مصاحبه

د کانونو او پټروليم وزارت:د آزادې سيالۍ له لارې ۷ لوی کانونه کورنيو او بهرنيو کمپنيوته ورکړل کېږي

د کانونو او پټروليم وزارت د خپلو فعاليتونو په لړکې د اووه کانونو لکه: د لوګر ولايت د عينکو مس دويم کان،د تخار ولايت د سرو زرو کان،د پنجشېر د زمرد کان،د هرات د غوريانو د اوسپنې دوه کانونه او ځېني نور کانونه د ازادې سيالۍ له لارې پانګوالو ته ورکړکېږي.

نوری

د کانونو او پټروليم وزارت د خپلو فعاليتونو په لړکې د اووه کانونو لکه: د لوګر ولايت د عينکو مس دويم کان،د تخار ولايت د سرو زرو کان،د پنجشېر د زمرد کان،د هرات د غوريانو د اوسپنې دوه کانونه او ځېني نور کانونه د ازادې سيالۍ له لارې پانګوالو ته ورکړکېږي.په دغو کانونو کې ايراني،چيني،ترکي او برتانوي کمپنۍهم شاملې دي.په يادو کانونو کې له اووه ميليارډو ډالرو ډېره پانګونه کېږي.همداسې د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او پلورچې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي وو اوس بېرته صادرات او پلور يې پيل شوی دی. همداراز د لوګر د عينکود مسو کان،چې تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی د رااېستلو لپاره يې چارې پيل شوې دي.د کانونو په رااېستلو سره زموږ د هېواد او خلکو اقتصاد غښتلې کېدای شي.همدا اوس په لسهاوو زره ځوانان په دغو کانونو کې په کار بوخت دي.د کانونو اقتصادي ارزښت ته په کتو سره زموږ خبريال د کانونو او پټروليم وزارت له وياند ښاغلي همايون افغان سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه:په دې وروستيو کې د افغانستان ځينې کانونه د ازادې سيالۍ له لارې خصوصي سکتور او بهرنيو هېوادونو کمپنيو او سوداګرو ته وړاندې شوي دي که مهرباني وکړئ د دغو کانونود څرنګوالي په تړاو رڼا واچوئ؟

ځواب: د آزادې سيالۍ له لارې ۷ لوی کانونه کورنيو او بهرنيو کمپنيوته ورکول کېږي.د افغانستان د اسلامي امارت له بريا وروسته د هېواد د کانونو رااېستلو ته ډېره پاملرنه واړول شوه.په دې موده کې د لږ مقياس او لوړ مقياس کانونو قرادادونه لاسليک شوي دي.څو موده وړاندې د ۷ کانونو تړونونه لاسليک شول.يو د سره زرو کان د تخار ولايت په يو سيمه کې د دوولسو کيلومترو په ساحه کې موقعيت لري.دېرش ټنه يې ذخيره ده،خو د يوې بلې سروې له مخې دغه ذخيره سل ټنه اټکل شوې ده.په دغه کان کې به ۳۱۰ ميليونه ډالره چينايي او افغان شرکتونه پانګونه کوي، ۵۷ سلنه ريالټي حکومت ته ورکول کېږي، د کان د رااېستلو لګښت په دغو شرکتونو پورې اړه لري، همدارنګه د لوګر د عينکو مسو دويم کان،چې د مسو  لومړي کان ته نږدې موقعيت لري يوې چيني ګمپنۍ ته ورکړل شوی دی.د دغه کان مساحت ۲۴۵ کيلو متره مربع دی،چې ۴۱۱ ميليونه ډالره پرې پانګونه کېږي.د حکومت رياليټي دوولس سلنه ده او د قرارداد موده دېرش کاله ټاکل شوې ده، د سرب او جست کان د ۲۰۷ کيلومتره مربع په مساحت دغور په ولايت کې موقعيت لري. چې يوې افغاني کمپنۍ ته ورکړشوی دی، د افغان حکومت برخه په کې ۲۰ سلنه ده او ۵۳۷ ميليونه ډالره پانګونه کېږي، په همدارنګه څلور د اوسپنې کانونه ،چې د هرات ولايت غوريانو ولسوالۍ کې د زرو کليو متره مربع  په مساحت موقعيت لري، دغه کان په څلورو بلاکونو ويشل شوي دي، په دغه کان کې ترکي،ايراني ،برتانوي او افغاني کمپنيو برخه لري، په لومړي بلاک کې دوه اعشاريه ۸ ميليارده ډالره پانګونه ده،ريالیټي يې د افغان دولت لپاره ۱۳ سلنه د دېرشو کلونو لپاره ده، دويم بلاک کې ۸۷۴ ميلیونه ډالره پانګونه کېږي.همداسې په دريم بلاک کې ۵۷۲ ميليونه ډالره پانګونه او په څلورم بلاک کې يو اعشاريه اوولس ميليارډه ډالره پانګونه کېږي.

پوښتنه: په اټکليز ډول د افغانستان د کانونو ارزښت څو ته رسېږي؟

ځواب:د يوې سروې له مخې، يو ټرليون ډالره او همدارنګه د يوې بلې سروې له مخې درې ټرليون ډالره اټکل شوي دي.کېدای شي له دې هم لوړ وي دا؛ځکه موږ داسې منرالونه لرو،چې د وخت به تېرېدو د هغو ارزښت هم لوړېږي، په تېره بيا دليتيم کان، له دې پلوه افغانستان يو بډای هېواد دی.

پوښتنه:اوس څو کانونه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او ترلاسه شوي عوايد يې څومره دي؟

ځواب:کانونه په دوه برخو ويشلی شوی،چې کوچني مقياس او د لوی مقياس کانونه دي، د کوچني مقياس د کانونو کابو دوه سوه قراردادونه لرو،چې بېلابېل د رااېستلو او کشف پړاوونه وهي،همدارنګه د لوي مقياس کانونو قراردادونه هم  لرو،چې خپل پړاوونه بشپړوي.د دغو کانونو څخه ځيني د رااېستلو  او ځيني يې د اکتشاف په مراحلو کې دي.د کانونو له درکه تېر کال کابو اوولس نيم ميليارډه افغانۍ عوايد تول شوی و.دغه عوايد د ماليې وزارت حساب کې جمع او داخل شوي دي.

پوښتنه:د لوګر د عينکو د مسو کان چارې څومره مخته تللي دي؟

ځواب:د دغه کان قراداد په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې د چيني کمپنۍ او د پخواني نظام  ترمنځ لاسليک شوی.کله،چې اسلامي امارت منځته راغی د ياد کان ستونزې د نوي نظام پر وړاندې هم راولاړې شوې، د دغه کان کار درول شوی و نورې ستونزې هم په دې برخه کې ليدل کېداې، ياد کان د نړۍ په سطحه دويم کان دی، د کانونو او پټروليم وزارت مشري له چينايي کمپنۍ سره په وار وار ناستې لرلې،چې د غه کان ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.په پخواني نظام کې د کان پروړاندې دوې ستونزې پرتې وې،يوه ستونزه د امنيت نه شتون و او بله يې د ځمکې لاندې د تاريخي آبدو او اثارو شتون و؛خو اوس چې اسلامي امارت منځته راغلی امنيت بسيا شوی،خو د ځمکې لاندې د تاريخي آبدو او اثارو شتون ستونزه  هواره شوې نه ده.د دغې ستونزې د هوارولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په اړيکه کې يو او همدارنګه له چينايي اړخ سره، ترڅود عينکو کان د مسو د رااېستلو بهير کار پيل شي.دغه کار وخت نيسي؛نو موږ يوه بله طرحه کار کوو،هغه دا،چې له لاندې کار وشي.دغه طرحه تر ارزونې لاندې نيول کېږي،چې ياده طرحه اقتصادي ده که څنګه!

د دغې طرحې د پلې کولو لپاره پر خبرو او مذاکرو اخته يو، موږ هيله من يو،چې په نژدې راتلونکې کې به ستونزې حل کړای شو.

پوښتنه:په دې وروستيو کې د پنجشېر د زمرد کانونو د رااېستلو او د هغو ګټې اخيستنې ته سپارلوخبرې کېږي.دغه کان څومره ارزښت لري؟

ځواب: پنجشېر ولايت د زمرد د کانونو له پلوه ډېر غني ولايت دی؛خو له بده مرغه،چې مخکې دغه کانونه د زورواکانو او مفسدينو له خوا په غير قانوني توګه راېستل او بيا قاچاق کېده، دولت او ملت ته يې هېڅ ګټه نه رسېده، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغو کانونو ته ځانګړې پاملرنه واړول شوه، په دغه لړکې زموږ ټيمونه پنجشېر ته لاړل او د زمردو کانونه يې سروې کړل، تر دې مودې کابو اووه سوه د زمردوکانونه تثبيت شوي دي، په دويم پړاو کې مو خلکو ته قانوني جوازونه ورکړل،چې د زمرد په کانونو کې کار وکړي او دولت يې څارنه ترسره کړي،چې خلکو او دولت ته يې ګټه ورسېږي.په دې کار کې خلک بوخت شوي دي، تراوسه موږ تر کابو درې نيمو سوو پورې جوازونه ويشلي او همدااوس د کانونو د کيندنې او رااېستلو چارې روانې دي.تېره اوونۍ د رسنيو په شتون کې خصوصي سکتور،سوداګرو،پانګوالو او بهرنيو کمپنيو استازي آزادې سيالۍ ته راغلي وو.اوس کار په ابتدايي توګه روان دی؛خو موږ هڅه کوو،چې په پرمختللي ډول کار پرمخ ولاړ شي.

پوښتنه:په کانونو کې د پر کار ګمارنې يا استخدام بهير څنګه دی؟

ځواب:افغانان د وزګارتيا له کبله ځورېږي او دا د افغانانو پر وړاندې لويه ننګونه شمېرل کېږي، موږ هڅه او هاند کوو،چې له کورنيو او بهرنيوشرکتونو سره د نويو قراردادونوله لارې هېوادوالو ته کاري فرصتونه پيدا کړو، په کوچني مقياس قرار داد کې په منځني ډول په هرکان کې کابو دوه سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده؛خو په لوي مقياس کانونو کې په   زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده، همداسې په غير مستقيم ډول په لسهاوو زره هېوادوال په کانونو کې فعاليت کوي، په کومو ځايونو کې،چې کانونه کېندل کېږي د کارکولو لومړيتوب د هغې سيمې خلکو ته ورکول کېږي، که چېرې نورو کسانو ته اړتيا پيدا شي ،په داسې حالت کې د نورو سيمو خلک پر کار ګمارل کېږی.کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته شرط ږدو،چې په کانونو کې افغانان مقرر شي،اوس په کانونو کې له سل زرو زياد کسان بوخت دي، کانونه د اکتشاف په حالت کې دي؛نو ځکه په دې پړاو کې د پر کار ګمارنې بهير کم وي؛خو کله،چې د رااېستلو او ګټې اخيستنې پړاو ته ورسېږو د پرکار ګمارنې بهير لس چنده لوړېږي.

پوښتنه:د ډبرو سکرو صادرات او پلور کې ځنډ او خنډ پيدا شوی و،اوس حالت څنګه دی؟

ځواب:نړيوال بازار کې بدلون راغی او د سکرو بازار او صادرات په يوه اساس نه وو ولاړ،تېر کال د ډبر سکرو نرځ په نړيواله کچه لوړ شو موږ هم ريالټي اوتعرفه لوړه کړه،خو کله،چې بيې ټيټې شوې د ډبروسکرو کاراغېزمن شو. دمعادن او پترولیم وزارت تصميم ونيو،چې ريالټي  راټيټه کړي،چې له درې نيم زرو افغانيو څخه دوه نيم زرو ته راټيټه شوه او په دويم ځل دوه زره او دوه سوه ته راټيټه شوه، همدارنګه ګمرکي محصول له شپېتو ډالرو څخه پنځه څلوېښتو ډالرو ته راټيټ کړای شواو بيا تر دېرشو ډالرو پورې راټيټه شو، اوس د ډبرو سکرو بازار او پلور په عادي حالت ترسره کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *