تبصره

په تبليغاتي جګړه کې به هم برۍ ترلاسه شي

د ډېرو جګړييزو کلونو راهيسي سږني کوچني اختر دامنيت د تامين له پلوه د ډاد وړ او دهېوادوالو له پاره دتل پاتي او هميشني سولې زيرې ؤ. ځکه په دي کوچني اختر کې چې د رارسيدو له پاره يې هېوادوالو تياري نيوه.

متين
د ډېرو جګړييزو کلونو راهيسي سږني کوچني اختر دامنيت د تامين له پلوه د ډاد وړ او دهېوادوالو له پاره دتل پاتي او هميشني سولې زيرې ؤ. ځکه په دي کوچني اختر کې چې د رارسيدو له پاره يې هېوادوالو تياري نيوه. دهېواد په ټولو ښارونو او بازارونو کې د اخترييزو ميوو او کاليو پرزانيولو خورا زياته ګڼګوڼه وه. معلومه شوه چې هېوادوال دبل هر وخت څخه خوښ ښکاري او د اختر د ورځو دنمانځلو له پاره ځان تياروي. څرګنده ده چې دنورو اخترونو په پرتله هېوادوال ځکه خوښ او خوشحاله ښکاري چې دسولې په فضا کې د اختر ورځې نمانځي او هغه ورځي شاته پريږدي کومي چې د وير او ماتم څخه ډکې وې. اوس دخداي(ج) په فضل او دمظلومو هېوادوالو د دعاګانو په برکت په هېواد کې سراسري امنيت تامين شوي. هېوادوال کولې شي خپلې دخوښي او خوشحالي ورځې دهېواد په هرګوټ کې چې وغواړي نمانځلي شي. دهېواد دمختلفو ولايتونو څخه عيني شاهدان خبر راکوي چې د اختر په ورځو کې ديوه ولايت اوسيدونکي ځوانان ډلي ډلي دبل ولايت دښکلو منظرو دليدو او ميلوله پاره ورځي او داختر ورځي دخوشحالي په فضا کې لمانځي. دترلاسه شوي خبرونه جوتوي چې هېوادوال د امنيت دتامين څخه راضي ښکاري او د اسلامي امارت سره دملاتړ دڅرګندوني ترڅنګ وړاندوينه کوي چې په ټوله کې دي هېوادوال د اسلامي امارت سره د امنيت دلاخونديتوب او تل پاتي سولي دټينګښټ له پاره دهر ډول مرستې څخه دريغ ونه کړي. ځکه دهېواد او خلکو دښمنان نه غواړي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي او په سوله ييزه فضا کې دهېواد وراني ويجاړي راجوړي کړي له دي کبله پر افغانانو ده چې دتل له پاره ويښ ووسي او دهېواد ددښمنانو استخباراتي هڅي او دسيسې په نطفه کې خنثي کړي. خبرونه ترلاسه کېږي چې د افغانانو د امنيت دښمنان يوځل بيا په هېواد کې د جګړې د رامنځ ته کېدو له پاره هلې ځلې پيل کړي هڅه کوي چې رامنځ ته شوي امنيت وګواښوي. خو هېوادوال دې ډاډه اوسي ځکه چې د اسلامي امارت ويښ مجاهدين دهېواد د دښمنانو دسيسې له پامه نه دي غورځولي او دهغوي هرناوړه او جګړييزه حرکت له نېږدي څاري. هرهغه څوک چې دهېواد امنيت ته د زيان رسولو هڅه وکړي دخداي تعالا(ج) په مرسته د هېوادوالو په ملاتړ ا ودميړنيو مجاهدينو په سرښندني سره له منځه وړل کېږي او هيڅ بلوسګر به په دې ونه توانېږي چې شته امن ته تاوان ورسوي. منو چې اشغالګر لاس وهونکي هېوادونه چې دمستعمراتي دريځ خاوندان دي نه غواړي چې زموږ په هېواد کې اسلامي نظام پياوړي او ټينګښت ومومي هڅه کوي چې په وړاندې يې ډول ډول ستونزي رامنځ ته کړي او د نړيوالو له لاري په اسلامي امارت فشارونه ورزيات او دخپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره پلمه ييزي لارې ولټوي.
همدا اوس د ډله ييزو خپرندويه سرچينو څخه را خپاره شوي رپوټونه چې د امريکا د دفاع وزارت دپټو اسنادو د ارزونې څخه را خپاره شوي بيا د داعش له پاره کمپاینی تبليغات پيل کړي تور يې لګولي چې د داعش مرکز په افغانستان کې د پراخيدو په حال کې دي چې دګواښ لمن به يې پراخه شي. دا ډول ناوړه او له حقيقت څخه لری تور لګول پرته له دی چې د داعش له پاره کمپاين وکړي نور څه نه شي ترلاسه کولي، د امريکا په پټو اسنادو کې د داعش دشتون په هکله اسلامي امارت خپل غوڅ او پريکنده غبرګون ښودلي څرګنده کړي يې ده چې داعش په افغانستان کې په دومره اندازه شتون نه لري چې په کور دننه او بهرته دګواښ لمن وروغزوي. داعش په افغانستان له منځه تللي او هرهغه غلچکي بريدونه چې کله کله رامنځ ته کيږي په نطفه کې خنثي کېږي، هيڅ وخت به ددي توان ونه لري چې ډله ييز بريدونو ته ځآن برابر کړي. بايد ډاګيزه کړو چې دغلچکي بريدونو څخه پرمختللي هېوادونه هم په امن کې نه دي پاتي کله کله داسي پيښي هلته هم رامنځ ته کېږي، له دی امله ويلي شو چې اشغالګردي د اسلامي امارت اوسني رامنځ ته شوي امنيت ته په سرسري نظرنه ګوري او خپلې موخي دي د داعش له پاره په کمپايني تبليغاتو کې نه لټوي. اوس د خداي په فضل او د اسلامي امارت دمجاهدينو په نه ستړي کېدونکو هلوځلو په هېواد کې امنيت تامين شوي او هېوادوال په ډاډه زړه په ورځنيو کارونو بوخت دي.
باوري يو چې د اشغالګرو هېوادو او مافيايې کړيو تبليغاتي جګړه به هم له ناکامي سره مخامخ شي ځکه د رواغو منزل لڼډوي او واقعيتونه به هرو مرو خپل ځاي نيسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *