افغانستان
په تېره میاشت کې د درېو بندرونو له لارې څه دپاسه ۷۶۸ زره ټنه توکي تثبیت کیفیت شوي دي
د سټنډرډ ملي اداره وايي چې په تېره میاشت کې د درېو بندرونو له لارې څه د پاسه ۷۶۸ زره ټنه توکي تثبیت کیفیت شوي دي.
د سټنډرډ ملي اداره وايي چې په تېره میاشت کې د درېو بندرونو له لارې څه د پاسه ۷۶۸ زره ټنه توکي تثبیت کیفیت شوي دي.
دغه ادارې د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي: د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره، د ټیټ کیفیت ساختماني موادو د ورود مخه نیولې او هڅه کوي چې د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د مصرف کوونکو ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.د يادې ادارې د معلوماتو له مخې؛د سنبلې (وږي) میاشتې په بهير کې، د هېواد د درېو بندرونو له لارې په مجموعي توګه ۷۶۸ زره ۳۲۱ ټنه توکي تثبیت کیفیت شوي چې دا د سټنډرډ ملي ادارې د ژمنو يوه ښه بېلګه ده.