سخن انیس

ګډې ناستې ستونزې  هوارولی شي

اسلامي امارت د سيمې او نړۍ سره د متقابلو ګټو د خونديتوب له پاره خپل غېږ پرانيستې پرېښې هڅه کوي چې د متوازن تعامل له د امله  اړيکو پيوند رامنځ ته کړي ترڅو د ګاونډيو هېوادو ترڅنګ د نړيوالو سوداګرييزو راکړو ورکړو له پاره لار هواره او د وکړو په ټولنيز ژوند کې پرمختيا يي بدلون رامنځ ته شي.

اسلامي امارت د سيمې او نړۍ سره د متقابلو ګټو د خونديتوب له پاره خپل غېږ پرانيستې پرېښې هڅه کوي چې د متوازن تعامل له د امله  اړيکو پيوند رامنځ ته کړي ترڅو د ګاونډيو هېوادو ترڅنګ د نړيوالو سوداګرييزو راکړو ورکړو له پاره لار هواره او د وکړو په ټولنيز ژوند کې پرمختيا يي بدلون رامنځ ته شي.

اسلامي امارت د يوه ژمن او متحد نظام په توګه د هېوادونو سره د اړيکو په غښتلتوب ټينګار کړی تمه لري چې په بهر کې  د ځينو هېوادو د غونډو جوړښت د تېر په څېر یو اړخيزې وړاندوينې چې  باور د له منځه وړو لامل کرځي په واقعيتونو راوڅرخي او د هغو اندېښنو له پاره د اسلامي امارت سره په ګډه د حل لار ومومي. ځکه ترسره شويو غونډو چې تردې دمه يې لاس ته راوړنې نه درلودې په راتلونکې کې به هم بې پايلې پای ته ورسېږي. ځکه هره غونډه چې د اسلامي امارت د استازيتوب پرته ترسره کېږي د هېوادونو اندېښنې نه شي هوارولی. اسلامي امارت تل د اندېښنو او ستونزو د هواري لار د مخامخ خبرو اترو له لارې غوره ګڼلې او تياری يې ښودلی چې اسلامي امارت هر هغه اندېښنې ته لار مندلی شي کومط چې ځينې هېوادونه يې د پلمې او فشار په توګه رابرسېره کوي.

ښه به وي چې د اسلامي مارت لاس ته راوړنو ته په سرسري نظرونه کتل شي ځکه د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت تامين شوی او د فساد کچه راټيټه شوې. په دولتي جوړښت کې د هر ولايت او هر قوم استازي په دندو بوخت دي او د نيشه يي توکو کرکېله صفر نه راټيټه شوې او په دولتي ادارو کې سمسکی رامنځ ته شوی ټولې ادارې د يوې واحدې ادارې له خوا اداره کېږي په ادارو کې سرغړونه شتون نه لري او د هېوادوالو له پاره په اداري واحدونو کې لازمې اسانتياوې رامنځ ته شوې د زياتو اسانتياو له پاره هلې ځلې روانې دي.

ويلی شو چې د نړۍ او سيمې په کچه د ګاونډيانو سره د سوداګريزو راکړو ورکړو په وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي او د ښه ګاونډيتوب له پاره لار هواره شوې ده. خو د اسلامي امارت دښمنان غواړي چې اسلامي امارت د هېوادونو سره خپلې اړيکې ټينګې نه کړي خو اسلامي امارت د حوصله مندۍ له مخې د ګاونډيانو سره د يوه ازاد او خپلواک هېواد په توګه د متقابلو اړيکو د رامنځ ته کېد له پاره هلې ځلې جاري ساتلې او دلاپياوړتيا له پاره يې د مختلفو لارو په لټون بوخت دي. همدا اوس د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشري پآکستان ته سفر کوي چې په دې سفر کې به د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو سره په دری اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ديپلوماتيکې هڅې پراخه شوې ځينو هېوادو منلې ده چې د اسلامي امارت سره خپلو اړيکو ته ادامه ورکړي او په هغو لارو چارو خبرې وشي چې د متقابلو اړيکو د پراختيا لامل وګرځي.

ډاډ ترلاسه شوی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره به د هېواد او خلکو د دښمنانو شومې دسیسې او د اشغالګرو هېوادو ناوړه او غیر انساني فشارونه او بنديزونه پای ومومي او اسلامي امارت به د نړيوالو سره د يوه سوله ييز هېواد په توګه اړيکې ټينګې کړي.

تمه ده چې په پاکستان کې ددری اړخيزه او بيا د اسلامي امارت د بهرنيو چارو د وزير او د چين د بهرنيو چارو وزير ترمنځ دو اړخيزه غونډې به د سيمې او نړۍ په حالاتو د يوه بل سره خپلې وړاندې وينې شريکې کړي او هغه اندېښنې او پلميزې وړاندوينې چې کله کله د غونډو پر مهال څرګندېږي د پای ته رسېدو لپاره لار پيدا کړي. اسلامي امارت نه تنها د پآکستان او چين سره د ښو اړيکو د پرختيا غوښتونکی دی بلکې د نړيوالو سره د متوازنو او متقابلو ګټو د خونديتوب له پاره هم خپله دروازه پرانيستي پريښي بايد زموږ ګاونديان د يوه ښه ګاونډي په څېر د اسلامي امارت سره د واقعيتونو پر بنسټ چلند وکړي او د نورو د فشار لامل نه شي ځکه اسلامي امارت ددې توان لري چې د سيمې د امنيت په خونديتوب کې عملي هڅې ترسره کړي او هېڅ بلوسګره ډله نه شي کولی چې د افغانستان له پولې نورو هېوادوته امنيتي ستونزې او ګواښوونې رامنځ ته کړي. هغه هېوادونه چې امنيتي انديښنې رابرسېره کوي بايد خپل اطلاعات د اسلامي امارت د مسولينو سره شريک کړي ترڅو په ګډه د راپيدا شويو انديښنو له پاره د حل لار مومندل شي.

متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *