اخبارگزارش

لغمان کې د بادرنګو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

انیس:لغمان ولایت د هېواد له هغو ولایتو له جملو څخه ده، چې د کرنیزو محصولاتو، باالخصوص د سبزیجاتو د کرنې لپاره مناسب اقلیم لري، همدا لامل دی، چې زیات شمېر خلک د کرنې په سکتور کې په کار مصروف دي، چې د کورنيو مصارفو د پوره کولو لپاره د عایدو تر ټولو عمده لاره ده. لغمان ولایت د نورو سبزیجاتو د تولید ترڅنګ د بادرنګو د حاصلاتو له پلوه زیات شهرت لري او د هقانان یې په کرنه کې ځانګړی مهارت لري، چې هر کال په زرګونه هکټاره ځمکه کې کرل کېږي او شاوخوا ۱۵ زره ټنه بادرنګ ورکوي.

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محمد ولي محسن د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي پیغام کې و ویل: په مجموعي ډول په لغمان ولایت کې په ۳سوه او ۶۵ هکټاره ځمکه باندې بادرنګ کرل شوې دي، چې له دې جملې ۳سوه او ۱۵ هکټاره په ازاده فضا کې کرل شوي، چې مجموعي حاصل یې ۱۱زره او ۱۵ ټنه ده او ۵۰ هکټاره په ګلخانو کې کرل شوي، چې مجموعي حاصل یې۶ زره ټنه ښودل شوی دی، چې مجموعا یې حاصلات ۱۷زره او ۲۵ ټنه کېږي، چې د تېر کال په پرتله په حاصلاتو کې یې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی، ځکه چې امراض او افات د تېرکال په نسبت کم دي.

د لغمان د اقتصاد رئیس جان محمد حامد د انیس ورځپاڼې خبریال ته وویل، چې د لغمان ولایت بادرنګ نه یوازې د لغمان د خلکو ضروریات پوره کوي، بلکې ګاونډیو ولایتونو کابل او نورو مرکزي ولایتونو ته هم لېږدول کېږي، چې په اکثرو ولایتو کې د لغمان بادرنګ مشهور او ګڼ شمېر پیرودونکي لري. ښاغلی حامد زیاتوي: موجوده وختونو کې د لغمان ولایت په قرغیو او مهترلام کې زیات بادرنګ کرل کېږي، که په لغمان ولایت کې د اوبو سیستم ښه مدیریت شي، د شاهي او نور کانالونه جوړ شي، د بسته بندۍ او مارکټینګ برخو کې ښه والی راشي، لرې نه ده چې د لغمان ولایت کرنیز محصولات په ځانګړې توګه سبزیجات او بادرنګ به د هېواد په داخل ولایتونو ضرورتونه پوره کړي، بلکې نورو هېوادونه ته به هم په پراخه کچه صادرات ولرو، چې د کروندګروو په اقتصادي حالت به هم مثبت اثر ولري. هغه د وروستیو سېلابونو په اړه هم وایي، چې وروستیو سېلابونو او ورښتونو د لغمان ولایت یو شمېر کرنیزې ځمکې تخریب کړې دي، د اوبو کانالونه، سربندونه او محافظوي دیوالونه له منځه یوړل، سبزیجات او کرنیز توکي یې ډېر زیانمن کړل، چې کروندګروو ته به هم له مالي او اقتصادي پلوه زیات زیان واړوي.

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو امر بریالی همدرد د بادرنګو د مارکېټ په اړه د ښه مارکېټ نشتون خبره وکړه، خو په ټوله کې یې کروندګرو له خپلو حاصلاتو خوښ وبلل، هغه وایي: کروندګرو چې څنګه غوښتنه لري او د زراعت ریاست چې څنګه پلان او هدف لري، چې د بادرنګو لپاره مارکېټ وي، هغسې نه ده، یانې د کروندګروو غوښتنې سل په سلو کې نه ترلاسه کېږي، خو په ټوله کې باید ووایم هغه عواید چې له بادرنګو څخه ترلاسه کېږي، له هغې کروندګرو رضایت لري او همدا لامل دی، چې ورځ تر بلې د بادرنګو کشت په لغمان ولایت کې زیاتېږي. د نوموړي په وینا چې د لغمان کرنې ریاست کوښښ کوي، چې د بادرنګو حاصلاتو ته پراختیا ورکړي، چې له یوه اړخه به تولیدات زیات شي او له بل اړخه به ورسره خلکو ته لا زیات کاري فرصتونه برابر شي.

د لغمان ولایت یو تن کروندګر نقیب الله د سږکال له حاصلاتو خوښ ښکاري، خو وایي چې په اخرو وختونو کې مو زیات فصلونه سېلابونو، ږلۍ خراب کړل، چې په وینا یې حکومت یې دغې برخې ته خاصه توجه نه ده کړې او له حکومته دې برخه کې غواړي چې مرستې ورسره وشي.

په لغمان ولایت کې د کرل شویو بادرنګو له جملې سلام، راکي، ای ون، سالار، صفا، علي ون او خوشبخت د بادرنګو مشهوره ډولونه دي. بادرنګ هم لکه د نورو کرنیزو بوټو په څېر مختلف امراض لري، لکه ویروسي، فنګسي، اتشک، خاکسترک، اشپشک، کټ وارم او داسې نور خو د امراضو د مخنیوي لپاره عموما له روډمیل، پوسلان، منکوزیت ورټکور دواګانو څخه استفاده کېږي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *