اسلامی

اسلامي اقتصاد

په نړۍ کې درې غټ اقتصادي سیستمونه موجود دي چې هغه عبارت دي له کپیټالیزم، سوسیالیزم او اسلام، سوسیالیزم یا کمونیزم په ځینو هیوادونو لکه روس، چین او داسې نورو کې پلی شو خو نن سبا دغه هیوادونه هم د کپیټالیزم په لور روان دي اوکمونیستی سیستم له مینځه تللی دي کپیټالیسټي اقتصادي سیستم تر اوسه په پښو ولاړ دي مګر دغه دواړه وضعی سیستمونه یوازې دانسان مادي اړتیاو ته درناوی کوی او دهغې د لاس ته راوړنې اوپوره کولو لاری چاری ښیی،

پوهنیار محمد رسول (اکبری)
په نړۍ کې درې غټ اقتصادي سیستمونه موجود دي چې هغه عبارت دي له کپیټالیزم، سوسیالیزم او اسلام، سوسیالیزم یا کمونیزم په ځینو هیوادونو لکه روس، چین او داسې نورو کې پلی شو خو نن سبا دغه هیوادونه هم د کپیټالیزم په لور روان دي اوکمونیستی سیستم له مینځه تللی دي کپیټالیسټي اقتصادي سیستم تر اوسه په پښو ولاړ دي مګر دغه دواړه وضعی سیستمونه یوازې دانسان مادي اړتیاو ته درناوی کوی او دهغې د لاس ته راوړنې اوپوره کولو لاری چاری ښیی، روحی اړتیاو ته په کې پام نه دي شوي بل دا چې دا اقتصادي سیستمونه انسانانو د خپل فکر په اساس جوړ کړی دي د آسمانی لارښوونو او اصولو په اساس نه دي ولاړ نو ځکه کامیاب او ګټور نه دي، خو اسلامي اقتصادي سیستم یوازېنی سیستم چې دمادي او روحی اړتیاوو دواړو د پوره کولو لاری چاری په کې ښودل شوي دي. اسلامي اقتصادي سیستم د الله ج د اوامرو او احکامو په رڼا کې جوړ شوي خو متأسفانه چې د اسلامي خلافت له زرینې دورې څخه وروسته په بشپړه توګه نه دي پلی شوي که څه هم په دی ورستیو کې په دی برخه کې هڅې روانی دي؛ غربیانو چې کوم اقتصادي سیستم جوړکړی دي هغه د دوی د خپلو اقتصادي اوکلتوری عاداتو او حالاتو په نظرکې نیولو په اساس جوړ شوي دي د بیلګی په توګه سود، خود غرضی او داسې نور په کې ګډ شوي دي او د دوی ټول اقتصادي سیستم په همدغو اصولو ولاړ دي او څرګنده ده چې د دوی ټول اصول د انسانانو په وسیله جوړ شوي دي. مونږ نه شو کولای چې غربی اقتصادي سیستم په پټو سترګو عملی کړو ځکه مونږ خپل بشپړ نظام لرو او الله تعالی د ځینو کارونو او اعمالو له کولو څخه منع کړی یو او څرنګه چې دا ژوند یوه آزموینه ده نو مونږ باید نه یواځي د دنیا ژوند په اړه فکر وکړو بلکې آخرت او تل پاتی ژوند هم په نظر کې ونیسو، په همدي بنسټ زمونږ اقتصادي سیستم باید د قرآن او احاديثو د اصولو په مراعاتولو او دهغې په رڼا کې جوړ شي.
اسلامي اقتصادي سیستم هغه سیستم ته وایی چې ټول اقتصادي مشکلات د قرآن او احاديثو په رڼا کې حل کړی، کپیټالیزم او اقتصادي سیستمونه وایی چې وسایل محدود دي او اړتیاوې لا محدودې دي مګر په اسلام کې دا نظریه نشته، اسلام وایی چې الله تعالی ټول وسایل او موجودات په یوه ټاکلی اندازه پیدا کړی دي. اسلامي اقتصاد په لاندنیو ستنو ولاړ دي.
۱ ــ د سود حراموالی: ربا یا سود نه یوازې په اسلام، بلکې په ټولو آسماني اديانو لکه نصرانیت او یهوديت کې هم حرام دي خو متأسفانه چې اوس یهوديانو او نصرانیانو خپل دين پریښی او سود خوري.
۲ ـ زکات: زکات په لغت کې پاکوالی او په اصطلاح کې ودي او زیاتوالي ته وایي، نو که چېرې په یوه ټولنه کې بډایه او شتمن خلک د خپلو مالونو زکاتونه ورکړي نو هیڅ غریب به پاتې نه شي او په پایله کې به یوه ښه اقتصاد لرونکې ټولنه منځ ته راشي.
۳ ـ عدل او د عایداتو منصفانه وېش: عدل په اسلام کې د ملا دتیر حیثیت لری د اسلام مبارک دين ددی خلاف دي چې دولت او شتمني د څو کسانو په لاس راټوله او ذخیره شي او د ټولنې نور وګړی په غربت کې ژوند وکړی.
۴ ـ اقتصادي آزدای: په اسلام کې ټول وګړی او اداری په خپلو اقتصادي فعالیتونو کې پوره خپلواکې لری لیکن دغه خپلواکې د شریعت د چوکاټ پوری محدوده دي او هیڅوک ترې سرغړونه نه شی کولای.
۵ ـ د شخصی ملکیت حق: یعنی یو وګړی کولای شي شخصی دارایی او شتمنی ولری او حکومت نه شي کولای په هغه کې بی ځایه مداخله وکړی ولی په کمونیستی سیستم کې د شخصی ملکیت حق نشته.
۶ ـ حلال او حرام: اسلامي اقتصادي سیستم د نورو اقتصادي سیستمونو په خلاف د حلال او حرام سرحدونه لری.
۷ ـ د عایداتو په لګښت کې اعتدال ( د اصراف او تبذیر منع )کول.
۸ ـ د میراث اسلامي قانون: د میراث د اسلامي قانون په مراعاتولو سره فیوډالیزم له مینځه ځي او په ټولنه کې د امیر او غریب ترمینځ د توپير په کموالی کې لویه مرسته کېدلی شي.
۹ ـ د اسلامي حکومت مثبت رول: په اسلامي اقتصاد کې حکومت د یوې مرکزی پلان جوړونکې ادارې په شکل کار نه کوی بلکې د اسلامي اقتصاد د خرابیو او کمزورتیاوو د لیری کولو لپاره کار کوی د احتکار د له منځه وړلو او په مارکېټ کې د شرعی قوانینو د پلی کولو دنده په غاړه لری.
۱۰ ـ د قمار، او دوکې منع: نبی کریم صلی الله علیه وسلم او دهغو ځینو اصحابو به په مارکېټ کې پیرودل اوپلورل مشاهده کول او نظارت به یې کولو او لدېنه یې موخه په مارکېټ کې مداخله نه وه بلکه موخه یې د ظلم، دوکې او فریب مخنیوی وو.
سرچینی:
ـــ قرآن کریم.
ـــ نبوی احادیث.
ـــ نجیبی، بشیرالله، د اسلامی اقتصاد پیژندنه، ۱۳۸۸.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *