اجتماعی

صحی  اوبو ته بایدد هېوادوالو  دلاسرسي زمینه برابره شي 

اوبه په حقیقت کې یوه حیاتي ماده ده ، د انسانانو او حیواناتو د حیات ترڅنګ ، د نباتاتو، ځنګلونو او شاړو ځمکو د ابادي، سمسورتیا او زرغوتیا سبب هم کیږي.

شاه محمود درویش

اوبه په حقیقت کې یوه حیاتي ماده ده ، د انسانانو او حیواناتو د حیات ترڅنګ ، د نباتاتو، ځنګلونو او شاړو ځمکو د ابادي، سمسورتیا او زرغوتیا سبب هم کیږي، خوپه ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د ګران هیواد په بیلا بیلو سیموکې ډیرې هیوادوال بیا دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د څښاک له غیر صحي اوبو څخه ګټه اخلي، لکه څنګه چې په دې اړوند د رسنیو له قوله ویل شوي، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې یوازې ۲۷ سلنه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسي لري او ۷۳ سلنه وګړي اړ دي، چې له ناپاکو اوبو د څښاک او پخلي لپاره کار واخلي. همداراز ویل شوي  چې د هیواد په ډیری برخو په ځانګړي ډول په کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او ساري ناروغیو له پراختیا سره د ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده، ځکه چې ډیری هیوادوال لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري، چې دا  د ساري ناروغیو د خپر یدو لامل شوې، ځکه چې په کلیو کي اوس هم زموږ ډیری هیوادوال د ویالو اوبه کاروي، چې دا د ناروغیو لامل کیږي…

خو له نیکه مرغه په دې وروستیو کې د ډله ییزو سرچینو په حواله دغور ولایت د کلیــو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسئولینو له قوله ویل شوي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښــار کې دڅښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مسؤلینو په وینا، دغه شبکه د ۴ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې پرمټ یې سلګونو کورنیوته د څښــاک اوبه برابرې

شوې دي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم پــه دغه ولایت کې دې ته ورته د څښاک اوبو شــبکې جوړې شوي، چې پر مټ یې ســلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

بناءً په ټوله کې افغان ولس له اسلامي امارت څخه د دې تمه او هیله لري چې په هراړخیز ډول باید هم خپل امکانات په کار واچوي او هم د نړیوالو مرستندویه هیوادونو او خیریه بنسټونو همکارۍ را جلب کړي اوپه دې توګه  دهیواد په بیلابیلو سیمو کې چې هلته میشتې قدرمنې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري اوله غیر صحي اوبو څخه ګټه اخلي دوئ ته  څاګانې او هم د پاکو اوبو ذخیرې جوړې کړي ترڅو د څښاک پاکو اوبو ته دوئ په ښه توګه لاسرسی پیدا کړي او په دې ډول د دوئ روغتیا هم تریوحده خوندي شي، ځکه له غیرصحي او ناپاکو اوبو څخه استفاده کول هیوادوالو ته ډول ډول روغتیایي ستونزې پیداکوي اوحتی په لوړه کچه د دوئ دمړینی سبب هم کیږي ، البته دا يو روښانه او څرګند حقيقت هم دى چی په نړۍ كه د هر انسان له پاره له هر څه غوره شتمني روغتيا او سلامتيا ده ، نوبې له شکه چې هرانسان د روغتیا اوسلامتیا په درلودلو سره كولى شي خپلی ورځنۍ چاری په ښه توګه پرمخ بوزي او په دی ډول دځان ،خپلی كورنۍ او په ټوليزه توګه هیواد او هیوادوالوته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي. بناءً هغه هیوادوال چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري د اسلامی امارت اړوند مسئول ارګانونه مسئولیت لري چې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو شته امکاناتو ترڅنګ د نړیوالو مرستندویه خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم را جلب او دهیواد په بیلابیلو سیمو کې د یو لومړیتوب له مخې میشتو قدرمنو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

البته دې ټکي ته موهم باید پام وي، اوبه چې په حقیقت کې یوه حیاتي ماده ده، نو په ټوله کې قدرمنو هیوادوالو ته هم ښایي چې له اوبو څخه باید په منظم ډول سالمه استفاده وکړي او له بیځایه کارونې او اصراف څخه یې هم باید په دوامدارډول د مخنیوي په موخه  لازم او هراړخیز تدابیر ونیسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *