اجتماعی

د افغانستان د اقتصادي تاريخ يو نوی باب

افغانستان چې د پينځه زره کلن تاريخ لرونکی هيواد بلل کېږي، ياد تاريخ يې په پيړيو پيړيو کې له ژورو او لوړو تيری شوی او د همدې تاريخ وروستۍ پيړۍ بيا له خونړیو خپل منځي او د بهرنيو لخوا د افغان خاورې د اشغالونو او تیريو شاهده وو.

عبدالرحيم ترين

افغانستان چې د پينځه زره کلن تاريخ لرونکی هيواد بلل کېږي، ياد تاريخ يې په پيړيو پيړيو کې له ژورو او لوړو تيری شوی او د همدې تاريخ وروستۍ پيړۍ بيا له خونړیو خپل منځي او د بهرنيو لخوا د افغان خاورې د اشغالونو او تیريو شاهده وو.وروستی تيرې څلور لسيزې بيا د ددې پيښو او کشمکشونو له يو زړه بوږنوونکې حالت او په دې خته د افغانستان د جغرافیایې کې د شوروي او امريکايي اشغالګرو د ماتې روڼ انځور درلودنکې وې.افغانانو هيڅ د آرامۍ ساه نه وي اخيستې، چې پرې يو او بل خوا اشغال ترسره کيږي او له اسلامي ارزښتونو ور اخوا يې د اشغال کولو هڅه شوې او که کله هم بهرنی اشغال نه وو، نو بيا خپلو منځونوکې افغانان سره کيوتي وي او د پردیو په لمسون یې جوړ کابل او د هيواد ښارونه په کنډوالو بدل کړي وي.د تاريخ يو زرين باب کې افغانستان د امريکايي اشغالګرو او ناټو له ماتې او د هغوی د داخلي تش په نامه افغانانو له تيښتې وروسته د مثالي امنيت په خور څادر کې د ارامۍ ساه اخيستلو سره، د تاريخ وياړلي په اسلامي او ملي فکر درلودنکې واکمنان او مسؤلین لري، چې د ړنګ بنګ افغانستان رغولو ته يې شپه او ورځ يوه کړې او د يو عالم ستونزو، فشارونو، بنديزونو، د بهرنيو هيوادونو او ورسره تښتيدلو له تبليغاتو سره يې د هيواد د سيال کولو لپاره هڅه او کوښښ پيل کړي دي.افغانستان چې اوس يې د ارامۍ ساه واخیسته، نو واکمنو يې هم د خپل مسوليت په اساس د هيوادوالو د زخمونو ملهم کولو ته هر خوا هڅې پيل کړې دي، چې ځينې يې مثمرې پايلې لرونکې او ځينې به یې راتلونکي کې تاريخي ګټورتوب او مثبتې پايلې ولري، چې هيواد به ورسره د سیمیزو ګاونډيو هېوادونو سیال شي ان شاء الله.په دې برخه کې د قوش تپې کانال له هغو هڅو او د افغانانو د سوکالۍ په برخه کې حياتي لرونکی قدم او پيل وو، له زراعتي برخې ور اخوا يې د بريښنا او نورو برخو کې هم د سيالانو سيال کولو لپاره ځينې قدمونه اخيستل شوي او چارې یې عملاً روانې دي او د ځينو به د ننيو قرادادونو په شمول راتلونکي کې ترسره شي ان شاء الله.نن افغان واکمنو د تاريخ يوه اقتصادي پاڼه واړوله، چې له عمليت سره به یې دا مصرفي افغانستان په صادراتي هيواد بدل او د ميلونونو افغانو کورنيو لپاره په خپل کور افغانستان کې حلاله يوه ګوله ډوډۍ په عزت او آرامي خپل هيواد کې پيدا کیږي.دا قرادادونه چې څه باندې شپږ نیم ميليارده امريکايي ډالره ارزښت يې لره، د هيواد د اوو کانونو له کيندلو به یې د ولس او دولت عوايدو ته ميلياردونو افغانۍ عواید را روان وي.په دې کيندلو او پروسس کې به پنځوس زرو افغانانو ته په مستقیمه توګه يوه ګوله حلاله ډوډۍ په کور دننه خپل هيواد کې پيدا او ورسره به د ميلونونو افغانانو د غذايي سرکل دوران پيل شي.په دې قراردادونو له کورنيو او بهرنيو پانګوالو شرکتونو سره پوره پينځلس مياشتې جر او بحث ترسره شوی ده.د هيواد د څلورو وزارتونو ګډو مسلکي او تخنيکي ټيمونو او کارکونکو پرې مياشتې مياشتې بحث او خبرې ترسره کړې او له اطمینان وروسته چې د افغانستان لپاره يوه افغانۍ هم ډيره ګټه وشي بحث شوی او بيا قراردادونو ور کړل شوي دي.ددې قراردادونو ځينې مثبتې ګټی په لاندې ډول دي.هيواد ته به د سمیزو او نړيوالو پانګوالو توجه را جلب شي.په کور دننه به په هره برخه کې افغان پانګوال پانګې اچونې ته زړه ښه کړي.هيواد به ورسره له مصرفي، واردتي هيواد څخه په صادراتي صنعتي هيواد بدل شي.د هيواد د نورو طبعي زیرمو په برخه کې به هم نړيوال او هم کورني پانګوال پانګې اچونې ته زړه ښه او وهڅول شي.په سیمه کې به افغانان نور د مهاجرت په ځای په کور دننه کار پيدا او د هيواد په اقتصادي وده او پرمختيا کې به رول ولري.يو نوی باب چې د جګړو او خپلمنځي کشمکشونو ور اخوا به د سيالانو د سيالۍ کيدو پيل شي.مونږ به په هره برخه کې ان شاء الله چې له وخت سره، همداسې د سترو پروژو پيل شاهدان يو، خو چې ليږ حوصله ولرو او د خپل حکومت ملاتړ وکړو.رب دې داسې زيري او سترې پروژې لا ډيرې او هيواد دې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د سيالانو سيال شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *