د امربالمعروف وزیر د نورستان له ځايي چارواکو او ديني عالمانو سره وکتل
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي پرون د نورستان له یو شمېر ديني عالمانو، شیوخو د یاد ولایت امنيه قومندان، د استخباراتو ریاست اړوند مسئولین، د لوا مسئول، ټولو ولسوالانو او د همدې ولایت د ولسوالیو امنيه قومندانانو سره وکتل.

حنفي په دغه کتنه کې د نورستان له ديني عالمانو او سیمه ییزو چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د امیرالمؤمنین حفظهالله فرامينو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د ولس قربانۍ هېرې نه کړي، پرمخ یې دروازې خلاصې وساتي او ستونزو ته يې په وخت رسېدنه وکړي.
په ورته وخت کې د نورستان ځايي چارواکو او ديني عالمانو د امربالمعروف وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ، چې په ولسي برخه کې به د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي ریاست محتسبینو سره هر ډول همکاري کوي او په وينا يې تېره شل کلنه مبارزه د همدې لپاره وه، چې په ټولنه کې سمون او سالموالی رامنځته شي.
د يادونې وړ ده، چې د امر بالمعروف، وزارت سرپرست په دغه کتنه کې سپارښتنه وکړه، چې د شهیدانو ارمانونو ته ژمن پاته شي او د اوسني اسلامي نظام د دوام او پايښت په موخه هڅې وکړي.