افغانستان

مولوی امیر خان متقي:افغانان باید د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې کلک ودرېږي

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان پر ضد د بېلابېلو ډلو لخوا منفي تبلیغات کېږي؛ خو ولس باید د دښمنانو د دسیسو او منفي تبلیغاتو پر وړاندې ودرېږي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان پر ضد د بېلابېلو ډلو لخوا منفي تبلیغات کېږي؛ خو ولس باید د دښمنانو د دسیسو او منفي تبلیغاتو پر وړاندې ودرېږي.

مولوی امیر خان متقي د انس حقاني د حج مبارکۍ په مراسمو کې څرګنده کړې: وروڼو! موږ باید د دښمنانو په دسیسو کې له تېروتنې سره مخ نه‌شو او پر وړاندې یې ودریږو؛ هوډ او همت ولرو او له هر څه دفاع وکړو او د هغوی پر تبلیغاتو ونه غولېږي.

هغه زياته کړې؛ پرون د هېواد اقتصاد د جګړې او نشه يي توکو اقتصاد و؛ خو نن ټوله ملي سرمايه د هېواد په ودانولو او آبادولو کې لګېږي.

امیرخان متقي وايي؛ د اسلامی امارت له راتګ وروسته جنایي جرمونه صفر ته راټیټ شوي، فساد له منځه تللی او اړتیا ده، چې له دې فرصتونو څخه اغېزناکه ګټه پورته او ولس ته خدمت وشي.

امیرخان متقي همداراز ټینګار کړی، چې اوسنی اسلامی نظام د ډېرو هلو ځلو او قربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی دی او د اسلامی نظام د ساتنې او بقا لپاره د خلکو د اتحاد او د نظام ملاتړ ته اړتیا ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *