اسلامی

روژه څنګه ونيسو او څه پکې ترسره کړو!؟

روژه درحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ د اور څخه د خلاصون میاشت ده، چې دغه میاشت په کال کې یوځل  پر مسلمانانوفرض شوې ده .

لیکنه : شيرمحمدامیني ستانکزی

روژه درحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ د اور څخه د خلاصون میاشت ده، چې دغه میاشت په کال کې یوځل  پر مسلمانانوفرض شوې ده .

ددې برکتي میاشتې په وړاندې ټول مسلمانان مکلف دي، چې دخدای (ج) عبادتونه له نورو میاشتو زیات  ترسره کړي . په دې میاشت کې یوه نیکۍ  په لسو نیکیو حسابېږي او دلوی څښتن تعالی عبادت ترسره کول  له نورو میاشتو څو برابره ثوابونه يې زیات دي .

روژه مسلمانانو لپاره یوه عظیمه او له برکتونو ډکه میاشت ده، چې د بنده ګانو دعاګانې پکې قبلېږي، مؤمنو مسلمانانو ته دجنت دروازې خلاصې او لوی لوی شیطانان په یاده میاشت کې تړل شوې وي .

دغه مبارکه میاشت څومره دمسلمانانو لپاره  یوه چانسي میاشت ده، چې دالهي او نبوي ارشاداتو له مخې مسلمانان وکړای شي روژه له ټولو اسلامي اصولو سره سم ونیسي او ترڅنګ يې  دالله تعالی لپاره ډیر عبادتونه ترسره، دبیوزلو او بې وسو له حال او احوال نه ځان خبر کړي .

روژه دېته نشو ویلای، چې کله پیشلمی وکړو، بیا تر ماښامه  پورې هېڅ څه ونه خورو او  ونه څکو؛ بلکې روژه دېته  وايي، چې د مسلمان  دبدن هر غړی يې  روژه وي، هغه دا چې مسلمان باید په پوره ډول په خپلې ژبې واکمن واوسي له ناوړو او ناروا خبرو، درواغ او غیبت نه ځان وساتي .

دسترګو روژه  په دې مانا چې مسلمانان دې ناروا څیزونو ته  ونه ګوري، لکه  نامحرمو ښځو، بربنډو فلمونو او داسې نور.  دلاسونو روژه؛ د خلکو مال ته  لاس ورنه وړل شي او دحرامو څیزونو نه ډډه وشي. دپښو روژه ؛ حرامو ځایونو ته دتللو مخنیوی دې وشي.

نور غړي هم شته چې یادونه يې وخت نیسي، خو  دا هغه مهم  د انسان ظاهري غړي دي، چې ډیری کارونه پرې   ترسره کېږي. مانا داچې  هر غړی دبدن سړی باید په خپل واک کې ولري، لکه څنګه چې په پورته کې دمسلمانانو دبدن دغړو دمخنیوي او دنه کېدو لپاره څرګندونې وشوې، نو اوس يې  لازم ګڼو چې په دغه میاشت کې دیادو غړو کارول په کوم ډول ترسره شي، چې زموږ  روژه نیول په بشپړ ه  توګه او په اسلامي چوکاټ برابره وي .

په ژبه خلکو ته ښې خبرې، د دین او اسلام په اړه زده کړه شوې معلومات ترنورو  رسول، له درواغو، سپکواو سپورو  ویناوو، غیبت او نورو خبرو ژبه ساتل دي.پر سترګو د خپلو ګاونډیانو او بېوزلو کورنیو نه ځان خبرول. په لاسونو خلکو سره مادي مرستې کول، په پښو مزل دجوماتونو او هغه لوري ته ورتلل، چې دالله تعالی عبادت او داسلام په اړه خبرې پکې کېږي .

زموږ په ګران هیواد کې ډېری بې وسې کورنۍ شته دي، چې دانساني همدردۍ له مخې او دثوابونو دګټلو  لپاره  شتمن کسان دې بې سارې هڅې وکړي، چې د دغو ناچارو او غریبو کورنیو سره یوڅه اندازه مرسته او لاسنیوی وکړي، دخپلو مالونو او شتمنیو زکات دې همدغو کسانو ته ورکړي، چې د ژوند چارې يې پرې ښې شي.

همدارنګه ملي سوداګر او هټیوال دې په خپلو ورځنیو سوداګریزو توکو د پیر او پلور پر مهال له عدل نه کارواخلي، دلوړو بیو څخه دې ډډه وکړي، چې دلوی څښتن تعالی رضا خپله کړي او دبېوسو وګړو ژوند څه ناڅه  پرې ښه تېر شي او د ځان لپاره به يې ثوابونه ګټلي وي . خدای دې ټولومؤمنو مسلمانانو ته لا توفیق ورکړي، چې دغه الهي میاشت په سمه توګه ونیسي او د بېوزلو لاسنیوی وکړای شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *