افغانستان

د ۳۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو پروژو چارې بشپړ شوې

په میدان وردګ ولایت کې د سیندیزې حوزې په چوکاټ کې د DRC نړېوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ویش پرګرام تر چتر لاندې د ۳۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه په نرخ، یو په مرکز میدانښار، یو په سیدآباد او یو په دایمیرداد ولسوالیو کې د اوبو چیک ډیمونه(ذخیروي) بندونه چې د ۹ میاشتو په موده کې یې کارونه بشپړ او په ځانګړو مراسمو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغه پروژو د ګټې سپارلو پرمهال د ولایت والي الحاج محمد عمري ولسونو ته د دغه پروژو د بشپړېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: نن د خوښۍ ځای د چې د ولایت په کچه د اوبو د ذخیروي بندونو پنځه پروژې په بېلابېلو ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته سپارو، نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ اسلامي امارت مشران او ولایتي ادارو په بشپړه ژمنتیا سره د هېواد ابادۍ لپاره کار کوي او خلکو ته کاري فرصتونو د برابروي.
دغه راز ښاغلي عمري زیاته کړه: ولایت مقام له اړونده سکتوري او تخنیکي ریاستونو سره په همغږۍ په را روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې پلان لري چې د ولایت په کچه په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې ۲۰ د اوبو ذخیروي بندونه جوړ کړي، همدارنګه د بزګرانو او ولسي خلکو په همکارۍ د اوبو د ښه مدیریت په موخه له لویو ویالو او کانالونو څخه د ورخونو جوړولو ګټوره طرحه چې د ولایت مقام، د کرنې، کلیو او بیارغونې ریاستونو لخوا جوړه شوې عملي کړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *