فرهنگی

آی خانم ، د افغانستان ترټولومهم اولرغونی ښار

د افغانستان په هره برخه کې لرغوني آثارموندل کېږي څومره به د امکاناتو د نه شتون له وجې همدا اوس هم ترمځکې لاندې نا کشف پراته وي ؟ که لرغوني آثارددغه ملک په لرغونتیا دلالت کوي او موږ ته دا راښیې چې د بشراسکان په دې جغرافیا کې لرغونی دی بیا نوددې پوښتنې حق هم لروڅو وپوښتوچې بیا ولې ددې جغرافیا خلک د نړۍ د نوروهېوادونوپه پرتله دومره وروسته پاته دي چې د خپلو لرغونوتوکو راسپړلواوپېژندلو ته بهرني لرغون پېژاندي را بولي ؟

حیا ت الله حلیم

د افغانستان په هره برخه کې لرغوني آثارموندل کېږي څومره به د امکاناتو د نه شتون له وجې همدا اوس هم ترمځکې لاندې نا کشف پراته وي ؟ که لرغوني آثارددغه ملک په لرغونتیا دلالت کوي او موږ ته دا راښیې چې د بشراسکان په دې جغرافیا کې لرغونی دی بیا نوددې پوښتنې حق هم لروڅو وپوښتوچې بیا ولې ددې جغرافیا خلک د نړۍ د نوروهېوادونوپه پرتله دومره وروسته پاته دي چې د خپلو لرغونوتوکو راسپړلواوپېژندلو ته بهرني لرغون پېژاندي را بولي ؟

له دې خبروبه عجالتاً تیرشواود (ای خانم) په لرغوني ښار، چې څنګه کشف شو چا کشف کړ؟ را تکیه شو.

دمحمد ظاهرشاه د واکمنۍ زمانه وه دغه باچا د ښکارډېرشوقمن و، د هېوادهرې برخې ته به د ښکار لپاره سفرونه ، ددغه سفرونو په ترڅ کې په ۱۹۶۱ کال دښکارپه مهال په تخارکې له داسې لرغونوتیت پرک اوپاشل شویو ټوټوسره مخ شوچې دحیرانتیا له وجې ښکارترې پاته شو، را وګرخېد امریې وکړچې ساحه کلابنده اوله تخارڅخه د بازګشت په ترڅ کې یې د اطلاعات کلتوروزارت ته دنده وسپارله چې بهرني لرغون پېژاندي راوغواړي څوپه سیمه علمي تحقیقات اوپلټنې وکړي.

هماغه وچې (پاول برنارد ) دنړۍ په کچه مشهوراوپېژندل شوی فرانسوي لرغون پوه له خپل ټیم سره افغانستان ته راغی اود تخارپه ولایت کې یې له ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۷۸ کال پورې یې په څومرحلوکې په کیندنواومیندنوپیل وکړ ددوی د زحمتونونتیجه دا شوه چې په لرغونو زمانو کې ای خانم یو لوی او با عظمته ښاروو  چې د اسکندرمقدوني لخوا په پیل کې دیوې نظامي هډې په توګه جوړشوی و، له دې چې یونانیان اوبومي خلک ګډ پکې اوسېدل ،  ورووروپه یوه لوی ښار بدل اود یونانیانولخوا دهیلن کلتوراوتمدن پکې رواج شوی و ، هلن کلتورپه یوناني سبک د معمارۍ اومجسمه سازۍ سبک و، یونانیانو به په مفتوحه سیمو کې دشانداره قصرونودرلودنکي لوی او واړه ښارونه د یونان په تقلید جوړول چې په دې ډله کې د ای خانم مشهورښارهم چې په یوناني سبک جوړ شوی او ترمخکې لاند ښخ و کشف اود نړۍ د لرغون پېژاندو اوتاریخ پوهانولخوا یې تود هرکلی وشو.

که څه هم د یونانیانوپه لیکل شویواسنادوکې داسې شواهد چې ددغه ښارد بنسټ اېښودلودقیق تاریخ او نوم پکې معلوم وي ، نشته ، څووپوهېږویونانیانودا ښارپه کوم تاریخ بنسټ ګزاري کړی په هغه زمانوکې په کوم نامه یاد کړی خودومره معلومېږي کله چې سترسکندرپه ۳۲۸ قبل المیلاد کې په بیسوس پسې شمالي افغانستان ته راغی د همدې نظامي هډې بنست یې کېښود ، د( لومړي انتیوکوس ) په وخت کې دا نظامي هډه په یوه پلان شوي ښاربدله شوه اوپه افغانستان کې له کشف وروسته دغه نوي موندل شوي ښارته د آی خانم (سپوږمۍ مېرمن ) نوم ورکړل شو.

کله چې سکندرمړشونودده پراخه امپراطوري یې داختلافاتوله وجې دجنرالانوترمنځ وویشل شوه د سکندر د جنرالانوله جملې څخه سلیوکوس په ختیځ کې د سکندرد امپراطورۍ زیاته برخه ترخپل واک لاندې را وستله اود سلیوسید په نامه یې په ختیځ کې لویه اومستقله امپراطوري را منځ ته کړه . په پیل کې د باختراوسغدیانا سیمې هم دسلیوسید د امپراطورۍ ساتراپي (ولایتونه ) و خو په لودیځ کې مغشوش حالات ددې سبب شول چې په ختیځ کې ځېني محلي اوقامي مشران د سلیوسید په ضد بغاوتونه پیل آن تردې چې ځینوساتراپانوپه خپلو نوم او تصویرونوسیکې ضرب کړې چې یوهم د بلخ ساتراپ و چې په باخترکې یې په خپل نامه سیکه ووهله.

په پاروپامیزاد (بګرام ) کې هم د سکندرلخوا مقررشوي پخواني ساتراپ (اوکسیارتیس ) چې د اسکندر مقدوني د میرمنې (رخشانې ، رکسانې ، روشانې ، روشنک  ) پلارهم وپه خپل نامه سکه ووهله .

د پورته ټولوبغاوتونود مهارولو لپاره په ۳۰۵ یا ۳۰۶ قبل المیلاد کې د بابل مرکزي امپراطورسلیوسید د منځنۍ اسیا اوختیځ په لوریونظامي کمپاین را پیل څود پاروپامیزاداوبلخ په شمول ټولې یاغي شوې سیمې یې بېرته ترخپل کنترول لاندې را وستې ، سلیوسید خپل مشرزوی انتیوکوس دټولوختیځوسیموحکمران وټاکه نوموړي وکولای شول چې د مقدوني یا هیلن اداره بېرته په باخترکې په پښوودروي دغه کس په باخترکې ډېرپلویان درلودل ځکه موریې ( اپاما ) د باختري سپیتامین لوراود سکندرپه ژوند دده پلار سلیوسید ته واده شوې وه نوځکه باختریان یې ماما خیل اوښه پرې لګېدل .

د همدې انتیوکوس په وخت کې د آی خانم ښار له۲۸۱ نه تر ۲۶۱ قبل المیلاد پورې ډېره پراختیا او پرمختیا وموندله زیات یونانیان دغه ښارته راغلل.

دای خانم د ښارنقشه اودیزاین ډېرښایسته و، ددغه ښارپاته شوني په واضحه توګه ښیې چې دا یوه شاهي پلازمېنه وه خوداچې کله (ای خانم) د باخترپه پلازمېنه بدل شومختلف روایات موجود دي یوشمېرپوهان په دې باوردي چې لومړنی شاه چې د آی خانم په ښارکې یې د شاهي قصرپه جوړولوپیل وکړ(لومړی ایوتید یموس  ۲۳۶ نه تر ۱۹۰ قبل المیلاد ) اودده زوی لومړی دیمتریوس (۱۹۰ نه تر ۱۸۰ق م) پورې وو، ددوی داقتدارپه وخت کې آی خانم نوره هم پراختیا وموندله اوښکلې اونوې شانداره معمارۍ پکې وشوې همدا وجه وه چې آی خانم دباخترپه ختیځ کې ورو ، ورودیوه لوی اومتمدن مرکزپه توګه بدلېده .

اوباختریانوله همدې مرکزڅخه شاوخوا سیمې کنترولولې اودا ښاروروسته د (لومړي ایوکرا د یتس) په زمانه کې له ۱۷۱ نه تر ۱۴۱ کال پورې نوره پراختیا هم

وموندله .

کله چې یونانیانودهند په لوري پرمختګ وکړاوهلته ته یې میناندرداقتدارلمن یې له پنجاب نه ورټوله کړه نوغنایم یې ټول ای خانم ته را وړل چې ثروت یې دای خانم په خزانوکې ساتل کېده خوددغه ثروتونوزیاته برخه د ای خانم د قصرونوپه ازدیاد کې په مصرف رسېدله په دغه ښکلي ښارکې د جمنایوزیم تیاتر په بڼه نوې ودانۍ هم وشوې او د ختیځ د ښکلا اوښایست په ناوې بدل شو خو داچې هره پدیده د عروج او زوال مرحله لري له بده مرغه چې دغه ښکلی ښار د منځنۍ آسیا د ګرځنده سپرو، ډلو لخوا د ځینو محلي مخالفتونو له وجې ترتهدید لاندې و اوباید له ښاره کلکه مدافعه شوی وای مګر دفاعي تدابیرد  (لومړي ایوکرا د یتس) له وژل کېدو وروسته کمزوري شول اوبلاخره ای خانم د همدغه بیابان ګردوسپرولخوا اشغال اوتخریب کړل شو ، ځینې منابع وایی چې دا بیان ګردې سپرې ډلې هماغه کوشانیان ول چې د لومړي ځل لپاره د آمو له سیند څخه د سهیل په لورافغانستان ته را پوریوتل او د یونیانو له سقوط وروسته یې په سیمه کې د دیوه نوي مقتدراوباعظمته مدنیت د بنسټ ډبره کېښودله خوپه خواشینۍ سره چې د(ای خانم) مجللوقصرونو ته یې اورواچوو اودیونانیانود (هیلن) د شانداره تمدن اثار یې وران کړل .

داسې ښکاري چې په هماغه وخت کې یونانیان له ای خانم څخه په تېښته بریالي شول نه یوازې داچې د ای خانم ښار یې پرېښود بلکې دوی له ختیخ او لودیځ ټول باخترڅخه

ووتل .

لنډه داچې د ای خانم د ښارپراختیا، پرمختیا ، ښکلا اوبرم له میلاد څخه د مخه په دوهمه پېړۍ کې د یونان باختري د بادشاهانولخوا پیل او د ایوکراد تیس د واکمنۍ تر وروستیو پورې د یوناني واکمنو پلازمېنه اوپه اوسني افغانستان کې یو له برمه ډک ښار ګڼل کېده ، ددغه ښارپه اړه ډېری اسناد د ښارپه خرابو کې د موندل شویوسیکواو ډېرکم یې له یوناني اسنادوڅخه په لاس را غلي دي خو متاسفانه لکه څرنګه چې د ښارله برم څخه معلومېږي داسې اسناد د چا په واک کې نشته .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن