د کورنیو چارو وزارت: له نشه يي توکو سره جدي مبارزه روانه ده
د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ پرون د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او له یادو توکو سره د مبارزې په تړاو د خپلو کړنو په اړه له رسنیو سره مالومات شریک کړل.
د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ پرون د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او له یادو توکو سره د مبارزې په تړاو د خپلو کړنو په اړه له رسنیو سره مالومات شریک کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یاده غونډه کې وویل، چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د کرکيلې، قاچاق او کاروبار د مخنیوي په موخه جدي مبارزه روانه ده او چاته به د یادو توکو د کښت او کاروبار اجازه ورنکړي. ټکور زیاته کړه، چې په همدې موخه د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې په ټول هېواد کې ۴زره ۲۱۰ عملیات تر سره شوي، چې په پایله کې يې د نشه يي توکو ۵ زره ۵۱
قاچاق وړونکي او کاروباریان نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي او همدارنګه د یادو توکو ۱۸۱ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د نوموړي په وینا په یاده موده کې همدارنګه ۵ زره ۳۴ ټنه بېلا بېل ډوله نشه يي توکي له منځه وړل شوي او ۱۷۸۵ هکټاره ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته تر دې دمه په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د کابو ۸۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده، چې له دې ډلې څخه ۲۶ زره ۸۵۰ تنه يې په پلازمېنه کابل کې وو.
د ټکور په خبره په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه ۱۶ زره ۵۰۰ روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي او له دې ډلې څخه ۶زره يې د پلازمېنې کابل له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي دي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دغه خبري غونډه کې وویل، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې يې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه فعال ساتلي او دمګړۍ د روږدو کسانو د درملنې ۶۰ روغتیايي مرکزونه فعال او ۲۵۰۰ کاري پرسونل په کې په کار بوخت دی او د دغو مرکزونو له ډلې څخه ۱۰ يې د ښځینه وو لپاره ځانګړي شوي دي.
د شرافت په وینا په تېر یوه کال کې يې د شاوخوا ۲۸ زره روږدو کسانو درملنه کړې او لا هم زرګونه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
د نوموړي په خبره د روږدو کسانو د لا ښې درملنې په موخه يې په کندهار ولایت کې ۱۰۰۰ بستریز روغتون فعاله کړی او په پام کې ده، چې د هېواد په ۵ زونونو کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه ۵۰ بستریز او ۱۰۰ بستریز روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې تر دې وړاندې به د روږدو کسانو د درملنې کاري پرسونل ته له پراختیايي بودجې څخه معاشونه ورکول کېدل او دا لومړی ځل دی، چې د عامي روغتیا وزارت له عادي بودجې څخه دوی ته معاشونه ورکول کېږي.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي بیا په دغه غونډه کې له پل سوخته څخه د روږدو کسانو د راټولولو په تړاو مالومات ورکول او ویې ویل چې کابل ښاروالۍ په ۲۵ ورځو کې له یادې سیمې څخه کابو ۷۵۰۰ ټنه کثافات راټول او ځانګړې سیمې ته لېږدولي دي.