیر شوروي د افغانانو په مټ په افغانستان کې مات؛ خو په مسکو کې تجزیه رامنځته شوه او د کلونو خواري یې د تل لپاره د افغانانو په لاسونو دړې وړې شوه.

پر افغانستان یې یرغل په کال (۱۳۵۸)  چې (۱۹۷۸) کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سل زره سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، شوروي اتحاد د افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

دې جګړې نږدې لس کاله دوام وکړ او افغانانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پر افغانستان د شورويانو یرغل پر مهال شاوخوا یو نيم ميلیون افغانان شهیدان شول او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.

یو ورور چې د دواړو پښو د لاسه ور کولو سره یې د روسانو پر وړاندې ودرېدلی دی، د ورځپاڼې سره یې ځانګړې مرکه کړې ده:

پوښتنه: نوم مو او د کوم ولایت یې؟

ځواب: محمد عمر مې نوم دی او کابل ولایت اوسېدونکی یم.

پوښتنه: په څو کلنۍ کې دې د شوروي پر وړاندې جهاد کې ونډه واخیسته؟

ځواب: کله چې جهاد خبره وي، بیا هغلته جزبه په کار وي او عمر پکې هېڅ اړین نه دی، نو زه هم د نوې ځوانۍ په مرحله کې وم. عمر مې اوولس کاله وه چې په جهاد کې مې برخه واخیسته. هغه وخت دا مې زړه کې اور وه چې باید افغانستان د سرو لښکرو څخه ازاد ووینم، ځکه هغه وخت دا جزبه د هېواد د مینې وه.

پوښتنه: دا فکر مو کوه چې د نړۍ زبر ځواک هېواد به مات کړئ؟

ځواب: کله چې اراده پاکه وي او د الله ج رضا پکې شامله وي، نو هغه قوي ارادې ته هېڅ د نړۍ او تاغوتي قوت هېڅ ارزښت نه لري. ولې هغوی چې فزیکي ځواک درلوده او زمونږ د دننه چې قوت چې په هېڅ بهرني قوت ټینګ نه دی، نو هر څه کې ستونزې وې، تش لاس وو، وطن مو د سرو لښکرو په لاس کې وه، نو دا مو د ټولو افغانانو اراده وه چې ور سره په ټول ځواک وجنګېږو او نړۍ له زبر ځواکۍ څخه مو خطا کړ. مونږ چې کله سر په لاس کې نیولی وو، بیا نو دا فکر نه راته چې مونږ ماتې ومنو، همدا نننی ځواک وه چې د نړۍ ابر قدرت مو په کونډو کړو.

پوښتنه: هغه څه ول چې تاته یې د جهاد په جریان کې ډاډ در کوه؟

ځواب: لکه څنګه چې وینې، ما دوه پښې په جهاد کې له لاسه ور کړي دي، نو دا ډاډ نه ښکاري چې یو انسان د خپل ځان یوه برخه د لاسه ور کړي، بیا هم غواړي د هېواد ازادۍ لپاره بیا جنګېږي، نو دا ډاډ نه دی؟ بلکل څوک چې په تش لاس د نړۍ د وخت زبر ځواک سره جهاد میدان ته راشي، همدا میدان کې شتون خپله ډاډ دی نو یو څه وه تل یې راته هیله راکوله، هغه هم د افغانانو مېړانه او میدان وړل وه.

پوښتنه: د جهاد تر ټولو جالبه خاطره دې راته ووایه!

ځواب: ډېر کله خلک وایي چې افغان ماشومان ډېر سر شاره دي، کله کله دا ښه وي چې انسان دې دغه ډول واوسي. داسې مې یادېږي چې کله به شوروي اتحاد د هوا له لارې په مونږ بمبار کوه، نو د بیلر په اندازه به یې بمونه وحشیانو په مونږ را غورځول، بیا به ورته لرې ماشومان ولاړ ول او په هوا کې به یې د بمب پاتې برخه جروله او ویل به یې چې د دې بمب پاتې شوې برخه زما ده، څوک لاس نه ور وړئ. دا مې د جهاد تر ټولو جالبه خاطره ده، هغه وخت مې وویل چې افغانستان نیول د هر ځواکمن هېواد ناممکنه ده، که وې نیسي بیا هم به ور سره تر ډېره پاتې نه شي.

پوښتنه: په وروستیو کې دې پیغام څه دی؟

ځواب: دا به ووایم چې افغانستان باید نور په خپله جوړ کړو، دا مو په خپله ولیدل چې هر څوک افغانستان ته راغلي دي، د جوړېدو پر ځای یې وران کړی دی، د ټولو ارزښتمن شیان یې زیانمن کړي دي، نو دا مو تجربه ده چې بل چا مو راته هېواد د جوړېدو پر ځای وران کړی دی، نو راځئ دا خاوره په خپله جوړه کړو، هېواد مو د نورې نړۍ سره سیال کړو، دا مې د ټولو نه غوښتنه ده چې خپل هېواد د ابادۍ لپاره لاس سره یو کړو.

او بلاخره د افغانانو کلک مقاومت روسان له افغانستانه وتلو ته اړ کړل.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبیکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځي یرغل پای ته ورسېد.

زیارمل هوتک

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *