افغانستان
پر افغان پوځیانو یونیفورم وېش کېږي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې په لنډ راتلونکې کې به خپلو پوځیانو ته یونیفورم ورکړي.
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې په لنډ راتلونکې کې به خپلو پوځیانو ته یونیفورم ورکړي.
د دغه وزارت ویاند عنایت اله خوارزمي ووېیل چې د پوځ لپاره د ځانګړیو جامو د تولید چارې روانې دي او کله چې ټولې چمتو شوې وېش به یې پيل شي.
د افغانستان په ښارونو کې خلکو بیا بیا دا شکایت کړی چې په شخصي جامو کې وسله وال د ناامنۍ سبب کېږي او دوی نه پوهېږي چې دا کسان څوک دي. په تېر څه باندې یو نیم کال کې اسلامي امارت ځینو پوځیانو ته د جمهوریت د وخت د سرتېرو یونیفورم ورکړی، خو اکثر پوځیان او پولیس لا هم په شخصي جامو کې ګرځي.