اخبارگزارش

د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د ایران غوښتنه؛ د کډوالو وزارت د زغم هیله لري

انیس: د افغانستان د کډوالو وزارت د ایراني چارواکي د هغو خبرو په غبرګون کې، چې افغان حکومت دې هلته مېشت افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي، هیله څرګنده کړې چې کوربه هېوادونه دې تر یوه وخته د دوی کډوال وزغمي.

ایراني رسنیو یکشنبه (د غوايي په ۱۶مه) د دغه هېواد د بهرنیو کډوالو د ملي سازمان د اتباعو او کډوالو لوی مدیر علي اصغر بلوکیان له قوله رپوټ ورکړ، چې افغان حاکمان دې د خپلو کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي. په رپوټ کې د اصغر بلوکیان له قوله ویل شوي، چې که اوسني واکمنان له ایرانه افغان کډوال وروغواړي، په دغه هېواد کې به لوی ظرفیتونه رامنځ ته شي. د هغه په خبره، افغان کډوال د طب او اقتصاد په ګډون په ډېرو علمي او فرهنګي برخو کې مستعدې وړتیاوې لري، چې په ستنېدو سره به یې په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له استعدادونو ګټه واخیستل شي. خو د افغانستان د کډوالو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني انیس ورځپاڼې سره په خبرو

کې، په ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو کې له حکومتونو د افغان کډوالو د زغملو او په تدریجي ډول خپل هېواد ته د راستنېدو هیله کړې ده.  هغه په دې اړه وویل: «له ټولو کوربه هېوادونو، خصوصاْ له ګاونډیو هېوادونو مو غوښتنه ده، چې له زغم څخه کار واخلي او پرېږدي، چې افغانان په تدریجي ډول د یو میکانیزم له مخې خپل هېواد ته راستانه شي». د اسلامي امارت چارواکو له دې وړاندې هم، له کوربه هېوادونو غوښتي وو چې هلته مېشت افغان کډوالو سره ګوزاره وکړي او پرېږدي چې په خپل هېواد کې ور ته د حالاتو له سازګارېدو سره سم په تدریجي ډول په خپله خوښه ستانه شي. افغان چارواکي نژدې هره غونډه کې، په بهر کې له مېشت افغانانو غوښتنه کوي چې خپل هېواد ته راشي، خپلې علمي او فرهنګي وړتیاوې د خپل هېواد په ابادۍ او د ولس په هوساینه کې ولګوي.

ایران داسې مهال پر افغان حکومت د خپلو کډوالو د ورغوښتو غږ کوي، چې تر دې وړاندې پاکستان سوونه زره افغانان په جبري شکل له خپل هېواد وایستل. کارپوهانو د پاکستاني چارواکو دغه چاره، خپلو موخو ته د پاکستان د رسېدو لپاره پر افغان حکومت د فشار راوړو، چې یوه یې د اروپايي هېوادونو او د کډوالۍ په اړه د نړیوالو بنسټونو څخه مالي ونډه تر لاسه کول وو، وسیله وبلله او فکر کېده چې اسلامي امارت ته به د کډوالو د دې څپې سمبالول ستونزمن وي خو افغان چارواکي وايي، په ښه ډول یې د نويو راغلو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړه. ښاغلي حقاني وویل، که ایران هم د پاکستان په څېر د نړیوالو او انساني اصولو خلاف ګڼ شمېر افغان کډوالو د ایستلو ګاوم اوچت کړي، هغه کمېټې چې له پاکستانه د اجباري راستانه شویو افغانانو مرستې لپاره جوړې شوې وې، فعالې دي. هغه وویل: «په ټولو سرحدي دروازو کې پوره چمتووالی نیول شوی، هغه افغانان چې راستنېږي، په عزت سره د خوراکي او نورو مرستو اخیستو وروسته خپلو سیمو ته استول کېږي». د یادولو وړه ده چې اوس هم په جبرا او په خپله خوښه هېواد ته د افغانانو د راستنېدو لړۍ جاري ده، چې په تېره یوه میاشت کې یوازې له ایران څخه نژدې ۸۳ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې د تازه راستنو شویو افغانانو له ډلې شاوخوا ۵۰ زره په خپله خوښه او پاتې ۳۳ زره هغه کسان دي چې په زور او جبر له ایرانه ایستل شوي دي.

ـــ«نذیر منیب»ــ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *