اجتماعی

هرډول مالي مرستې باید په اړونده برخوکې په پوره روڼتیا ولګول شي

داښکاره خبره ده چې د افغانستان اسلامي امارت سره له دې چې د سرلوړي افغانستان د ملي خپلواکۍ اومځکنۍ بشپړتیا ساتنه اوپه ټولیزه توگه ټولو هېوادوالوته دهوسا ژوندانه په خاطر د ډاډمن امنیتی چاپیریال برابرول اوپه سوله ییزو شرایطو کې یی دښه او نیکمرغه ژوند دپرمخ بیولوله پاره د اسانتیاوو او لازمو شرایطو برابرول له اساسي ډنډو څخه شمېرل کېږي.

شاه محمود درویش
داښکاره خبره ده چې د افغانستان اسلامي امارت سره له دې چې د سرلوړي افغانستان د ملي خپلواکۍ اومځکنۍ بشپړتیا ساتنه اوپه ټولیزه توگه ټولو هېوادوالوته دهوسا ژوندانه په خاطر د ډاډمن امنیتی چاپیریال برابرول اوپه سوله ییزو شرایطو کې یی دښه او نیکمرغه ژوند دپرمخ بیولوله پاره د اسانتیاوو او لازمو شرایطو برابرول له اساسي ډنډو څخه شمېرل کېږي، ددي ترڅنگ دهېواد دکمزوري اقتصاد د ودې او پیاوړتیا له پاره هم باید جدي او هراړخیز تدابیر په عملي ډول ترلاس لاندې ونیسي ، ځکه چې د ښه امنیتي وضعیت د سمبالولو او هراړخیز ډاډمن ثبات د ټینگښت ترڅنگ یوازی پیاوړي اقتصاد دی چې دهېواد وگړو ته آرام ژوند اوبشپړه هوساینه ور په برخه کولی شي، پردې بنسټ دافغانستان د اسلامي امارت مسئول ارگانونو ته ښایی چې دسالمې رهبری او کارنده مدیریت پراساس هغه مالی مرستی چې دنړیوالو مرستندویانو له لوری په مختلفو برخوکی دجګړه ځپلی افغانستان د آبادی، سمون، بیارغاونی، اقتصادی ځان بسیاینې … په موخه کېږی هغه په پوره روڼتیا او شفافیت لومړیتونو ته پام سره سم و لګول شي ترهغه چې مثبتې او عملی پایلې یې ولس ته څرګند او روښانه شي ، دیادونی وړ ده چې په هېواد کی د ډله ییزو خپرندویو سرچېنو په حواله دملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د افغانستان څانګې ویلي چې د اسلامي پراختیایي بانک یوې ډلې د دوو قراردادونو په لاسلیک کولو سره له افغانانو سره نږدې دوه میلونه ډالره بشري مرسته کړې ده، د یونیسف د افغانستان څانګې پرټویټر لیکلی ، چې په دې مرستې سره به زرګونه افغان ماشومانوته، چې پرخوارځواکي اخته دي د خوړو ژغورونکي خدومتونه ورسېږي ، دغې ادارې ټینګار کړی ، چې په دغو پیسو به له ۱۸ زره او ۷۰۰ د ډیرو ماشومانو درمنله وشي ، چې پر خورځواکي اخته دی او ترڅنګ به یې په کلیو کې ۳۲ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
هیره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې یونیسف ویلي وو چې پرخوارځواکي داخته افغان ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دي او که یې ترلاسه نه کړي، ګڼ شمیر افغان ماشومان به د خوارځواکي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
دیادونی وړده چې د اسلامی پراختیایي بانک تردې وړاندې هم څو ځله په بیلا بیلو برخوکی له افغانستان سره مرستې کړې او افغان ولس یی منندوې دی او وروسته له دی یې هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کی د هراړخیزومرستو او اوږد مهاله همکاریو غوښتونکي دي ځکه ترهغه چې جګړه ځپلی افغانستان له هره پلوه اباد ، ودان ، سمسور اوښیرازه شوی نه وی او هم له اقتصادی پلوه پرځان متکي شوی نه وي نو د اړوندو مرستندویه خیره بنسټونو او په ټوله کې د مرستندویه هېوادونو بشرپالو مرستو ته اړتیالري ، په دې هیله چې یادې مرستې له پلان سره سم هغه زرګونه افغان ماشومانوته، چې پرخوارځواکي اخته دي د خوړو ژغورونکي خدومتونو او لازمې درملنې په موخه ورسېږي او ترڅنګ یې لکه څنګه چې ویل شوي په کلیوالي کچه خلکوته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شي.
همداراز اړینه ده هرهغه مرستې چې د نړیوالو خیریه بنسټونو له لورې کیږي د اړوندو مسئولو ارګانونو ترڅارنې لاندې باید د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې په برخوکې ولګول شي ترهغه چې مثبتی پایلی یی افغان جګړه ځپلی ولس هم عملاً محسوس کړي، البته ددې ترڅنگ اړینه ده چې افغان پتمن ولس هم باید په هراړخیزه توگه اسلامي امارت سره همکاراومرستندوی و اوسي ترهغه چې مسئول ارګانونه وشي کولای دولس په پراخه همکاري او ملاتړ په هېواد کې لاهم ډاډمن امنیت دټینگښت ترڅنگ داقتصادي بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه توگه تطبیق کړي او په دې توگه په پایله کې دگران هېواد دپرمختګ او قدرمنو هېوادوالو دهراړخیزې هوساینې سبب شي اودمګړۍ چې ګران هېوادوال له کوموستونزو سره مخامخ دی بې له شکه چې دغه ستونزې یوازې اویوازې دهېواد دملي اقتصاد د ودې اوپرمختګ په پایله کې سمښت موندلی شي اوبس، پردې بنسټ دالازمي بریښي چې دهېواد د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ له پاره دولت او ملت په ګډه د هراړخیزې همکارۍ له مخې لاس په کارشي ترهغه چې په هرډول ستونزو بری د افغان ولس په برخه شي، ملي اقتصاد مو پیاوړی او په ټوله کې هېواد مو ورځ تربلې پرمختګ وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن