سخن انیس

یولړ اقتصادي ستونزې  په رغېدو دي

څرګنده ده چې په هېواد کې دشل کلنی جګړی پای ته رسیدل دهر هېوادوال غوښتنه او آرمان و ځکه چې د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمی راغی او په هېواد کې سراسري سوله رامنځ ته شوه اوس په ډاډه زړه هېوادوال کولی شی ورځنیو کارونو ته لاس رسی پیدا کړی تمه ده چې اسلامی امارت دسولی دتامین ترڅنګ هغه تشی راډکی کړی کومي چې د تیرو نظامونوله خوا راپاتی شوي دي.

څرګنده ده چې په هېواد کې دشل کلنی جګړی پای ته رسیدل دهر هېوادوال غوښتنه او آرمان و ځکه چې د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمی راغی او په هېواد کې سراسري سوله رامنځ ته شوه اوس په ډاډه زړه هېوادوال کولی شی ورځنیو کارونو ته لاس رسی پیدا کړی تمه ده چې اسلامی امارت دسولی دتامین ترڅنګ هغه تشی راډکی کړی کومي چې د تیرو نظامونوله خوا راپاتی شوي دي. پوهیږو چې د اشغالګرو له خوا اقتصادی بندیزونو سره سره اسلامی امارت دهېوادوالو دهوساینی له پاره کوټلی او عملی ګامونه پورته کړی چې له امله یې یوه اندازه اقتصادی ستونزي درغیدو په حال کې دي. خبرونه ترلاسه شوي چې دهغو هېوادوالو دپیسو په اخیستو کې آسانتیاوي رامنځ ته شوي کوم چې د اسلامی امارت په لومړیو ورځوکې د اشغالګرو هېوادوله خوا په بانکی سیستم کې دبندیزونو له کبله رامنځ ته شوي وی. هېوادوالو ته به جوته شوي وي چې د اسلامی امارت مسؤلینو دنړیوالو څخه په وار وار په مختلفو غونډوکې په رسمی او غیر رسمی ډول د افغانانو شتمنی چې په غیر قانونی توګه د اشغالګرو له خوا کنګل شوي د آزادیو او دبانکی سیستم څخه دبندیزونو او فشار د منځه وړو په هکله نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی خو تردي دمه اشغالګرو هېوادو د خپلو ناوړه هدفونو د ترلاسه کولو په خاطر زموږ دهېوادوالو دشتمنی د آزادیدو له پاره عملی ګام پورته نه کړو او دنورو ناقانونه بندیزونو ترڅنګ یې د افغانانو کنګل شوي پیسی کنګل پاتی شوي. اسلامی امارت دبهرنیو اشغالګرو هېوادو دبندیزونو سره سره وتوانیده دړنګ شوي اقتصاد دبیارغاونی له پاره عملی ګامونه پورته کړل چې دهری ورځی په تیریدو سره په اقتصادی بهیرکې لاس ته راوړنی په زیاتیدو دي. هڅه کیږی چې په بانکی سیستم کې را پیدا شوي ستونزي هواري او دهېوادوالو اندیښنی دتل له پاره له منځه یووړل شي. دهېواد په عایداتی برخه کې سمسمکی رامنځ ته شوي او دفساد کچه راټیټه شوي ده. همدا اوس دهېواد دګمرکونو په عوایدو کې په زړه پوری عواید ترلاسه شوي او په ورځنیو چاروکې روڼتوب رامنځ ته شوي دي. دغه راز په بیلګیزه توګه دکانونو او پترولیم وزارت دمسؤلینو دوینا له مخی په 1400 هـ .ش کال کې عواید دوه میلیارده او 559 میلیونه او 522 زره او 536  افغانی ترلاسه شوي په 1401 ه ش کال کې 17 میلیارده او 487 میلیونه او 439 زره او 50 افغانی عواید ترلاسه شوي چې د 1400 هـ ش کال په پرتله څو برابره زیاتوالی ښایې معلومیږی چې د اسلامی امارت مسؤلین به ډیر ژر وتوانیږی دخپلو کورنیو عوایدو دترلاسه کولو له لاری به په کور دننه د اقتصادی ستونزو دهواری پروسه ګړندی کړی او په ځان بسیا له پاره به هغه لاری ولټوی کومی چې دهېواد د اقتصادی پیاوړتیا لامل ګرځی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *