گزارش

د کانونو د قاچاق مخنیوي لپاره کمېټه جوړه شوې

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور بامیانو ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې اقتصادي کمېسیون په هېواد کې د کانونو د مسلکي استخراج، قاچاق او تخریب مخنیوي لپاره په ۲۴ ولایتونو کې د نهو ارګانونو ګډه کمېټه جوړه کړې چې پر مټ به یې د کانونو د قاچاق او ناقانونه ایستلو مخه ونیول شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور بامیانو ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې اقتصادي کمېسیون په هېواد کې د کانونو د مسلکي استخراج، قاچاق او تخریب مخنیوي لپاره په ۲۴ ولایتونو کې د نهو ارګانونو ګډه کمېټه جوړه کړې چې پر مټ به یې د کانونو د قاچاق او ناقانونه ایستلو مخه ونیول شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان هم په دې اړه وویل:

«د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په لارښونې د کانونو او پټرولیمو وزارت په سرپرستۍ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له نهو ارګانونو څخه ګډه کمېټه جوړه شوې چې د کانونو نظارت تر څنګ به د ناقانوني کان کېندنې او قاچاق مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي.»

د چارو شنونکي هم د کانونو او پټرولیمو وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې حکومت باید د کانونو د استخراج لپاره له مسلکي شرکتونو سره تړون وکړي، څو د ضایعاتو مخه ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نصیر رېشتیا وايي، که د افغانستان د ټولو کانونو لومړیتوب تنظیم شي، دا به د هېواد اقتصاد او راتلونکي نسل لپاره ګټور وي.

نوموړي زیاته کړه چې له کانونو څخه باید لومړی په کور دننه ګټه واخیستل شي او بیا په قانوني بڼه بهر ته صادر شي.

«اکثره معادن چې قاچاق کېږي، علت یې په غیر مسلکي ډول استخراج دی، چې قاچاق ته زمینه برابروي او ضایعات په کې رامنځته کېږي.»

د پوهنتون استاد خیرالدین راصف هم د کانونو د قاچاق مخنیوي په هدف د ځانګړې کمېټې پر جوړېدو خوښ دی او یاد اقدام د هېواد په ګټه بولي.

«که غواړو چې د کانونو د قاچاق او په ناقانوني بڼه د استخراج مخنیوی وشي، په کار ده چې په کور دننه لازم ظرفیتونه ولرو.»

د کانونو او پټرولیمو وزارت د یاد کمېسیون د جوړېدو خبر داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د قیمتي ډبرو د قاچاق خبرونه لاس په لاس کېدل چې تازه په تورخم کې پولیسو د لاجوردو غميو د قاچاق مخنیوي خبر هم ورکړی.

تر دې وړاندې هم په تورخم کې د ګران بیو ډبرو او غمیو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *